ايمان د «معجزو» او ساينسي دلايلو محتاجه ندی

وږمه - انجلۍ چي پر مخ یې د الله او محمد نوم لیکل شويبسم الله الرحمن الرحيم

څو اونۍ تر مخه مي د يو څو افغانانو پداسي محفل کي د ګډون کولو سعادت په برخه سو، چي پکښي يو دروند او رسېدلی ځوان عالم هم موجوده ؤ. د محفل هغو ګډون والو چي آميان ول د ځوان عالم څخه د دين په هکله پوښتنې کولې. عالم هم تر خپله وسه په پوره حوصله او ښه توګه دغو پوښتنو ته د قرآن او حديث په ړنا کي ځوابونه ويل.

پدغه ناسته کي حاضر يوه افغان و حاضر عالم ته په انتقادي ډول وويل چي « زموږ عالمان بايد د دين د تشريح کولو پر وخت ساينسي دلايل وکاروي.

د نن سبا د ځوانانو يوازي هغه وخت پدغو موضوعاتو ښه سر خلاصيږي (عقيده لا پر ټنګيږي) چي ورته ساينسي دلايل وړاندي کړل سي.» يو بل ناست ورور د دغه وړانديز په ملاتړ وويل « کافران زموږ څخه ډول ډول سوالونه کوي. زموږ عالمان بايد موږ ته ديني مسائل د ساينسي دلايلو پر اساس روښانه کړي تر څو موږ د غېر مسلمانانو ځواب وويلای سو.»

له بده مرغه چي هغه ورځ دغه ناسته پر دغه موضوع د بشپړه بحث کولو څخه تر مخه لا پای ته ورسېده. پر انټرنټ په افغانستان کي د يوې ادعا سوي «معجزې» د انځورونو د ليدلو وروسته مي يو ځل بيا هغه زړه موضوع راپه زړه سوه او غواړم د خپلو ورونو او خوېندو سره يې اوس د دغې ليکنې د لاري شریکه کړم. هيله لرم چي پدغه موضوع کي به هغه ورونه چي ديني عالمان دي، موږ ته لار ښوونه وکړي، او د دغي ليکني نيمګړتياوي او غلطۍ راپه ګوته کړي.

تر کومه ځايه چي د مسلمانانو خبره ده،  د مسلمانۍ او ټينګي عقيدې لپاره نه خو بايد د ساينسي دلايلو اړتيا وي او نه هم د هغو «معجزو» او غېر عادي پيښو، چي نن سبا يې موږ په رسنيو کي وينو يا لولو.

د اسلام د اصولو له مخي هغه څوک چي ټينګ ايمان لري هغه هيڅکه پدې انتظار نه کښيني چي ګواکي « هغه وخت به يې ايمان لا قوي سي چي په فيزيک يا کيميا کي هم فلانکۍ ديني مسئله يا ديني حکم ورته ثابته سي.» هغه څوک چي قوي ايمان لري هغه دې ته هم په انتظار نه کښيني چي « ايمان به يې لا قوي سي که يې د کور چرګ د الله اکبر نعرې ووهي، يا يې د ګاونډيانو د ماشوم پر مخ آيتونه راڅرګند سي او يا هم يې د مېرمني لخوا پر تبخي/تبۍ په پخه سوې ډوډۍ د الله نوم راښکاره سي.» د اسلامي عقايدو له مخي هغه څوک چي حقيقي مسلمان وي او ايمان يې ټينګ وي، هغه بېله سائنسي دليله او بېله کومي غېر عادي پيښي يا «معجزې» هم پر خپله عقيده ټينګ ولاړ وي.

د دې ليکنې مقصد دا ندی چي ثابته کړل سي چي نن معجزې ممکنه ندي او نه هم د دغي لکنې مقصد د يوې يا بلي معجزې په هکله د حق يا ناحق قضاوت کول دي. د دغي ليکنۍ مقصد دا هم ندی چي ووايي چي د ديني مسايلو په حق کي سائنسي دلايل نسته او يا دي څوک تلاښ نه پسي کوي. مقصد صرف دا دی چي د اسلامي اصولو له مخي ايمان بايد تر معجزې معطله نه وي او نه هم بايد په ساينسي دليل مانده وي.

