د حلالي روزي ګټلو اهمیت او فضیلت – ۳

حامد افغان

رسول الله صلی الله علیه وسمهال فرمایي: هر هغه کس چې له یوه ښاره بل ته خوراکي شیان راوړي او هلته یې د ورځي په نرخ خرڅ کړي د اخرت په ورځ به خامخا د الله په نزد ده ته د شهیدانو مقام ورکول کیږي. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ایت تلاوت کړ: وَءَاخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِى الْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ اللَّهِ ۙ وَءَاخَرُونَ يُقٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ ۖ . [سُوۡرَةُ المُزمّل : 20]. یغني او ځيني نور خلك د الله د فضل په لټه کښي سفر كوي او ځني نور خلك د الله په لاره کښي جنګيږي. عن علقمة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ما من جالب يجلب طعاما من بلد إلى بلد فيبيعه بسعر يومه إلا كانت منزلته عند الله منزلة الشهداء. ثم قرأ رسول الله صلى الله عليه وسلم: «وآخرون يضربون في الأرض يبتغون من فضل الله وآخرون يقاتلون في سبيل الله ».

عبد الله بن عمر رضي الله عنه وایي: د الله په لاره کې له مرګ وروسته تر ټولو راته محبوب مرګ د خپلو دوو نډيو په منځ کې مړه کیدل دي، داسي حال کې چې د الله فضل (حلاله روزي) غواړم او په ځمکه کې سفر کوم. قال ابن عمر: ما خلق الله موتة أموتها بعد الموت في سبيل الله أحب إلي من الموت بين شعبتي رحلي، ابتغى من فضل الله ضاربا في الأرض.

د سلفو یوه کس په اړه راغلي چې دی په واسط ښار کې و له غنمو ډکه کیشتۍ یې بصري ته ولیږله، او خپل وکیل ته یې په لیک کې ولیکل: کله چې بصري ته کشتۍ درورسيږي په هغه سات غم خرڅ کړه او تر سبا پوري یې هم مه ماتله کوه، کله چې کشتۍ بصري ته ورسيدله هغه وخت نرخ ارزانه و نو تجارانو یې وکیل ته وویل: که یوه اونۍ یې وځنډوې څو چنده ګټه به وکړي، اونۍ یې وځنډوله زیاته ګټه یې په کې وکړه، د مال خاوند ته یې دا حال وروليږه هغه بیرته ورته ولیکل: زه په لیږ ګټه خوشاله یم خو چې دین مي سالم وي، او تا موږ په ګناه ککړ کړو، کله چې زما لیک درورسيږي د هغې کشتۍ ګټه او راس المال ټول د بصري په مسکینانو خیرات کړه، او کاش په دې سره د احتکار له ګناه وژغورل شم.

زموږ زمانه کې ځیني سخت زړي علماء هم خلکو ته د احتکار د جواز فتوا ورکوي او په دې اړه ځیني له ځانه جوړ شرایط ورته ږدي او په حقیقت کې په عامه توګه د احتکار د جواز فتوا ورکوي، او نه مړیدونکي بې رحمه تجاران د غریبانو د خولې روزي قیمته کوي او د ناروغانو دوا په احتکار سره کموي په دې نیت چې د دوی بانکي حسابونه او ملیوونه دنیا زیاته شي، د اخرت په ورځ به دوی د دې حدیث په اړه څه استدلال کوي؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د هر کلي خلکو کې چې کوم سړی په وږې ګیډه سهار کړي دوی د الله له ذمې نه خلاص دی. عن ابْنِ عُمَرَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : « أَيُّمَا أَهْلِ عِرْصَةٍ بَاتَ فِيهُمُ امْرُؤٌ جَائِعٌ ، فَقَدْ بَرِئَتْ مِنْهُمْ ذِمَّةُ اللَّهِ ». رواه أحمد والحاكم بسند صحیح

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د