نظــر

څوک د پاکستان غلام دی؟

د پاکستان جاسوس - ایجنټکه افغانستان ته اشغال وایې د پاکستان مزدور یې!

که په افغانستان باندې د امریکا د ناروا یرغل غندنه کوې د پاکستان غلام یې!

که د خپل هیواد ازادي او استقلال غواړې پاکستان ته کار کوې!

که د اشغالګرو پر خلاف مبارزه کوې پاکستان رالیږلې یې!

که په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو نظامي شتون نه غواړې پاکستانی یې!

که د کرزي په فاسد نظام نیوکه کوې د پاکستان سره لار لرې!

که د امریکایانو د ظلمونو او قتلونو پر وړاندې د غچ او انتقام اواز اوچتوې پاکستان دې حمایه کوي!

آن تر دې چې پرون مې د میوند د ملالې مشهوره ټپه زمزمه کړه او ومې ویل (که په میوند کې شهید نه شوې… خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتیه) سمدستي د پاکستان سره په اړیکو تورن شوم!

که دې صورت او سیرت په شرعه او سنتو برابر وه د پاکستان په مدرسو کې رالوی شوی یې!

که په خپل دین او هیواد د غیرت او سرښندنې احساس ولرې پاکستان دې مغز دروینځلي دي!

او داسې په سلهاوو او زرهاوو بیلګې او مثالونه شته چې د پاک احساس او سپیڅلي شعور خاوند افغان د پاکستان لاسپوڅي ګڼل کیږي.

نو اوس تاسو پخپله ووایئ چې ایا دا خلک د پاکستان پرضد کار کوي او که پاکستان ته کار کوي؟ ځکه چې دوی خو پاکستان ته هیڅ کوم ناوړه عمل نه منسوبوي، بلکه هر پاک هدف لکه د خپلو حقوقو غوښتنه او خپل ملي او اسلامي مسولیت ترسره کول او داسې نور سپیڅلي اهداف د پاکستان اعمال ګڼي؟ که لنډه یې ووایو دوی افغانیت ته پاکستان وايي، دوی پښتونولي پاکستان بولي، دوی غیرت د پاکستان په نامه یادوي، دوی ته د غلامۍ نه قبلول پاکستان ښکاري، دوی د ازادۍ غوښتلو ته د پاکستان په سترګه ګوري، او دوی هرهغه سپیڅلي صفت او عمل پاکستان ته منسوبوي چې مونږ افغانان پرې له زرهاوو کلونو راپدیخوا پیژندل شوي یو او په همدې مو ویاړ او افتخار کړی.

که همدا حال وي نو نژدی ده چې د افغانیت، میړانې، غیرت، دښمن ته د سرنه ټیټولو، د تورې په زور خپل استقلال اخیستل د سر په بیه د دین او هیواد څخه دفاع کول او داسې نور ارزښتونه هم د پاکستان په لمن کې وغورځول شي او نژدې ده چې زمونږ ملي ویاړونه، تاریخي افتخارات او حتی ملي شخصیتونه او له ویاړه ډک تاریخ په ډیره ارزانه بیه په پاکستان پورې وتړل شي.

په اصل کې همدا خلک چې هر تاریخي افتخار تر پاکستان ځاروي د پاکستان ګټو ته ژمن دي او د پاکستان د ګټو د تامین لپاره یې شپه او ورځ په ځان یوه کړې او د پاکستان مزدوران دي! نه هغه چې افغاني ضمیر یې د ازادۍ او استقلال ترلاسه کولو ته هڅوي!

دا خلک چې افغاني غیرت، افغاني احساس، او افغاني ارزښتونو ته څومره ضربه رسولی پاکستان یې په سلهاوو کلونو کې هم نه شي رسولی!

او دا خلک چې په سیاسي، نظامي او کلتوري ډګرو کې د پاکستان د ځلولو لپاره څومره خدمت کوي پاکستان به یې په ټول عمر کې ونه کړی شي!

همدوی د پاکستان اصلي ایجنټان دي خو بدل لباس یې په تن کړی

لیکنه: عثمان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x