پاته سوه د غېرمسلمانانو خبره چي هره ورځ نوي دليلونه غواړي، نو د هغوی پوښتنې که ځواب هم سي او په ښه توګه ځواب سي، خو منل يې د هغوی په خپله اراده او مسلمانانو د عقيدې له مخي د الله تعالی په هدايت اړه لري. هغه څوک چي ايمان راوړل نه غواړي او اسلام ته عقيده نه لري، هغوی که د هر ډول معجزو شاهدان سي او که هر ډول سائنسي او يا هم منطقي دلايل واوري، د هغوی پر سرکښۍ فرق نه راوړي. مسلمانان وايي چي زيات غېر مسلمان اشخاص او قومونه پر اسلام لدې کبله نيوکي کوي او يا هم ډول ډول پوښتنې رامنځ ته کوي، ولي چي اسلام ته ضرر رسول غواړي. مسلمانان وايي چي که دغو اعتراض کوونکو ته د دوی پوښتنې په سمه توګه ځواب سوي هم دي او ورته د منطق له لاري موضوعات ثابته کړل سوي هم دي، هغوی بيا هم ايمان نه دی راوړی. ولي چي مقصد يې له سره د ځان پوهول نه، بلکه و اسلام ته د زيان رسولو هڅه کول وه او ده.

ايمان غېرعادي پيښو ته اړتيا نه لري

د اسلام د دين دعقايدو له مخي په تاريخ کي داسي قومونه او اشخاص تېر سوي دي چي حتی ورته روښانه معجزې ښودل سوي دي خو هغوی بيا هم سمي لاري ته ندي راغلي. دلته به صرف د يوه قوم مثال راواخلو: د «قوم ثمود» ذکر د قرآن پاک په نهو سورتونو کي راغلی دی. د آيتونو له مخي الله تعالی و دغه قوم ته حضرت صالح ع ولېږی تر څو دغه قوم د بتانو د عبادت څخه راوګرځوي او د الله تعالی و عبادت ته يې راوبولي. خو دغه قوم چي د معمارۍ په خپل هنر ډېر مغروره ؤ په حضرت صالح ع او د هغه په مبارک پېغام يې رخشند واهه. پخپله دغو ثموديانو و حضرت صالح ع ته وويل چي که ته او ستا پېغام رشتيا وي نو ستا رب دي راته د غره د ډبري څخه داسي اوښه وزېږوي چي بچی راوړي. همدا ؤ چي الله تعالی د ساه نه لرونکي ډبري څخه يوه اوښه وزېږوله او د دغي اوښي جونګی هم وسو. دغه معجزه ثموديانو په خپلو سترګو وليدله. لکه الله تعالی چي په سورت بني اسرائيل ۵۹ آيت کي فرمايي:

وما منعنا أن نرسل بالآيات إلا أن كذب بها الأولون وآتينا ثمود الناقة مبصرة فظلموا بها وما نرسل بالآيات إلا تخويفا

ژباړه(کابلی تفسير): او نه دى منع كړى مونږ لره هيڅ شي له دې نه چې وليږوهغه معجزې ( چې دوى يې غواړي ) مګر( دې خبرې) چې تكذيب كړى ؤ په هغو معجزو پخوانيو( كفارونوهلاك موكړل ) ؛ اووركړى مووه ( قوم د ) ثمود ته اوښه ښكاره معجزه نو ظلم وكړ( ثموديانو په ځانونو خپلو) په سبب د ( تندې او سپينو وهلو او اهلاك د هغې ) ؛ اونه ليږو مونږ ( دغه فرمايشي ) معجزې مګر لپاره د ويرولو.

