قاهره کې چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د مصر پلازمېنه قاهرې شمال شبرالخيمه سيمه کې څو چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د مصر کورنيو چارو وزارت وايي، چې شبر الخيمه سيمه کې د استخباراتو پر يو مرکز د موټر بم بريد شوی، چې له امله يې لسګونو کسان مړه او ژوبل شول.

امنيتي مسؤولين وايي، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د استخباراتو ودانۍ ته څېرمه ودرول شو او چلوونکی يې په هغه موټر سايکل سپور شو، چې ده پسې وروسته را روان و.

الاناضول خبري اژانس د طبي چاراواکو له قوله وايي، چې د چاودنې له امله درويشت تنه روغتون ته لېږدول شوي، شپږ په کې وژل شوي او د پاتې ټپيانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ دی.

عربي رسنۍ د مصر د امنيتي چارواکو له قوله وايي، چې چاودنه دومره قوي وه، چې له امله يې د استخباراتو ودانۍ نړېدلې او د شاوخوا ودانيو شيشې يې هم ورماتې کړي دي.

رويټرز خبري اژانس د خپل خبريال له قوله ليکلي، چې چاودنې ټوله قاهره ولړزوله او کېدای شي د پېښې د قربانيانو شمېر له دې هم زيات وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د