fbpx

شهید او شهادت (نهه ویشتمه برخه)

ليکوال: م. محمد نعيم

په ځینو روایاتو کې راځي چې کله شهیدان د الله جل جلاله له خوا لوی عزت او کرامت وویني، وايي چې ای کاش زمونږ وروڼه زمونږ په حال خبر شوي وی، تر څو که کله کومه جګړه مخې ته ورته راځي، چې مونږ ته په راتګ کې بېړه وکړي[1]

له دې نه د شهادت غوښتنې غوره والی ښه په ډاګه کېږي، هغه کسان چې شهیدان شوي، د هغوی آرمان وي چې پاتې وروڼه یې هم د الله جل جلاله په لاره کې جهاد وکړي تر څو په دوی پسې ور شي یعني د الله په لاره کې ووژل شي، او له هغو الهي پېرزوینو څخه برخمن شي له کومو چې دوی برخمن شوي.

د همدې خبرې په تایید ابن اسحاق رحمه الله د آیت کریمه ددې برخې: (وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُوا بِهِمْ مِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ) تفسیر داسې کوي: ( أي: ويسرون بلحوق من لحق بهم من إخوانهم على ما مضوا عليه من جهادهم، ليشركوهم فيما هم فيه من ثواب الله الذي أعطاهم، وأذهب الله عنهم الخوف والحزن. ) [2]

ژباړه: یعني دوی ځکه په دې خوښېږي چې مسلمان وروڼه یې په دوی پسې د جهاد په هغه لاره ورپسې ورشي چې دوی پرې راغلي، تر څو د الله جل جلاله په هغه ثواب کې ګډون ور سره وکړي چې الله جل جلاله دوی ته ور کړی، او له دوی نه یې ډار او غم لېرې کړي.

ګڼ مفسرین کرام فرمايي چې په نوموړي آیت کې د ( یرزقون ) ټکی د شهیدانو د ژوند د ثبوت لپاره راوړل شوی، یعني د انسان د ژوند نښه دا ده چې خوراک او څښاک کوي، خو کله چې مړ شي بیا څښاک او خوراک نشي کولی، او الله جل جلاله د (یرزقون ) ټکی ( د شهیدانو د ژوند د ثبوت ) لپاره راوړی؛ او دا هغه څه دي چې له شهیدانو پرته بل چا ته نه ور کول کېږي.

په قرآن کریم کې له دې پرته نور ګڼ داسې آیتونه راغلي چې مسلمانان د الله جل جلاله په لاره کې وژل کېدو ته هڅوي.
الله جل جلاله په یوولسمه پاره، سورت التوبه کې فرمايي: ( إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآَنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُمْ بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (111)

ژباړه: بیشکه الله جل جلاله له مومنانو څخه د هغوی ځانونه او مالونه په دې پیرېدلي چې د دوی لپاره جنت دی، د الله په لاره کې به جنګېږي، دښمن به وژني او دوی به هم وژل کېږي، دا ژمنه الله جل جلاله په تورات، انجیل او قرآن کریم کې په ځان حق ګرځولې ده، او له الله جل جلاله پرته به بل څوک د خپلې ژمنې ښه پوره کوونکی وی؟ نو یو اوبل ته ددې تړون په عملي کولو چې کړی مو دی زیري سره ور کړئ، خوشحالۍ وکړئ، او یوازې همدا لویه بریا ده.

ددې آیت کریمه د شان نزول په اړه مفسرینو کرامو دا روایت راوړی: (قال محمد بن كعب القرظي: لما بايعتِ الأنصار رسول الله صلى الله عليه وسلم ليلة العقبة, بمكة وهم سبعون نفسا، قال عبد الله بن رواحة: يا رسول الله اشترط لربك ولنفسك ما شئت. فقال: أشترط لربي عز وجل: أن تعبدوه ولا تشركوا به شيئا، وأشترط لنفسي، أن تمنعوني مما تمنعون منه أنفسكم وأموالكم. قالوا: فإذا فعلنا ذلك فما لنا؟

قال: الجنة، قالوا: رَبِحَ البيع لا نقيل ولا نستقيل, فنزلت: { إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ } ) [3] ژباړه: محمد بن کعب القرظي ویلي: کله چې اویا تنه انصارو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په مکه مکرمه کې د عقبې په شپه بیعت وکړ، عبد الله بن رواحه رضی الله عنه وویل: اې د الله رسوله! صلی الله علیه وسلم. د خپل رب او خپل ځان لپاره هغه شرطونه کېږده چې خوښه دې وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د خپل رب عز وجل لپاره دا شرط ږدم چې عبادت به یې کوئ، او هېڅ شی به شریک نه ور سره نیسئ. او د ځان لپاره مې دا شرط ږدم چې: له هغه څه به مې ساتئ چې خپل ځانونه او مالونه ترې ساتئ. ویل که مو دا کار وکړ نو بیا زمونږ لپاره څه دي؟ ویل: جنت. دوی ویل: ګټوره بیعه ده، له دې بیعې څخه نه تېرېدل منو او نه خپله ترې تېرېږو. نو بیا دا آیت کریمه را نازل شو. چې الله جل جلاله له مومنانو څخه د جنت په بدل کې ددوی ځانونه او مالونه اخیستي دي.