د قرآني آیتونو له مخي ثموديانو نه يوازي دا چي د معجزې د ليدلو وروسته ايمان نه راوړی بلکه د معجزې په ترڅ کي زېږېدلې اوښه يې زخمي کړه تر څو هغه مړه سوه او د هغې جونګی په چغو بېرته په هغه ډبره ننوتی چي ورڅخه مور يې زېږېدلې وه. همدا ؤ چي الله تعالی خپله وعده پوره کړه او پر دغه قوم يې عذاب راوستی او هغه يې په بشپړه توګه له منځه يووړی.

د الله تعالی يو شمېر رسولانو ع ډول ډول معجزې درلودې. خو د مسلمانانو د عقیدې له مخي د اسلام د پېغمبر او خاتم النبيين حضرت محمد ص تر ټولو لويه معجزه پر هغه نازل کړل سوی قرآن پاک ؤ او تر آخرت پوري به د تر ټولو لويي معجزې په توګه صحيح سلامت پاته هم وي. اصولا د حضرت محمد ص د اُمت لپاره بايد د قرآن پاک معجزه کافي وي او بايد خپل ايمان په غېر عادي پيښو مانده نه کړي. د الله تعالی تخليق سوی هر شی په خپل ځان کي يوه معجزه ده. د مسلمانۍ تقاضا دا ده چي د ايمان څښتنان بايد داسي تېز فکر او پوخ ايمان ولري چي بايد په هر مخلوق او هر تخليق کي دوی ته د الله تعالی معجزې په سترګو ورسي. نه دا چي ايمان او فکر يې دومره پڅ وي چي يوازي تر يوې ادنې غېرعادي پيښي پوري محدوده پاته سي.

د مسلمانانو د عقيدې له مخي دا معلومه خبره ده چي غېر عادي شيان د جادو، تېر ايستنې، تخنيک او ډول ډول مکاريو په مرسته هم رابرسېره کېدلای سي. که يو جادوګر يا يو تېر ايستونکی په چالاکي سره داسي غېر عادي شی و نظارې ته وړاندي کړي چي د مسلمانانو پاخه ديني عقايد تر پوښتني لاندي راولي، نو ايا خلک به تر ايمان تيريږي؟ د فرعون جادوګرانو خو هم غېر عادي کارونه کول او غېر عادي شيان يې نندارې ته وړاندي کول. نو نعوذ بالله د دې مانا خو دا نه وه چي د فرعون د خدايي دعوی درسته وه.

د هندوانو يو شمېر پنډتان او راهبان سته چي غېر عادي څيزونه نندارې ته وړاندي کوي. نو نعوذ بالله د داسي شيانو د ليدلو وروسته به مسلمانان هندوان کيږي؟

{youtube}iYR-qpmsLZU{/youtube}

په ټوله نړۍ کي د هندوانو په درمسالونو کي د ډبرين بوتانو لخوا د شيدو د چښلو ادعاوي وسوې. نو که مسلمانانو ته د دغو پديدو راز معلوم نه سي نو ايا هغوی به هندوان کيږي که څنګه؟

{youtube}qiyTogk9kp4{/youtube}

په اروپا او په امريکا کي د بي بي مريم ع د داسي مجسمو د شتون ادعاوي کيږي چي ورڅخه اوښکي بهيږي. نو که يې يو مسلمان راز پيدا نه کړي نو به يې سم ګڼي او نصارا کيږي به؟

{youtube}ht-4am-EnOI{/youtube}

يوه بله پوښتنه دا ده چي که د يو چا ايمان يوازي د يوې ادعا سوي «معجزې» له کبله رامنځ ته سوی او يا هم ډېر ټينګ سوی وي او وروسته ثابته سي چي هغه معجزه نه بلکه جادو يا چل ول ؤ، نو ايا د دغه کس عقيدې ته به زيان نه رسيږي؟

