نظــر

د خپلواکۍ لمن په بلواکۍ مه توروئ!

لیکوال: محمد اسماعيل  عندليب

له دوستانو يوه هيله

لیکوال: محمد اسماعیل عندلیب
لیکوال: محمد اسماعیل عندلیب

شپږ نوي کاله دمخه ګران هيواد د پرديو له هر ډول اغيز څخه ازاد شوی، همدا خپلواکي بولو، له هغې دمخه په هيواد کې د يرغلګرو پر ضد جګړې روانې وې، ځکه موږ په دې باور يو، چې افغانستان اشغال شوی نه دی، په دې معنی چې کله هم دلته اشغالګرانو استقرار نه دی موندلی، او پر وړاندې يې ازادی خواهانو يوه شيبه هم مبارزه نه ده پرې ايښې، نو ځکه يوه شيبه هم بشپړ هيواد نه دی بلواک شوی، خو که بيا هم د  استقلال له اعلان دمخه د څه مودې لپاره که هيواد خپلواک نه بلل کېده، نو ځکه چې د انګريزانو د واکمنۍ اغيز پرې پروت و، هغوی د هيواد مشران ټاکل او لرې کول.

له هماغې اولې ورځې راهيسې بيا موږ د خپلې قهرمانۍ کيسې کوو، د اتلولۍ وياړنې او قصيدې وايو، ازادي د خپلو مټو د زور او وينو د سپيڅلتيا پايله بولو، او فخر پرې کوو، په دې موضوع هر کال او تقريباً د کال په اوږدو کې سلګونه مقالې، کتابونه، شعرونه ليکل کيږي، ډول ډول پروګرامونه او غوندې جوړيږي، او خوله په خوله تاريخ راپاتې کيږي، چې يوازې د ازادۍ پر موضوع ليکنه، د انګريز تېښته او د افغان ميدان ګټنه تر ډېره حده تکراري خبره ګرځېدلې.

زه هم تکراري څه نه ليکم، يوازې له ملګرو يوه غوښتنه لرم.

له کومې ورځې چې د هيواد د خپلواکۍ د شپږ نويمې کليزې د لمانځلو لپاره چمتوالی پيل شوی، پوهه طبقه په دوه برخو وېشل شوې، په ځانګړې توګه په ټولنيزو رسنيو کې، يوه يې د خپلواکۍ د لمانځلو په پلمه له حدودو دومره وتلي چې نه پر ګران هيواد د شوروي اتحاد د يرغل په وړاندې د مجاهدينو قربانۍ پر حق بولي، او نه د اوسني عصر د فرعون لخوا د مظلوم ولس ځورېدل د مبارزې او مقابلې لپاره مجوز ګڼي.

بله ډله يې بيا هغه ده چې افغانستان اوس هم د اشغال تر سيوري لاندې بولي، دوی د خپل مخالف د ټکولو او مقابلې په موخه پر اصولو او حقايقو دومره پښې ږدي، چې شپږ نوي کاله مخکې د افغان ولس په ګټل شوې خپلواکۍ او ازادۍ هم سترګې پټوي، دوی په دې دليل له انګريزانو ګټلې ازادۍ ته د اهميت په سترګه نه ګوري، او يا يې سپکه بولي، چې اوس خو نو هم هيواد کې يرغلګر عملاً شته، او په اداره کې تر ټولو ځواکمن دي.

زه وايم چې د عالمانو او جاهلانو توپير بايد وشي، عالمان خو يې بايد خپله وکړي، او ترې محسوس هم شي، دا سمه ده چې فکري مخالفت او نظري توپيرونه به وي، د حالاتو په اړه به د هر چا پوهه او معلومات سره فرق ولري، د خپلې يا د کورنۍ د ماضي، يا مشاهدانو او مطالعې په تناظر کې به هر څوک په خپله طريقه نظر څرګندوي، او خپل تحليل به ولري، خو دا هر څه دا نه ايجابوي، چې يو هيوادوال دې د بل سپکاوی وکړي.

هغه سخت دريځي چې په خپلو دلايلو په اوسني حالت کې دجګړې مخالفت کوي، يا جهاد او د ازادۍ مبارزې د پرديو دسيسې بولي، بايد تر دې بريده سپين سترګي نه شي، چې د شوروي اتحاد په وړاندې د تويو شويو وينو تحقير ترې وشي، او د هيواد د روان ناورين د پای ته رسولو په خاطر د تورې او قلم پورته کوونکي-هغه چې زموږ افتخارات دی- د پرديو په پښو کې حلال کړي.

او په ځانګړې توګه له هغو ملګرو چې د هيواد د بشپړې ازادۍ، او هيوادوالو د سوکالۍ فکرونه په سر کې لري، بايد پام وکړي، چې شپږ نوي کاله مخکې ګټلې ازادي، او استقلال د بلواکۍ په تور ونه لړي، اوس که حالت هر ډول دی، خو دې کې هېڅ شک نه شته چې زموږ نيکونو له لويې برتانيې په داسې حال کې ازادي اخيستې چې نورو يې په وړاندې غږ نه شو پورته کولای.

دا ثابته خبره ده چې افغانستان هغه هيواد دی چې د برتانيې د فتوحاتو ګاډۍ يې پر سرحدونو ودرېده او مخکې نه شوه تللای، او افغان هغه قوم دی، چې د انګريز د نيواک ټغر يې له همدې پيڅکې ورټول کړ.

نو بايد دغه ورځ ولمانځل شي، ياده شي، او پرې ووياړل شي، هغه سپيڅلې لمن په اوسنيو تورو رنګونو توره او ناولې نه شي، بايد داسې نه وي چې د امان الله خان پر سياستونو او نظرياتو اعتراضات دومره پراخه او وسيع شي، چې د ټول افغان ولس د دريځ، او سرښيندنې توهين وشي.

محمد اسماعيل  عندليب
2015-08-19

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ثناءالله

الله خان خو انګریزان څغلولی وو چی دازادی ورځ یی لمانځله ….
ته چی یرغلګر په اوږه ګرزه وی او ناری دازادی وهی
ته چی دوطن دخرڅولو معاهده ورسره لاسلیکوی او ځان حریت علمبردار
بولی
ته چی دبی دوه پنځوس ډوله تاړاکی الوتکو په وزرونو کی راوارد شوی یی؟
ځان خپلواک؟ ګڼی
شرم درته پکار دی شرم
داګست ۱۹۱۹۱۹ ورزی په مناسبت

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x