خبرتیاوی او پیغامونه

هېوادوالو ته دانګليس څخه دازادۍ د ٩٦ مې کليزې په مناسبت دالحاج امام الدين ساپى پيغام

پوره ٩٦ کاله وشول  چې زمونږ نيکونو په افغاني غيرت او مقدس مقصد دترلاسه کولو لپاره دښکلا ګر انګليس په مقابل کې دسرونو په قربانۍ خپلواکي ترلاسه کړه ددې خپلواکۍ او ازادۍ سپيڅلتيا زمونږ د ازادۍ دشهيدانو په وينو کې ښکاري چې په نړيواله کچه  يې  پرنګى ته ماتې ورکړه اود پرنګى زور يې اوبه کړ زمونږ مشرانو که  دخپلو سرونو په قربانۍ ديوې خوا ازادي ترلاسه کړه له بلې خوا يې دانګليس په نړيواله کچه د نظامي او سياسي غرور لوړ سرټيټ کړ دافغانستان دشهيدانو دقربانيو په نتيجه کې چې دافغان اولس لپاره يې دازادۍ په نعمت ونازول ډيرو محکومو هېوادونو ته دازادۍ احساس ور په برخه شو همدارنګه دروسانو سره دمقدس جهاد په برکت دسرونو په قربانيو روسان نه يوازې چې له افغانستان  څخه وتښتيدل افغانستان ورته هديره شو چې په نتيجه کې يې دروسانو په تيښته له روسانو اشغال شوى هېواد ازاد کړ . دا چې دامريکا په مشرۍ کفرى هېوادونه په ډله ييزه توګه افغانستان اشغال کړى افغان مجاهد اولس دخپلو نيکونو په څېر خپل مقدس جهاد ته دوام ورکوي او ان شاء الله دامريکا د پوځونو څخه دافغانستان دبشپړې  ازادۍ درشل ته رسيدلي يو چې نه يوازې امريکا او دهغې الحادي ملګري کفري هېوادونو څخه به ازادي ترلاسه کړو بلکه دپرنګ او روسانو په څېر به په نړيواله کچه رسوا او ټول تر نظامي حضور لاندې اشغال شوى هېوادونه به هم ترې ازادي ترلاسه کړي
ان شاء الله
دساپي پښتو څېړنو او پرختيا مرکز بنسټوال
الحاج امام الدين ساپى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x