د مغرضو کسانو د جادو، خداع بصري يا ويژول ايلوژن (د ليد د حس خطا ايستنه) او تخنیکي او طبي چل ول تر څنګ بعضي وخت پخپله يو څو مسلمانان هم داسي ادعاوي کوي چي حقيقت نه وي. که څه هم د دوی نيت ښه وي او فکر کوي چي په درواغ ويلو يا په غېر عادي څيز ښودلو او د معجزې په دروغجنه دعوی به د دين لپاره خدمت وکړي او د خلکو د ايمانونو د ټينګولو سبب به وګرځي، خو دوی دغه عمل د دين د خدمت پر ځای د دين تخريب بلل کېدلای سي. الله دي دغسي خلکو ته سمه لاره وښيي چي د خدمت په نوم دين ته د زحمت ورپېښولو څخه لاس واخلي.

د اسلام د اصولو له مخي هر مسلمان بايد ځان د دې څخه وساتي چي پرته د اسلام پر بل کوم شي، آيډيولوژي، «معجزې»، ساينسي تيوري، مفکورې او يا هم شخص دومره ژور باور ولري، چي ايمان ته يې ګواښ ور پېښ سي. اسلام د دې تقاضا کوي چي مسلمان نر او ښځه بايد يوازي تر هغه وخته و باچا، امير، حاکم، قانون، استاد، پلار، مور، مېړه، ماينې، دود و دستور، سياسي نظريې، سياسي ګوند، سياسي مشر او يا هم ديني عالم ته ژمن پاته سي، تر څو چي هغه د الله او د  هغه د رسول د احکامو په چوکاټ کي ورڅخه پېروي وغواړي. د اسلامي عقايدو پر اساس پر هر مسلمان فرض ده چي د هغه چا يا شي اطاعت ترک کړي، چي له وجې يې د الله تعالی د احکامو سرغړونه کيږي. داسي يو څوک چي د الله د احکامو پر ضد د خپل اطاعت غوښتنه کوي د هغه سره شېطان مل وي. اسلامي اصول وايي چي که هر مسلمان د داسي چا اطاعت وکړی نو ګواکي د شيطان اطاعت او عبادت يې وکړی.

ألم أعهد إليكم يا بني آدم أن لا تعبدوا الشيطان إنه لكم عدو مبين (سورت يس آیت ۶۰)

ژباړه (کابلی تفسير): آياحكم نه ووكړى ماتاسې ته ( په ژبو د رسولانو سره ) اى ځامنو د آدم پدې سره چې عبادت مه كوئ تاسې د شيطآن بيشكه دغه شيطان تاسې ته دښمن دى ښكاره

په ساينس کي شک سته، نه په قرآن کي

د مسلمانانو دا ايمان دی چي قرآن پاک یوازنی کتاب دی چي پکښي د شک ګنجايش نسته، لکه الله تعالی چي د البقره د دويم آيت په سر کي فرمايي:

ذلك الكتاب لا ريب فيه

ژباړه (کابلی تفسير): دا کتاب، نشته هيڅ شک په ده کې (چې دالله تعالى له لورې نازل شوى دى )

مسلماني وايي چي د وحي لاره تړل سوې او حضرت محمد ص وروستی رسول او قرآن پاک د خدای تعالی وروستی کتاب دی. د مسلمانانو ايمان دا هم دی چي قرآن پاک د سلو، زرو يا لسو زرو کالو لپاره نه دی راغلی بلکه دا مبارک کتاب تر آخرته پوري د انسانانو لارښود دی. د قرآن د نزول پر وخت انسان په تخنیکي او علمي لحاظ په يوه مقام کي قرار درلودی او نن پسله تقريبا څوارلس سوه کلنو په بل علمي او تخنيکي مقام کي قيام لري. خو د مسلمانانو د عقيدې له مخي هغه وخت هم قرآن نافذالعمل ؤ او اوس هم دی او يو لک کاله وروسته به هم که لا قيامت نه ؤ راغلی نافذالعمل وي. بېله توپيره چي انسان څه ډول تخنيکي آسانتياوي رامنځ ته کړي او د الله کاينات تر کومه ځايه تسخير کړي، په مريخ کي واوسيږي که پر مځکه، د قرآن پاک په اعتبار او چلښت کي به د اسلامي عقايدو له مخي هيڅ فرق رانسي.

