fbpx

ولسمشره راشه چې وژاړو!

عبدالجبار مطمئن

ولسمشره که مظلوم يې نو اوس دي لا ږغ پورته کړه، هسي نه چې ۱۰ کاله وروسته ستا د خاطراتو له کتابه د نن ورځي حقایق څرګند شي او هلته ستا په ژور مظلومیت خبر شو! ته به کیدی شي د خپلو خاطراتو کتاب په خورا بډایو ادبیاتو وليکي او ځان به پکي پاکه ملغلره او سپينه کفتر وښيې، خو ګوره ملت دي بیا نه بخښي. که نن ګونګی يې نو همداسي ګونګي پاتي شه.

ولسمشره مونږ درپوهیږو په ځان وپوهیږه.

ولسمشره ددي هیواد خلک اوس دومره پوهه لري چې ستا له تروش تندي نه هرڅه ولولي او ستا په پټو رازونو پوه شي، ددي هیواد خلګو سختي ناخوالي ګاللي ستري تجربي يې ترلاسه کړي او د زړونو زخمونه يې له جوړيدو وتلی. ولسمشره نور مو مه ځنډوه د زړنو زخمونه مو مه زیاته وه خبره وکه، چیغه کړه، فریاد له خولی وباسه، داسي چیغه وکړه چې د سپین غر، او هندوکش زمریان را ویښ کړي!! داسي چیغه چې ملاله او ایوب خان را ویښ کړي!!

ولسمشره مونږ درپوهیږو په ځان وپوهیږه.

ولسمشره ته نور بی وسه يې، ستا نه هرڅه اخیستل شوي، ته د زړه سوي وړ يې، هسی نور ځان او خلک مه غولوه، چیغه پورته کړه او خپل مظلومیت څرګند کړه، داسي چیغه وکړه چې د آمو، او هلمند نهنګان را پاڅوي!!

ولسمشره ګوره په دي خلکو د ساده ګانو ګمان و نه کړي، خلک پوهيږي چې په ارګ کې څه تیريږي! خلګ دي د زړه په سترګو ويني چې سهار او ماښام په د پردي ارګ یوه کنج کې پټ په چرتونو کې ډوب تللي يې او د بوري مور په شان لپي لپي اوښکي رژوي. خو په ښکاره بیا ځان پياوړی ښيي او هرڅه سم څرګندوي!!

ګوره ولسمشره که فکر کوي چې په چوپتیا کې دي مصلحت دی نو دا مصلحت دي نور ستا سر وخوري، د ملت زړه په چاودیدو دی، نور دا مړژواندی هیواد پر مړکیدو دی، آواز پورته کړه، خوشي دي ستونی د ژړا ډک دی! د زړه بډاس وباسه یوځل په چیغو چیغو وژاړه.

ګوره ولسمشره ته یوازي نه یې دردیدلي، د ملت زړه هم د ډک ټوپک غوندي ډک دی بس همدا نن يې ورځ ده… راشه او د ملت په وړاندي خپل مظلومیت، بي وسي، او غربت بیان کړه!! د وجدان دروند پیټي له غاړي وباسه، له سل ځله منني دي تیر یو، له نورو لوریونو دي تیر یو دغه یوه مینه خو ملت ته ورکړه، چې د چیغو په آواز کې يې آواز ورګډ کړه، راشه د ملت د زړه بډاس وباسه، راشه چې د افغانستان په ۹۶ کلیزي کې سره غاړي وزو او په چیغو چیغو وژاړو، راشه په دي ماتم باندي اسمان خبر کړو، د دي وطن لپاره وژاړو، ددي خاوري په بدمرغۍ باندي د حسرت اوښکي توي کړو، راسه چې دومره وژاړو چې ظالمان مو د اوښکو په سیلاب غرق شي.

ولسمشره هغه ورځ زموږ ښه یاد ده چې کوم چا پوښتنه درنه وکړه چې ستا او د (کرزي) تر منځ څه فرق دی؟ تا په ځواب کې ورته وویل: (هغه ژاړي او زه نه ژاړم)!!!

ولسمشره ستا دهغي ورځي احساس او غرور کیدی شي دغسي نظر ته هڅولي وي خو واوره چې ژړا کله د دردونو دوا ده، کله د غمونو د را کمولو ناکامه هڅه ده، او کله د سخت حالت د بیان څرګنده نښانه ده.

نو اوس چې ددي وران ویجاړ وطن، ټوټي ټوټي ملت لپاره ستا او زمونږ هیڅ په وس نده پوره، د سیاست په پيچلو کوڅو کې ته ورک يې او مونږ سخت درپسي ګرځو، نور واقعیت دادی چې مونږ سخت مظلومان یو، په غم لړلي، بی وزله او بدبخته افغانان یو، نو راشه چې په دواړو لاسو همدغه دروازه سخته وټکوو او په چیغو چیغو وژاړو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالغفار وارخطا
میلمه
عبدالغفار وارخطا

زه او ته هم له ولسمره کم مظلومان نه یو، بلکه په خپل ځان د ظالمانو ملګري او یا تر هغې هم بدتر د ظالم ”اشرګرندي” يو۰ زه او ته څومره له خپله ځانه، هېواده او ولسه پردي يو، څومره د بل په ګټه او دځان په تاوان لګیا یو، د اصلاح په نوم څومره فساد او ورانی کوو:-!؟
افسوس، افسوس چې هر یو غواړو مهم او د اختیار څښتن شخص و اوسو خو یو هم نه غواړو ګټور او مسول وګړی و اوسو!

عبدالجبار مطمئن
میلمه
عبدالجبار مطمئن

محترم وارخطا صاحب:
نو را سه چې پر خپل دي بد حالت باندي وژاړو، بلکه مو خدای پاک اصلاح په برخه کړي.