نظــر

د اسلامي امارت په مجاهدينو د ارتداد فتوه !!! که د ملا عبدالقاهر خراساني د تکفير فتنه؟؟؟

ليکوال: نجيب الله پيجوال /

د روان سپوږميز کال د رجب المرجب په مياشت کې د پاکستان له توپخانې راتښتېدليو داعشيانو د ننګرهار په سرحدي ولسواليو کې د اسلامي امارت د مجاهدينو په خلاف وسله واله جګړه پيل کړه. جګړه په لومړي سر کې کم رنګه معلومېده خو وروسته خورا پېچلې او غښتلې شوه.

داعش وسله والو د طالبانو په خلاف په خلاص مټ د جګړې محاذ پرانست. دوی نه يواځې دا چې طالبان او ددوي خواخوږي يې مباح الدم وګڼل بلکې داسلامي امارت د مجاهدينو په خلاف يې په ډېرې سپين سترګۍ او واز کومي د ارتداد فتوه هم صادره کړه.

د تکفيريانو له خوا ياده صادره شوې فتوه په څوارلسو صفحو کې ليکل شوې او د انصارالخلافه په نوم خپرندويه تکفيري ادارې نشر کړې. د تکفيريانو مفتي د خپل اصالت د پټولو او عامه ذهنيت د بې لارې کولو په موخه ځان ته د مفتي ابو الياس حنيفي نوم غوره کړی، نوموړی په داسې کولو سره نه يواځې چې خپل امنيت خوندي کول غواړي بلکې له دې لارې افغان مسلمان ولس هم د خپلې شيطاني موخې ښکار کول غواړي.

زه (ليکوال) په لومړي سر کې د يادې فتوا په اړه په سخته ذهني نا آرامۍ کې مبتلا وم. ما غوښتل چې د يادې فتوا اصليت او حقيقت بايد ځان ته معلوم کړم چې آيا دا فتوا په واقعي ډول د خلافت نماينده مفتي صادره کړې او که ددې فتوا ترشا کومه څارګره شبکه لاس لري؟

پدې اړه د ټولو هڅو او ستړياوو باوجود هم په دې بريالی نه شوم چې د يادې فتوا د مفتي اصالت ځان ته معلوم کړم. خو دا دی لله الحمد چې دداعشيانو د پروني وحشت په وجه راته الله سبحانه وتعالی حقيقت راڅرګند کړ. داعش وسله والو چې پرون د شينوارو د مظلومو خلکو کومه وحشيانه ويډيو نشر کړه، دې ويډيو د ډېرو حقپالونکو مسلمانانو زړونه ودردول، دهمداسې دردېدلو مسلمانانو په کتار کې يو هم د داعش د وسله والې ډلې يو فعال غړی چې لږه شېبه وړاندې يې زما ترڅنګ ځان راورساوه او د ډېرو مرموزو خبرو څخه يې راته پرده پورته کړه.

دهغو مرموزو ماجراوو څخه يو هم د اسلامي امارت د مجاهدينو په خلاف دارتداد د فتوا ماجرا ده. نوموړی مجاهد چې وړاندې يې له اسلامي امارت سره په جهادي امورو کې فعاله ونډه درلوده، خو د اسلامي امارت په صف کې ديولړ ستونزو او کمزوريو په وجه يې د خلافت په نوم راپورته شوې ډلې (داعش) ته مخه کړې وه.

دی وايي: چې ما په لومړي سر کې فکر کاوه چې دا ډله په حقيقي توګه د اسلامی خلافت په استازيتوب دلته فعاليت کوي. خو ما چې کله ددوي کړنې له نږدې و څارلې نو پوه شوم چې دا خلک يا خطا شوې او يا هم ګمارل شوي.

دی وايي چې د اسلامي امارت د مجاهدينو په خلاف د ارتداد فتوا چې کله د مشهور سلفي ملا عبدالقاهر ابو يزيد خراساني له خوا صادره شوه نو هغه مهال ما دا خبره دخراسان د والي حافظ سعيد خان سره شريکه کړه چې دا خو مونږ په فتنه کې واقع کوي. نو هغه راته وويل چې دا فتنه نه بلکې د حالاتو د غوښتنې مطابق په ځای فتوه ده.