زياتره وخت مسلمانان وايي چي ډېر ځله د غېرمسلمانانو او په همدې ډول د دوی په وينا د بې لاره سوؤ مسلمانانو څخه اوري چي نعوذ بالله قرآن پاک او دين محمدي «د پخوانيو خلکو او وختونو د داستانونو» څخه دی. دغه کسان چي مسلمانان ورته د ګمراهانو خطاب کوي وايي چي اسلام بايد د وخت د اړتيا سره سم بدل کړل سي. دوی وايي چي په اسلام کي بايد د «اړتيا سره سم» نعوذبالله زياتوالی او کمښت راوستل سي. خو عقيده لرونکي مسلمانان وايي چي دغه کسان چي د اسلام «ماډرنايزېشن/عصريتوب» غواړي يا خو په خپل نيمګړي علم دومره غره دي چي په فکري توګه ړانده سوي دي او يا هم هغه اسلام دښمن کسان دي چي ابا او اجداد يې لا د اسلام د له بدلولو او له منځه وړلو ارمان قبرونو ته وړی او دوی به يې هم د ځان سره يوسي.

اسلام يوازنی دين نه دی چي پر غيب ايمان راوړل يې عمده عنصر دی. که دين يوازي تر هغو شيانو پوري محدوده وساتل سي چي د انسان فکر باندي رسیږي او په سترګو يې ويني نو بيا خو د دين ټوله کانسپټ له منځي ځي او دين دين نه پاته کيږي. بل حقيقت خو دا دی چي د انسان حس او علم تر حقارت تر پولي محدوده دی. دا به څنګه ممکنه وي چي انسان په هغه څه پوه سي چي د هغه د حس او علم او پوهې د حدونو څخه تر بې پوليتوب تر کچي لوړ وي؟

که يو انسان وغواړي چي ميږي ته د رياضي د مضمون څخه د پارابولا د معدلې حلول ور زده کړي، نو به دغه کار څنګه ممکنه وي؟ د ميږي سره به په کومه ژبه خبري کوي؟ او نوري ټولي ستونزي چي دغه کار ناممکنه کوي، د دې لپاره د بېلګي په توګه کارولای سو چي انسان هم د دغه ميږي په څېر محدوديتونه لري او په هر څه يې سر نه سي خلاصېدلای.

که يو انسان وغواړي چي نعوذبالله د الله انځور جوړ کړي نو به څنګه دا کار ممکنه وي؟ الله تعالی د سورت الشوری د يوولسم آيت په آخر کي فرمايي:

لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ

ژباړه (کابلی تفسير): نشته په شان د دغه ( الله ) هيڅ شى ( په هيڅ شي كې ). اوهمدغه ( الله ) دى ښه اوريدونكى ( دټول اقوالو) ښه ليدونكى ( دگردواعمالو) .

هر هغه شی چي انسان يې حس کولای سي او يا يې په خپل حقير او محدوده تفکر کي راوستلای سي هغه ټول شيان د الله تخليق کړي شيان دي، خو الله د خپل هر تخليق څخه بېل دی. ليس کمثله شی

نو که يو کافر د الله تعالی د شتون «ساينسي ثبوت» وغواړي او هغه هم پداسي حال کي چي د ايمان راوړلو هيڅ اراده نه لري او يوازي د مسلمان د ستړي کولو لپاره دا کار کوي، نو موږ به پر خپلو عالمانو انتقاد کوو او ورڅخه به د کافرانو د «ساينسي ځواب» ورکولو غوښتنه کوو؟

