fbpx

فکري سنګر بې سپاهي دی!!

لیکوال: احمد ارشاد ‘سعید’

کمونیستي او صلیبي جګړو د زیات وخت په بر کې نیولو سره سره که څه هم د زیاتو مسلمانانو د بدنونو ویني پر ځمکه توئ کړې او په زرهاوو د وحشت او بربریت رکارډونه یې ډک کړل، خو په استثنا د ځینو بې ایمانه او بې وجدانه خلکو بیا یې هم و نه شول کړای د مسلمان ملت غاړي ته د غلامۍ پړی ورواچوي.

هغه ډالرو، انجینوګانو، مؤسسو، راډیوګانو، ټلویزیونونو، مجلو، اجنټانو، د بشري حقوقو او عدم تجاوز په نامه پوچو تبلیغانو او موجوده ټکنالوژۍ چې د ډانس کلب نه راوتلو په شرابو نشه صلیبیانو ته یې پر عالم اسلام د پوره تسلط امیدونه ورکړي وه، که څه هم تر یوه وخته یې د خپلو روزل شویو غلامانو په وسیله خپلي یوه اندازه ګټي وساتلې، خو تر اخره پوري د دې وسایلو په شتون سربیره ونه توانیدل چې اسلامي امت په پورته توګه تسخیر کړي.

د حقیقي اسلام، با احساسه علماوو، د ایمان په نور منور شویو مسلمانانو، د غیرت د میدان د اتلو مجاهدینو د له منځه وړلو کوم خوبونه چې دوئ لیدلي وه د الله عزوجل په پوره امداد سره ټولو یو خیالي شکل غوره کړی. و یې نه شوای کړی د مسلمانانو له دماغونو څخه د اسلام ساتني د مفکرې او له زړونو څخه یې د دین پالني د جذبې ونه شنډه کړي. د اقتصادي زیانونو، زخمیانو، مړو، شلیانو، ګوډیانو او لیوانیانو د زیاتیدو له امله یې په عسکري میدان کښې ماته وخوړل او د هیواد نه یې پښې سپکي کړې. خو په مقابل کښې یې د عسکري میدان ټول مصارف یو ځل بیا د فکري جګړې میدان ته وقف کړل. ډیر هغه انسانان چې د مسلماني مور شیدې څیښلي وي، امام یې لومړۍ په غوږ کې د الله اکبر اواز کړی وو، کافرانو د فکري جګړې په وسیله یهودیت او نصرانیت ته ور واړل او په خپل صف کې یې ودرول. دا په دې خاطر چې د عسکري جګړې په خلاف د فکري جګړې دامونه ډیر نرم، ورېښمین او میلان لرونکي دي. هغه ځوانان چې په اسلامي ټولنه کې د تېرو تورو مثال لري، ددې پر ځای چې د باطل سرونه په پرې شوي وای، د حق څټونه په وهل کیږي.

مسلمانان ورو ورو د په کلنو کلنو د ساتل شوي اسلامي ذهنیت پر ځای د کفري نظریې خاوندان کیږي او هغه نفرت چې موجودیت یې د کافر په حق کې د مسلمان په زړه کښې لازمي او فرض دی نن په محبت بدلیږي. له زرهاوو کیلو متره لري پردي سور سري او تور مخي چې نه ورسره په دین او عقیده یو دي،  نه ورسره په خاوره او ملت یو دي او نه ورسره په قوم او ټبر یو دي، هغه ورته خپل دوست ښکاري. خو هغه څوک چي ورسره په پیغمبر یو دي، په دین یو دي، کلمه او قیبله یې یوه ده، خاوره یې یوه ده، کلی کور یې یو دی، د خپل کلي اوسیدونکی، پلار او ورور ورته پردي شول او د حقیقي دښمن پر ځای یې د ټوپک سوړه په خپل حقیقي دوست راسیده کړې. دا ټول ځکه چې موږ د عسکري میدان لپاره دعوت کړی خو فکري ډکر همداسي رانه خالي پاته دی. ډیر کسان داسي وه چې د اسلام څخه د دفاع لپاره یې په پوځي سنګر کې په لسهاوو حیرانونکي او د اتلولۍ نه ډکي کارنامې کړي، خو د فکري روزني د نه شتون له امله یې د ارتداد لمن ټینګه کړه او د اسلام په خلاف و دریدل. ځکه د فکري جګړې ټپونه د پوځي او عسکري جګړې له زخمونو نه په څو څو واري سخت او نه جبرانونکي دي.