ياد مجاهد وايي چې ما تر دې دمه ددوي په ټولو ناخوالو د صبر او زغم نه کار اخيست، خو ددوی ورستی عمل چې د شينوارو د مسلمانانو سره يې وکړ په دې مې خپل صبر او زغم دلاسه ورکړ.

دی وايي چې داسلامي خلافت مرکزي مشران د حافظ سعيد خان او د تکفيري مفتي ملا عبدالقاهر ابو يزيد خراساني له خوا خطاويستل کېږي. دوي هغوی ته په مسلسله توګه غلط معلومات ورکوي، هغوی هم دمعلوماتو بله مرجع نه لري او دهمدوي په خبرو اکتفا او باور کوي.

ياد مجاهد وايي: ملا عبدالقاهر ابو يزيد خراساني چې د ګرمۍ موسم په کابل او ژمنی موسم په ننګرهار کې تېروي، د علاج معالجې لپاره هندوستان ته سفرونه کوي څنګه کېدای شي چې په ياده فتوا کې به حق ته رسېدلی وي؟

نوموړی وايي چې د مسلمانانو ترمنځ د ددې بل شوي اور تر شا د پاکستان او افغانستان څارګرې شبکې فعال رول لوبوي او لګيا دي دې بل شوی اور ته نور هم پوکي ورکوي. ځکه نو ددواړو لوريو مخلص او زړه سوانده مشران بايد دا درک کړي چې دا پيل شوې جګړه يوه فتنه ده. او په دې فتنه کې بايد د اسلامي امت د ستراتېژيک عمق (شريعت يا شهادت) د ترلاسه کولو په موخه راپورته شوي شاه زلمي بايد مزيد ضايعه نه کړای شي. ځکه نو که الله مه کړه دا جګړه يزه فتنه همداسې طولاني شي نو پايله به يې د اسلامي امت په زيان او د صليبي ټلوالې په ګټه وي.

والسلام

ان اريد الی الاصلاح……..و الی الله المشتکی…….. رب اني مغلوب فانتصر……..

د اسلامي امت د يووالي، بريا او سوکالۍ په هيله،

نجيب الله پيجوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ذبیح الله

پیجوال صیب ! اسلام علیکم د حق لارې مجاهدینو ته دې الله عزوجل کامیابی ورنصیب کړي ترڅو مو هیواد او وطنوال د شریعت په رڼا منور اوسي ، دغه یو ټکي ته باید د اسلامي امارت مجاهدنو او خاص مشرانو هم پام وي هغه دا چې بې طرف او په کور ناست هغه خلک چې د نورو تنطیمونو سره اړیکې لري (حزب اسلامي) د شریعت خلاف يې په کوم عمل لاس نه وي پورې کړی او نه هم کوم داسې شواهد موجود وي چې واجب القتل دې وی باید څه ورته ونه ویل شی ځکه ماته خو ددې څخه بل… نور لوستل »

khalid

محترم لیکوال صاحب خبره اصلا تنها په حافظ سعید خان پوډری او په خوارجی مفتیانو کی نده ددوی خبره په حقیقت کی له هماغه اصلی مرجع نه هم خرابه ده له هماغه ځای نه باید ځان اصلاح کړی توبه وباسی او بیرته حق ته رجوع وکړی پدوی کی اوبه له هماغه ابتدا نه خړی دی صحیح ده چی په طالبانو کی به هم کمزوریانی وی ولی هغه دومره قابل ملاحظه نه دی خو بیا هم باید اصلاح یی کړی دا تنها ددوی ددی ځای فتوا نده چی غلطه او ناروا ده دوی هره میاشت پخپله هماغه اصلی مرجع کی یوه… نور لوستل »

عزوم افغان

الله دی پرقلم برکت کشیژده اوالله دی تل داسی دحق ویلوتوان درکڑی.

Zubiar12

مننه فيجوال. صاحب اللهج داسي واقع بينه مومنانو ته اجر وركري شي دا دمجاهدينو وتولو نا خوالوته د انتقاد كوته نسي مننه

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x