د مسلمانۍ عقيده دا ده چي قرآن پاک «لا ريب فيه» دی. عقل او انساني تجربه بيا ښيي چي ساينس او انساني پوهه محدوده او مشکوکه ياني «فيه ريب» ده. د بېلګي په توګه تر پروند پوري د نوي ساينسي علم بنسټ د البرټ آينشټاين پر «نظريه نسبت» يا پر «Theory of relativity» ولاړ ؤ. خو اوس د نيوټرينوس نومي ذرو تحقيق دغه تيوري تقريبا په بشپړه توګه غلطه ثابته کړې ده. که په ساده توګه وويل سي د دې مانا دا ده چي د ساينس ټوله هغه اصول او قوانين چي د انسان «زده» دي، پدې توګه ټوله تر پوښتني لاندي راغلي دي. په انساني تاريخ کي په وار وار داسي سوي چي هغه ساينسي څيز چي مطلق ثابت سوی بلل کېدی، وروسته رد سوی دی. د بېلګي په توګه ساينس په سلګونو کلنو د دې درس ورکوی چي مځکه هواره ده، خو بيا دا خبره غلطه «ثابته» کړل سوه. همداسي ګڼ شمېر نور مثالونه سته.

«لاريب فيه» و «ريب فيه» دلايلو ته اړتيا نه لري

اوس پوښتنه دا ده چي هغه کتاب چي «لاريب فيه» دی (شک پکښي نسته) ولي بايد نعوذبالله دې احتياج وبلل سي، چي په ريب فيه (شک پکښې سته) ياني ساينس سره تشريح کړل سي؟ بله خبره دا ده چي دغه کتاب خو د مسلمانانو د عقيدې له مخي د راتلونکو انسانانو لپاره هم دی، چي ښايي لا زياته ساينسي پوه ولري او اوسنۍ زياتي ساينسي تيورياني ناچله اعلان کړي. نو که ننی انسان په خپله نيمګړې پوهه د قرآن په يو شي نه پوهيږي نو دا خو نعوذبالله د دې مانا نه ورکوي، چي قرآن غلط دی، بلکه دا د انسان پر ذهني محدوديت دلالت کوي.

دلته به د مور په نس کي د جنين حی د رامنځ ته کېدو او د هغه د غټېدو د مراحلو په هکله د قرآن پاک د سورت المومنون د دولس څخه بيا تر څوارلس پوري آيتونه د بېلګي په توګه راواخلو:

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ طِينٍ (۱۲)

ژباړه (کابلی تفسير): اوقسم دى خامخاپه تحقيق پيداكړى دى مونږ انسان ( آدم) له خالصې ( صافې له خيرې ويستل شوې ) خټې نه

ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَكِينٍ (۱۳)

ژباړه (کابلی تفسير): بياجوړكړ( وګرځاوه ، كيښود) مونږ( اولاده د) دغه ( آدم ) نطفه ( دمني څاڅكي) په يوه قرارګاه محكم ( رحم كې )

ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ ۚ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ(۱۴)

ژباړه (کابلی تفسير): بيا جوړه كړه ( وګرځوله ) مونږ دا نطفه پرنډه ټوټه د وينې ( كلكه سريښناكه ) بيا جوړه كړه ( وګرځوله ) مونږ دغه ټوټه د وينې يوه وړه بوټى د غوښو بيا جوړه كړه ( وګرځوله ) مونږ دا بوټى د غوښې هډوكى بيا ورواغوستله مونږ دې هډوكو ته ( پس له پيدا كولو د رګونو او د پلو ا ونورو. غوښه بيا مو( ژوندى پيدا كړى دى ) په پيدايښت بل سره ( په نوي صورت ) پس ډير لوړ لوى دى شان د الله ( په قدرت په حكمت خپل كې ) چې ډير ښه پيدا كوونكى ( صورت تړونكى ) دى ( له نوروټولوپيداكوونكو صورت تړونكوڅخه دتخليق له حيثه)

پدغو مبارکو آيتونو کي قرآن پاک څوارلس سوه کاله تر مخه يوه داسي پديده په دقيق تفصيل سره بيان کړې ده چي د هغه وخت انسان هيڅ امکان نه درلودی چي پدې دي خبر واوسي. ساينس زیات وخت نه کيږي چي هغې مرحلې ته رسېدلی دی چي د قرآن پاک لخوا بيان سوي د مور په رحم کي د جنين د تسلسل مرحلې يې تائيد کړي. يو شمېر غېر مسلمان جنين پوهان د دغه آيت په برکت مسلمانان سوي هم دي، ولي چي وايي دا ممکنه نده چي قرآن دي د انسان لخوا ليکل سوی وي.

