
بغلان: طالبان د برکې ولسوالۍ په پنځه سوه ميترۍ کې دي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د بغلان ولايتي شورا غړي او اوسيدونکي وايي، چې طالبان د برکې ولسوالۍ په پنځه سوه ميترۍ کې فعاليت لري، له خلکو عشر و زکات ټولوي او خلک هم خپلې دعوې او حقوقي مسايل د طالبانو محکمو ته وروړي.
برکه ولسوالۍ د بغلان ستراتيژيکه سيمه ده، چې د پلخمري په ۱۵۰ کيلوميتري کې پرته ده، د تحار ولايت اشمکش او د کندز خان اباد ولسوالۍ سره سرحد لري.
د بغلان ولايتي شورا غړي وايي، چې د برکې ولسوالۍ ګڼې سيمې د طالبانو لاس کې دي او که حکومت د دغې ولسوالۍ امنيت ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو دغه ولسوالي به ډېر ژر د طالبانو لاسته ولويږي.
د بغلان ولايتي شورا غړی محمد حنيف کهګدای وايي، چې طالبان نه يوازې دا، چې د ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې فعاليتونه کوي، بلکې د ولسوالۍ شاوخوا سيمې هم له طالبانو سره دي او د سيمې خلک هم خپلې دعوې او حقوقي مسايل په طالبانو حل کوي.
محمد حنيف زياتوي، چې طالبانو پخوا د ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو کې فعاليتونه کول، مګر اوس يې د ويناوو غږ د ولسوالۍ تر مرکزه رسيږي او هېڅوک دا جرئت نه شي کولای، چې مخه يې ونيسي.
د برکې ولسوالۍ ځايي خلک هم وايي، چې طالبان په جوماتونو کې د ويناوو او اعلاميو له لارې خلک خپل لوري او د حکومت پر ضد وسله وال پاڅون ته بولي او له خلکو غوښتنه کوي، چې خپل عشر او زکات هم طالبانو ته ورکړي.
بل پلو د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالجبار پردلي وايي، چې برکه ولسوالۍ کې د طالبانو فعاليتونه د دوی لپاره د اندېښنې وړ دي او دوی په دې اړه خپلو عسکرو ته امر کړی، چې دغې ولسوالۍ کې د طالبانو د فعاليتونو مخه ونيسي.
د بغلان ولايتي شورا رييس محمد صفدر رحيمي وايي، چې د بغلان ولايت امنيت د پخوا په پرتله ډېر خراب شوی، طالبانو د دنډ غوري ولسوالۍ ګڼې سيمې نيولي او د پلخمري بازار تر پنځمې ساحې رارسېدلي دي.
د ښاغلي محسني په وينا د بغلان ولايت مرکز پلخمري د طالبانو له لوري له سختو ګواښونو سره مخ دی.
د دنډ غوري، برکې او نورو ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې امنيتي ځواکونه د خلکو د ژوند په خوندي کولو کې پاتې راغلي او ورځ تر بلې د طالبانو فعاليتونه زياتيږي.