نظــر

دلته مه راځه اختره !

afghan former prisonerدلته مه راځه اختره دلته ویردی ،دلته غم دی !

دلته له مونږڅخه خوښیو کډه کړې!

اختره ! ته خو دخوښیو قاصد یې ،خو مونږ اوس خو ښۍ نه پیژنو .

زمونږ په هرکلي اوکور کې ویردی .

دلته ډیرمعصوم انسانان  دسخت زړه یرغلګرو له لوري  په مظلومیت  سره دژوند اودهغه له ټولوخوښیو محروم شوي.

ډیرشمیر کورنۍ همدا اوس دهغو بندیانو په ویرکې دغم شپې سباکوي چې دازادۍ دمدعیانو لخوا په بګرام اوګونتامو کې له کلونو راهسي دازادۍ له ژونده بي برخې دي.

زمونږپه ټول هیواد کې دویر او ماتم  ټغر غوړیدلی ،نه مو ځمکه خوندي ده نه اسمان ، له اسمانه راباندې سوځوونکي بمونه اوري اوله ځمکې راباندې ړانده ماینونه خولې لګوي .

زمونږ په ویرځپلي هیواد کې هیڅ نه دي خوندي ، نه غرونه ، نه رودونه ، نه مسجدونه ، نه ښونځي اونه هم دخوښۍ محفلونه .

دسمسور هیود اشنه ځنګلونه مو دتور مخو یرغلګرو د توپونو په لمبو سوځيږي ، دهیواد خوږې اوبه مو دجاهلو ظالمانو په وژونکو ګازونو مسمومې کیږي اودمسجدونو ممبرونه مو په بمونو الوزول کیږي ….

اختره ته بختور میلمه یې! ته  داحترام اودرناوي وړیي ، خو مونږستا درناوی نشو کولای ؛ځکه مونږ دځان په ویر لګیایو، زمونږ په هر کور او کلی کې  خلګ په جنازو بوخت دي ؛ځکه نو ستا درناوي او لمانځلو ته څوک وخت نه لري .

 دځوانیمرګ شهید دځوانې ناوې  لاسونه دنکریزو په ځاي دخپل خاوند په وینوسره دی .

دشهید بي سرپرسته یتیمان داختر کالي نه لري ، ویرجنه مور یې په ویر لړلیو اوښکو هغه کالې ورته سکڼي کوم چې دشهید پلاردوینو څاڅکي یې اوس هم په لمن تک سره ښکاري .

خوښۍ اوخوشالۍ له ټولوهیره ده ،تربل هرځای مو په هدیروکې ګڼه ګونه زیاته اودخندا په ځای موله ژړاسره عادت  اخیستی

نیکمرغه اختره ! زمونږ وطن ته مه راځه ؛ له دې خاطره نه چې مونږ  لتاسره مینه نه لرو،بلکې له دې چې ستاپالنه دلته نه کیږي، کنه  مونږ تربل هرچامینه ناک  یو ،له خوښۍ او سوکالۍ سره مینه لرو په  خټه کې مو مینه اخږلې ، اوله پیړیوراهیسې موپه خپلو منځونو کې  د مینې ، عاطفې  او سولې  ګډ ژوند کړی .

مونږ عاطفې اوسولې ته تربل هرچا ډیر هوسیږواوزمونږټاتوبی تربل هرځای دمینې ټاټوبی دی خودمینې اوسولې دښمنانوهرڅه راباندې اورکړي .

نو بختوره اختره !  ته دلته مه راځه هسي نه ستابیقدري وشي په مونږکې خو هرڅه بیقدره شوی .

شاهد (غزنیوال)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x