نظــر

دغلامۍ په غیږ کي د خپلواکۍ جشن

لیکوال: سید شریف /

ټیک شپږ نوي کاله وړاندي غازي امان الله خان دانګریزي استعمار څخه دافغانستان خپلواکي ترلاسه کړه،پس له اتیا کالو څخه افغانستان دنړۍ په سیاست کي دیوخودمختاره او ازاد هیواد په توګه وپیژندل شو، نړیوالو له افغانستان سره د یو مستقیل مملکت په حیث راکړه ورکړه پیل کړه او همدا رنګه افغانستان له نړیوالو سره دباالمثل تعامل په دریځ کي قرار ونیو .

د افغان ولس د خپلواکۍ هیلي غوټۍ شوې، د یو ازاد او مستقیل هیواد درلودلوهیلي یې پوره شوې، خو په ډیر تاسف سره چي ځوان پاچاه امان الله خان د اروپا څخه داصلاحاتو په غوټه کي داسي کیمیاوي مواد راوړل چي په انفجار سره یې هم ځان او هم ولس تبا ه کړ،په هر صورت امان الله خان زړور پاچاه ؤ، د یرغلګرو پر ضد یې زړور اقدام وکړ، الله تعالی دي ددې زړورتیا اوغیرت اجرونه او مغفرت ور په برخه کړي .

افغان پر خپلواکۍ مین ولس هماغه (داسد ۲۸مه) ورځ هر کال د خپلواکۍ ګټلو دورځي په توګه لمانځي، یو بل ته د همدې ورځي په مناسبت مبارکۍ ورکوي ، د خپلو غازیانو حماسې تکراروي،لته بند کي داووه لس زره کسیز انګریزي لښکر د پوپناه کیدو داستان بیانوي،میوند کي د زرهاوو انګریزي پوځیانو د مرګ ژوبلي،چیغو او منډو کیسې کوي او دملالۍ دا حماسیې ټپه زمزمه کوي چي :

که په میوند کي شهید نه شوې = خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دي ساتینه

عجیب تصادف دی چي د تایخ د تکرار یو هېښونکی منظر مو تر سترګو لاندي تېریږي هغه داچي نن دافغان پر پاکه خاوره د مکناټن، کیوناري ا وبرایډن لمسیانو د شاه شجاع، یعقوب خان او عبدالرحمن خان ځیناستو ته کېزې وراچولي د اکبرخان ، ایوب خان ،محمد جان خان، میر مسجدي، غازي ادې، ملالي او ملا مشک عالم د سپیني لاري د لارویانو له ککرو منارونه جوړوي،دیرغلګرو څخه د خپل هیواد،ناموس او ارزښتونو د دفاع په جرم زولنې ور اچوي او دوخت مالټا (ګوانټانامو) قفسونو کي یې بندیانوي.

هو! هماغه انګریزان اونړیوال متحدین یې یو ځل بیاد افغانستان پر مځکه او هوا مسلط شوي دي،دشپې او ورځي د افغانانو پرجونګړوچاپې وهي،بمونه او راکټونه پر ې اوروي،فاسپورس پرې استعمالوي افغانان شهیدانوي ، بندیانو ي او ژوبلوي .

خو دافغان ولس له اړخه بیاد وخت وزیر اکبر خان توپنګچه په لاس مکناټن راڅملولی دی،دمیر مسجدي خان ،محمدجان خان، مشک عالم او….. په رهبري کي افغان غازیانو دکیوناري کورګی سوځولی، امریکایې ،فرانسوي او…..اشغالګري لښکري یې تارو مار کړي ،او ایوب خان توره ایستلې د میوند،بست کلا او ښوراب په پراخو دښتو کي یې پر انګریزي سرتیرو میندي بوري کړي او دملکې الیزابت دسترګو تور شهزاده ګی یې خړي سترګي تیښتي ته اړایستلی دی .

افغان ولس خپلواکي وګټله خو په ساتلو یې ونه توانیده، شلمه پیړۍ کي شوروي اتحاد او داخلي مزدورانو یې څوارلس کاله ازادي ورڅخه وتروړله او د یویشتمي پیړۍ پیل کي امریکا او ګوډاګیانو دادی څوارلس کاله پوره شول چي خپلواکي ور څخه یرغمل کړې ده، خو یوه خبره چي نړیوال یې شاهدان دي داده چي افغان ولس په انتهایې مظلومیت او ناوسۍ کي هم دختیځ او لویدیځ ښکېلاکګرو ته سر نه دی ټیټ کړی لکه څنګه چي یې دانګریز ښامار غاښونه ور مات کړل همدا شان یې د شوروي اتحاد اوږده امپراتوري تر اوسنۍ روسیې پوري ور ټوله کړه او دمتحده ایالاتو مغروره ککره یې په خاورو ور سپېره کړه، ان اشاء الله هغه ورځ ژر راتلونکې ده چي اوسني یرغلګر مات سر او کاږه اومیږونه په بشپړه توګه دافغان له پاکي خاوري پښې سپکې کړي .

د کابل د تخت وتاج برحاله دعوه داران چي د ګندمک او ډیورن لاین په څېر یې دستراتېژیک او امنیتي تړون په نوم د غلامۍ سندونه لاسلیک کړل، اوس دادي د غلامۍ په غیږ کي د خپلواکۍ جشن جوړوي،دوی د خپلي غلامۍ د پټولو او دګران هیواد دروان اشغال څخه دخلګو د ذهن اړولو او تېر ایستلو په موخه داسد ۲۸مه دخپلواکۍ ورځ لمانځي، کنه دوی په عمل کي ثابته کړې ده چي ازادي ،ارضي تمامیت، ملي حاکمیت ،استقلال او خپلواکي کوم ارزښت ورته نه لري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x