که څه هم مسلمانانو په عسکري میدان کې ډیر ټپونه ولیدل خو د هغه سربیره یې بیا هم ماتي و نه منل، که د فکري جګړې دا میدان همداسي بې سپاهي پاتي شي، ژر ده چې الله مکړه دوئ به بیا د تیر په شان د عسکري جګړې غچ له اسلامي امت نه په فکري جګړې کې جبیره کړي. اسلامي امت خصوصاً افغانستان هغه هیواد دی چې هیواد والو یې په پوځي او عسکري ډګر کې د با احساسه او ویښ ضمیره علماوو او  د سپېرو او چاودلو پښو، اوږده کالو او ګډي وډي پګړۍ لرونکو مجاهدینو له برکته سر  مات کړی خو هیڅکله یې غلیم ته ټیټ کړی نه دی. د خپلو وینو په قربانۍ یې خپل اسلام او خپله له خټو جوړه کوټۍ د کافرانو له منګولو ساتلې ده. خپل مال، دولت، کورنۍ او عیال،  پاچاهي، تخت او تاج یې ټول ددې لپاره قرباني کړ ي چې اسلام او اسلامي خاوره له دې شریرانو نه و ژغوري.

خو دا قرباني له دې امله ورکول شوې ده چې دا جګړه ښکاره او هر څوک ترې خبر دی. خو فکري مبارزه له دې امله مسلمانانو ته ډیره زیانمنه تمامه شوې ده، چې په اړه یې کیدای شي په هرو لسو، سلو او زرو کې دوه یا درې کسه معلومات ولري. دا جګړه د راډیو ګانو، ټلویزیونونو، مجلو، انټرنیت مکاتبو، مدرسو، پوهنتونونو او نورو عصري سامان آلاتو په وسیله پر مخ بیول کیږي.

دین او سیاست جلا کول، د اسلامي نظام پر ځای د جمهوري او ډیموکراټیک نظام نافذول، ښځي د غیر محرمو اشخاصو سره په یوه میز کښینول، په هر کار کې ښځې او نارینه برابرول، حقیقي اسلام په تروریزم، تنګ نظرۍ او ارتجاعت معرفي کول، د حقیقي اسلام پر ځای مسلمانان معتدل یا د ټولو ادیانو له مخلوط چې پکښې عسویت، یهودیت او بودایزم هم شامل دي، له دې ټولو نه یو نوي جوړ شوي  دین ته رابلل ټول هغه څه دي چې د فکري جګرې له لاري د خلکو تصورات جوړوي. که ددې سرطاني ناروغۍ مخه ونه ونیول شوي، نو لیري نه ده چې دا تصور به د کمونیزم په څېر تر غرونو ورسيږي او د ارتداد کومه احصائیه چې مجاهد اولس په خپلو وینو را ټیټه کړې ده الله مکړه یوځل بیا لوړي نقطې ته ورسیږي. اوس چې د الله جل جلا له په مرسته یو ځل بیا په عسکري میدان کې د فتحې اوازونه زموږ تر غوږو په رارسېدو دي، که څه هم وخت به مو ډير زیات له لاسه ورکړی وي، خو که له اوس نه هر مسلمان  د عسکري جکړې په شان د فکري جکړې د دفع کولو لپاره ملاوي وتړي، ژر ده چې الله عزوجل به دوئ د پوځي جکړې په شان له سختي ماتي سره مخامخ کړي.  و من الله توفیق

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د