نړۍ

افغان ډیپلومات کوسوو ته د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ويلي، چې افغان ډيپلومات او د بي بي سي خبري سرويس پخوانی مشر ظاهر طنين يې کوسوو ته د ملګرو ملتونو د لنډمهالي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

له دې وروسته به ظاهر طنين کوسوو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د ماموريت مشر وي.

له ظاهر طنين وړاندې بل افغان ډيپلومات فريد ظريف کوسوو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و او ښاغلی فريد به له دې وروسته لايبيريا کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال له ۲۰۰۶ز کال راهيسې ښاغلی طنين ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازی و او ۲۰۰۸- ۲۰۰۱۴ز کاله د نړيوالو کشالو د حل د کمېټې مشر و.

ښاغلي طنين له ۱۹۹۵ تر ۲۰۰۶ پورې د بي بي سي ځانګړی تحليل ګر، ژورناليست او بي بي سي خبري سرويس مشر په توګه کار کړی دی.

د کوسوو ټول اوسېدونکي دوه ميليونه دي او نوي سلنه يې مسلمانان دي.

کوسوو ۲۰۰۸ ز کال کې له سربيا خپلواکي تر لاسه کړه، مګر سربيا تر اوسه هم کوسوو د يو خپلواک هېواد په توګه نه پيژني، مګر د نړۍ ۱۸۰ هېوادونه تر اوسه کوسوو د رسمي دولت په توګه پيژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x