fbpx

د سرپل د استیناف محکمې رییس طالبانو نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۸مه ۱۳۹۴ل): د سرپل ولایت د استیناف محکمې رییس طالبانو نیولی دی.

د سرپل والي عبدالجبار حقبین ویلي چې د سرپل ولایت د استیناف محکمې رییس قاضي میرویس، قاضي کمال الدین او دوه محرر تېره ورځ د شبرغان ښار امنیتي کمربند ته څېرمه د افغان تپه په سیمه کې طالبانو «تښتولي» چې تر دې دمه یې درک نه دی معلوم شوی.

حقبین له قوله احتمال لري چې طالبانو تښتول شوي قاضیان د جوزجان ولایت په چشمه شیرین سیمه کې پټ کړي وي.

هغه دا رد کړې چې تښتول شوي کسان دې وژل شوي وي او په وینا یې د هغوی د پیدا کولو لپاره د دوی هڅې روانې دي.

د جوزجان او سرپل تر منځ لویه لاره تقریبا ۵۵ کیلومتره ده او په دغه لاره نېږدې ۲۰ امنیتي پوستې پرتې دي. خو ددغو پوستو سربېره طالبان هره ورځ په دغه لارو پر امنیتي ځواکونو عملیات کوي.

سرپل یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو کې يې طالبانو ډيری سیمې نیولي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ف-ا
میلمه
ف-ا

مخترمه : سرپل کی طالب نشته. هلته د جنبش او حمیعت جنګسالاران دی چه انسان تښتوونه او نور وحشتونه کوی.
همدارنګه د ظالب تر عنوان لاندی د مواد مخدر قاچاقبران دی چه تریاک قاچاق او نور مخدره توکی قاچاق کوی. اوس نو که ته د مواد مخدر قاچاق ته جهاد وایی نو دوا دی شه