دیني، سیرت او تاریخ

دیویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۲)

لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر

د همدې شومو هلو ځلو په ترڅ کي کله چي قرآن کریم نازل شو او الله جل جلاله و دوی ټولو ته اعلان وکړ چي دا قرآن کریم الهي کتاب دی دا د یوه بشر لیکنه او افکار نه دي او که چيري تاسی په دې کي شک او شبهه لري نو تاسی ددې کتاب په مثل یو کتاب، یو سورت او یا لس سورتونه جوړ کړي دقرآن کریم ودې اعلان ته په مختلفو وختونو کي مختلفو مرتدینو، مشرکینو، عیسایي او یهودي علماء کوښښونه کړیدي خو ټول لله الحمد په صفر کي ضرب شویدي ضرب دي او ضرب به شي، ددوی د کلام او د قرآن کریم توپیر او پرتله ناشونې ده، د قرآن کریم بلاغت، صراحت، فصاحت، د الفاظو اعجاز، د ترکیب اعجاز، د اسلوبو اعجاز او د نظم اعجاز او داسی نور علمي ، عقلي او فلسفي او ساینسي اعجازونه، دا خپله کفري نړۍ ته عیانه او ښکاره دي، خو بیا هم دوی په مجموع کي کوښښ کوي چي کله یو کتاب اغیزه ونلري بل ولیکي او بیا وایی چي نعوذبالله دا د قرآن کریم په مقابل کي موږ لیکلی دی د هغه محتوا، عبارات، بطن اومتن چي د نړۍ پوهان ، متخصصین اوغیرې متعصبې څهرې حتی که څه هم په خدای باندی ایمان نلري دا وګوری دوی خپله اعتراف کوي چي دا بشري اوانساني لیکنه دقرآن کریم په مقابل کي صفر دي لله الحمد او تر قیامته پوری به صفر وي، خو بل لور ته دا چي اسلامي اُمت ۹۰ ٪ عجم دی اویواځي ۱۰٪ یې عرب دی نو ځکه ددې امکان هم نشو ردولای چي دوی دي پخپلو دې شومو کړنو سره په اسلامي اُمت کي ځینی کسان مرتد نکړي، او هغه دي په دې باوري نکړي چي دا د خدای کتاب دی دا ځکه چي په اسلامي هیوادونو کي دتعلیم نشتوالی، دسیاسي، اقتصادي اومذهبي اغیزو نشتوالی له عیسایي او یهودي نړۍ لپاره دخړو اوبو په شان دي او دوی تل په داسی اوبو کي ماهیان نیسي.
دقرآن کریم اختار وټولې نړۍ ته:
۱: قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَىٰ أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَٰذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا ﴿٨٨﴾
(سورة الاسراء: ۸۸)
ژباړه: ووایه که انسانان او پیریان (ټول) سره یوځای شي څو ددې قرآن په څیر راوړﺉ نو هیڅکله ددې په څیر نه شي راوړای که څه هم ځیني ددوی دځینو نورو مرستندویان وي.

همدا اختار الله جل جلاله وټوله انسانانو او ټولو پیریانانو ته د۱۴۰۰ کالو راهیسی ورکړیدﺉ، نه به داسی کلام ولیکل شي اونه هم داسی توان لري څوک چي ویې لیکي.
۲: وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿٢٣﴾
فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ۖ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ ﴿٢٤﴾    (سورة القره:۲۳، ۲۴)
ژباړه:  او که تاسی پرهغه کتاب چي موږ پرخپل بنده نازل کړي شکمن یاست نو ددې غوندی یوسورت راوړی که پخپله ویناکي ریښتنې یاست نو بې له الله نه خپل ټول ملاتړي راوغواړي – نوکه تاسی داکار ونه کړ اویقیني ده چي هیڅکله به یې ونه کړي نوله هغه اوره ځانونه وساتی چي خس یې انسانان اوتیږي دي اودکافرانو لپاره چمتو شویدي.

الله پاک بل اختار ورکوي چي داخوپریږده چي ټوله کتاب نشی لیکلای بلکې ددې مبارک کتاب په شان یو سورت ولیکلی—چي داخبره هم د ټولو انسانانو او ټولو پیر یانانو له وس څخه وتلې ده.

هغه خلک چي یوشی لیکي اوبیا یې وخدای ته منسوبوي د هغو لپاره سخت عذاب دي:

فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَٰذَا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۖ فَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا يَكْسِبُونَ ﴿٧٩﴾ (سورة البقره: ۷۹)
ژباړه: نو د هغه لپاره عذاب دی چي پخپلو لاسو نو کتاب لیکي اوبیا وایی چي دادالله له خوا راغلی دی ددې لپاره چي پردغه (خپل کتاب) څه ناڅه ګټه ترلاسه کړي نو دوی ته د هغه څه له امله عذاب دی چي دوی پخپلو لاسونو لیکلی دي او دوی ته دهغه کارله امله عذاب دی چي دوی یې کوي.
داهغه کتابونه دي چي انسانانو خپل په لاسونو لیکلی دي اوبیا یې والله پاک ته منسوب کړیدي لکه بایبل، کتاب اقدس، سیرة المسیح بلسان عربی فصیح، الفرقان الحق  اوداسی نور….

دامرتدین دي انتظاروکړي چي بیا الله پاک ورسره حساب وکړي داځکه دوی لوی عظیم جرم کړیدي هغه داچي په الله پاک پوری یې درواغ تړلی دي، الله پاک وحي ورته نه دي کړی له خپله ځانه یوڅه ولیکی اوبیا وایی چي داد قران ناسخ دی (نعوذ بالله) هر کذاب اومرتد چي راځي داوایي چي زه په روح القدوس( حضرت جبرايیل علیه السلام )سره  معموره یم هغه زما سره دی هغه ماته داویلی دی (العیاذ باالله من ذالک الکفر والجهل والعصیان )

نوربیا…

لومړۍ برخه په لاندي ادرس لوستلای شئ:

http://www.nunn.asia/51121/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x