په حقیقت کې دا آیت کریمه د الله جل جلاله په لاره کې جهاد ته تر ټولو زیات او غوره هڅوونکی آیت دی، امام الوسي رحمه الله په دې اړه وايي: جهاد ته تر ټولو ښکلې او بلیغترینه هڅونه پرته له دې آیت کریمه بله نشته، نوموړې هڅونه داسې تړون په بڼه کې را برسېره شوې چې تړونکوونکی یې الله جل جلاله دی، بدله او پیسې یې داسې څه دي چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د انسان په زړه کې را ګرځېدلي دي ( جنت ). او تړون یوازې په وژل شویو ( شهیدانو او شهادت ) هم نه دی، بلکې د الله جل جلاله د کلیمې د لوړووالي او دین د مرستې لپاره ووژونکي ( غازیان او مجاهدین ) هم پکې دي، او دا تړون یې بیا په آسماني کتابونو کې لیکلی! څومره ځواکمن سند! او دا ژمنه یې ټینګ حق ګرځولی، آیا په خپله ژمنه له الله جل جلاله پرته بل ښه وفاکوونکی څوک شته؟! پام! چې د الله جل جلاله مامله د نورو له نغدو ډېره ځواکمنه ده. [4]

امام بن کثیر رحمه الله وايي: (وقوله: { يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ } أي: سواء قتلوا أو قُتلوا، أو اجتمع لهم هذا وهذا، فقد وجبت لهم الجنة؛ ولهذا جاء في الصحيحين: “وتكفل الله لمن خرج في سبيله، لا يخرجه إلا جهاد في سبيلي، وتصديق برسلي، بأن توفاه أن يدخله الجنة، أو يرجعه إلى مسكنه الذي خرج منه، نائلا ما نال من أجر أو غنيمة”. [5]

ژباړه: د الله جل جلاله دا قول چې { يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ } یعني برابره خبره ده که کفار ووژني یعني غازیان شي او که دوی ووژل شي یعني شهیدان شي، یا دواړه وشي هم کفار ووژني او بیا دوی هم ووژل شي، ددوی لپاره جنت واجب دی، له همدې کبله په صحیحینو کې راغلي: الله جل جلاله د هغه چا لپاره چې دده په لاره کې ووزي، او وتل یې یوازې زما په لار کې د جهاد، او زما د رسولانو د تصدیق له امله وي، ددې تضمین کړی چې که مړ شي جنت ته به یې بیايي، او یا که ژوندی پاتې شي بېرته به یې خپل هغه هستوګنځي ته را رسوي، چې ترې وتلی وي، هم به یې اجر په برخه شوی وي او هم به یې غنیمت تر لاسه کړی وي.

له پورتني آیت کریمه، له دې مبارک حدیث او د امام ابن کثیر رحمه الله له خبرې جوتېږي چې د مجاهد لپاره جنت یوازې د شهادت له امله نه، بلکې د غزا له امله هم لازمېږي، لکه پاس چې امام الوسي رحمه هم یاده کړې وه، کوم مجاهد چې د الله جل جلاله په لاره کې په اخلاص او صداقت سره جهاد وکړي، که غازي شي که شهید په دواړو حالتونو کې الله جل جلاله جنت ورته واجب ګرځولی.

همدا مفهوم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې حدیث شریف کې چې ( لا يجتمع كافر وقاتله في النار أبدا ).[6] ژباړه: کافر او د کافر قاتل هېڅکله په دوزخ کې نه سره یو ځای کېږي. البته چې نوموړي مجاهد بیا وروسته داسې کارونه و نه کړي چې د عذاب د مستحق کېدو لامل یې وګرځي، لکه الله مه کړه، مرتد شي، یا د کوم چا حق تر پښو لاندې کړي. ځکه دا هغه څه دي چې له توبې پرته یې هېڅ عبادت نشي لیرې کوی.
_____________________________
[1] – تفسیر الطبري. سورت آل عمران، آیت ۱۷۰.
[2] – سیرة ابن هشام، ج ۲ ص: ۱۱۸، باب الترغیب في الجهاد.
[3] – تفسیر الطبري، تفسیر ابن کثیر. تفسیر السعدي، تفسیر البغوي. سورت التوبة. آیت: ۱۱۲
[4] – تفسیر روح المعاني. سورت التوبة. آیت: ۱۱۲.
[5] – صحيح البخاري برقم (3123) وصحيح مسلم برقم (1876)
[6] – صحیح مسلم. رواه ابو هریره رضی الله عنه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د