خو که د يوه مسلمان څخه څلور سوه کاله تر مخه د مور په رحم کي د جنين د جوړښت په هکله د دغو آيتونو ساينسي ثبوت غوښتل سوی وای، نو مسلمان به څه کولای؟ هغه وخت خو ساينس دغه پديده نه وه درک کړې. نو ايا هغه وخت چي پدغو آيتونو د يوه مسلمان سر نه خلاصېدی او ساينسي دليل يې نه درلودی، ايا په زړه کي يې بايد شک راپيدا سوی وای؟ نه! نه پخوا داسي سوي او نه هم د دې وروسته بايد داسي هڅه وسي چي قرآن او دين د ساينس ماتحت کړل سي. قرآن او اسلام حق مطلق دي او پکښي هيڅ شک نسته. خو په ساينس کي شک سته. هغه څه چي پکښي د قرآن پاک او ساينس اختلاف دی، د مسلمانانو په توګه زموږ عقيده دا ده چي د دغه اختلاف وجه د ساينس او انساني پوهي نيمګړتيا ده او نه نعوذبالله د قرآن پاک غلطي.

نو د يوه مسلمان لپاره دا ښايي چي د الله احکام بېله ځنډه پر ځای کړي. بېله دې چي پوښتنه وکړي چي صحت ته ګټور دي که نه، ساينسي دليل ورته سته که نه، کافران په قانع کېدلای سي که نه، د نوي عصر سره سر خوري که نه،… خو که بيا هم ورته معلومه سي چي لمونځ د روح او جسم لپاره ګټور دی، مسواک وهل د سلو ناروغيو مخه نيسي، روژه بدن د زهرو پاکوي… او داسي نور نو بيا خو نور علی نور. ليکن دغه دنياوي دلايل بايد د الله د احکامو د پرځای کولو د ځنډ باعث ونه ګرځي. د مثال په توګه که خدای مه کړه موږ داسي فکر هم کولای چي لمونځ د صحت لپاره مضر دی او زموږ په فکر دا راته ثابته سوې هم وای، نو د مسلمانانو په حيث به موږ بیا هم خپل سر د خپل خدای په حضور کي پنځه واري هره ورځ د ژوند تر آخره پر سجده کولای. ولي چي د مسلمانانو په توګه په هغه صورت کي هم زموږ لپاره د لمونځ د آخرت ګټي د دې دنيا تر ادنی تاوانانو ستري وای.

که زموږ د الله د يوه حکم په حکمت او مقصد سر خلاص نه سي بايد بيا يې هم بېله تاخيره پر ځای کړو او پدې پسي سر خوږ او ځان ستړی نه کړو چي په خپل حقير علم او محدوديتونو ورته د دلايلو او منطق تلاښ شروع کړو. داسي تلاښ چي د حکم په پر ځای کولو کي خنډونه يا ځنډ رامنځ ته کوي. که زموږ په شي سر خلاص نه سو نو بايد بېله دې چي شک راته پيدا سي، خپل ايمان ته پناه يوسو او په پټو سترګو هغه څه ومنو چي الله راته حکم کوي.

الله دي موږ ټولو مسلمانانو ته داسي پوخ او قوي ايمان را په نصيب کړي چي د معجزو او ساينسي دلايلو محتاجه نه وي. آمين ثم آمين

احمدولي اڅکزی، المان

اسلام لکُم ټکی کام (www.islamlacom.com)

قاموسونه ټکی کام (www.qamosona.com

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د