د ډیورنډ پر کرښه له بلوڅانو ۲۴یرغمل شوي افغانان ازاد کړل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۸مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تافتان سیمه کې له تښتوونکو ۲۴ یرغمل شوي افغانان ازاد کړل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ ډان نیوز په خپل راپور کې د تافتان له مرستیال کمشنر مرادخان کاسي له قوله لیکلي چې تښتوونکو هغه افغانان چې د بلوچستان له لارې ایران ته تلل، د پیسو لپاره تښتولي وو.

هغه زیاته کړې چې د تښتوونکو دغه ډله له ډيرې اوږدې مودې راهیسې د پیسو لپاره تښتونې کولې.

د سرچېنې له قوله دوی ته خبر ورکړل شو چې په سیمه کې تښتوونکي او یرغمل شوي افغانان موجود دي، نو دوی يې پر ضد عملیات وکړل.

د راپورونو له مخې تښتوونکو د پاکستاني نیمه پوځيانو سره تر دوو ساعتونو پورې جګړه وکړه او تر دوو ساعتونو وروسته وسله وال تسلیم شول.

ددغو عملیاتو په ترڅ کې د تښتوونکو له منګولو ۲۴ افغانان ژغورل شوي دي او تښوونکي کسان تافتان ته لېږدول شوي دي.

ویل کیږي چې دغه سیمه کې بلوڅ زیاتره هغه کسان چې د مزدورۍ لپاره دغې سیمې ته ځي تښتوي، له کورنۍ يې پیسې غواړي او د پیسو په بدل کې يې خوشې کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د