
دازادۍ لمانځل
ابوبلال انوري –
په اصل او معنی راته معلومه ازادي ده –
دا تاسو یئ چې لمانځۍ دا نو کومه ازادي ده –
وطن مو اشغال شوی او فکرونه تړل شوي –
حاکمه غلامي ده او محکومه ازادي ده –
محراب شو لوټې لوټې او ممبرخالي خالي دی –
امام مو تروریست شو دا مذمومه ازادي ده –
هفه چې مو نیکونو ازادي وه ترې ګټلې –
هغوی چې دلته ګرځي بې مفهومه ازادي ده –
پښتو د خاورو لاندې شوه غرور مو راته وژني –
له ننګ حیاء غیرت ځنې محرومه ازادي ده –
د پیغلو عفتونه عصمتونه پکې لوټ شوه –
ځوان پکې ګمراه شوه دا معدومه ازادي ده –
په لاس د دښمنانو ازادي نه شي راتللی –
په مونږ را تپل شوې دا څه شومه ازادي ده –
په نوم د ازادۍ دلته قومونه غلامان شوه –
اوس دلته بې اساسه او بې نومه ازادي ده –
که خدای کوي له غرونو به ښارونو ته هم راشي –
تر اوسه لا محدوده او ماشومه ازادي ده –
یو ورځ به انوري دا سپین بیرغ دلته رپاندشي –
نو بیا به درته وایم چې را درومه ازادي ده –
18 /8 /2015