لوګر: ملي امنیت د ښوونځیو په اړه له طالبانو سره د ناستې په تور شپږ آمرین نیولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د لوګر ولایت ملي امنیت ریاست د شپږو ښوونځیو آمرین په دې تور نیولي چې د ښوونځیو ستونزو په اړه یې له طالبانو سره ګډه ناسته کړې وه.

د لوګر ولایت د پوهنې تدریسي مرستیال وزیر احمد مومند ویلي چې ملي امنیت تېره ورځ د مرکز پل علم شپږ امرین نیولي دي.

هغه زیاته کړې چې دغو امرینو د طالبانو سره ګډه ناسته درلودله او له ناستې وروسته د ملي امنیت لخوا په پل علم کې ونیول شول.

طالبان د هغو سیمو ښوونځي چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې فعال دي، نصاب، درس و تدریس او د استادانو حاضري تر کلکې څارنې لاندې نیسي.

د مومند له قوله دغه ښوونځي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې پراته دي او د ښوونځیو امرین د ستونزو د حل کولو لپاره مجبور دي چې د طالبانو سره ناستې وکړي.

د تدریسي مرستیال په وینا کومې ليسې او ښوونځي چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې دي، هلته استادان، مامورين او شاګردان غيرحاضري نه شي کولای او دوی د طالبانو له هر اړخيزې همکارۍ مطمئن دي.

مومند له ملي امنیتي غوښتي چې بې ګناه نیول شوي آمرین دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب هم تایید کړې چې ملي امنیت د شپږو لیسو امرین نیولي دي.

د عرب د معلوماتو پر بنسټ نیول شوي امرین د کوچیانو، حضرت عمر فاروق، پات خواب شانه او درې نورو لېسو دي.

طالبان په خپلو تشکیلاتو کې د تعلیم و تربیې کمېسیون لري چې ویل کیږي له دندو یې د ښوونځيو، معلمان او د نصاب څارل دي.

په ډیری سیمو کې طالبان په اونۍ کې دوه یا درې ځل ښوونځيو ته ورځي، کوم معلمان چې غیرحاضر وي، معاش ترې ګرځوي.

دوی همدا راز د هغه کتاب پر تدریس چې د «اسلامي احکاماتو» سره په ټکر کې دي، بندیز لګولی دی. ویل کیږي چې دغه کتاب د «فرهنګ/کلتور» په نوم دی چې د موسیقۍ په اړه په کې معلومات لیکل شوي او زده کوونکي د موسیقۍ زده کولو ته رابلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د