نظــر

وفادار ملګری

لیکوال: طالب شبیراحمد حماس

سلطان محمود غزنوی (رحمة الله علیه) له آیاز سره ډیره مینه کوله ډیرو درباریانو له همدي کبله له آیاز سره حسد کاوه او همیشه به ددې په لټه کي وو چي په یو ډول آیاز دسلطان په نظرو کي ټيټ ثابت کړي خو په هر ځل به له ناکامۍ سره مخ سول یو ځل یوه حاسد سړي سلطان محمود غزنوی (رحمة الله علیه) ته وویل : ای معظم سلطانه ستا چمچه ایاز یو ډیر عیار سړی دی په ظاهري توګه داسي رویه کوي چي ته ځپل ځان هم پر ده قربانولو ته تیار يي خو حقیقت ددې بر عکس دی د هغه په زړه کي ستا لپاره هیڅ مینه نشته آیاز شپه او ورځ په دي کوښښ کي وي چي څه ډول مال او دولت را جمع کړي او ډیر دولت يې جمع کړی هم دی.
سلطان محمودغزنوی (رحمة الله علیه) له نوموړي حاسد درباري څخه پوښتنه وکړه آیا ته پر دې خبره کوم ثبوت لري؟ درباري وویل : هو! زماسره ثبوت شته هغه دا چي ایاز په فلانی محله (کلي) کي یوه خونه نیولي ده هره شپه یوازي همالته ځي او کله چي بیا له خوني را وځي نو دروازه بیرته قلفوي ایاز ددي خوني کیلي هیچا ته نه ورکوي تر نن ورځي پوري ده دوهم سړی دې خوني ته نه دی پرې ایښی که هر څومره ده ته عزیز او نژدي ملګری وي هغه هم دې خونې ته نه پریږدي نو له دې خبرې څخه دا معلومیږي چي ایاز په دې خونه کي ډیر مال او دولت جمع کړی دی.

سلطان محمود غزنوی (رحمة الله علیه) چي د درباري خبره واوریده ډیر حیران شو سمدستي يې د حکومت یوه غړي ته امر وکړی چي ورشه او د ایاز د خوني قلف مات کړه هر څه چي په خونه کي موجود دي هغه ټول ماته راوړه.

د سلطان (رحمة الله علیه) له امر سره سم سړی ولاړ د آیاز د خوني قلف يې مات کړی کله چي خوني ته ور داخل شو نو هیڅ شی يې تر سترګو نه شول د خوني په کونج کي کوچنی صندوق پروت ؤ هغه يې د سلطان (رحمة الله علیه) دربار ته راوړی سلطان (رحمة الله علیه) ټول درباریان را وغوښتل کله چي هغوی حاضر شول نو ده امر ورته وکړی چي دغه صندوق مات کړی هغوی هم مات کړ که ګوري چي دري شیان پکښي دي یو پخوانی زوړ قمیص، دوهم پرتوګ، او دریم یوه جوړه څیري او زاړه بوټونه وو، خلګو چي د صندوق دا حقیقت ولید ډیر حیران شول چي دا څه کیسه ده؟.

سلطان محمود غزنوی (رحمة الله علیه) سمدستي ایاز را وغوښتی ورته ويې ویل : ستا له صندوق څخه دا سامان په لاس راغلي دي ددې حقیقت څه دی؟ آیاز لاسونه جوړه کړل او عرض يې وکړ : ای معظم سلطانه! ستا خدمت ته تر وړاندي کیدو مخکي چي کله زه له کوره را ووتم نو دا لباس مي اغوستی ؤ د ډیرو ځایونو خاوري مي وڅټلي هماغه وخت مي هم پر بدن همدا لباس ؤ او بیا چي کله ستاسو په نظر عنایت زه په شاهي زیب او لباس کي شوم نو هغه خپل پخوانی وخت نه شم هیرولای زه هره شپه یوازي هماغي خوني ته ځم خپل دغه زاړه کالي او زاړه بوټونه مخ ته کښيږدم او خپل نفس ته يې وریادوم له دې سره ځان ته وایم ای ایازه کله چي ته دلته راغلې نو دا حالت دې ؤ. او اوس چي ته په کوم شاهي لباس کي ګرځي دا ټول د سلطان محمود غزنوی (رحمة الله علیه) په فضل سره دي ای ایازه! د خپل محسن دغه عنایت کله هم مه هیروه پر ده خپل ځان له فدا کولو مه ایساروه او کله هم دسلطان له امر څخه سر غړونه مه کوه.

سلطان محمود غزنوی (رحمة الله علیه) چي د ایاز له خولي دا خبري واوریدي نو په زړه کي يې دده لپاره مینه نوره هم زیاته شوه او حاسد چي دا جریان ولیدی سترګي يې کښته واچولي شرمنده سو،

له پورته حکایت څخه دا پند اخیستل کیږي چي پر چا باندي ناحقه ګمانونه مه کوی او بل دا چي پر نوي امیرالمؤمنین الحاج ملا اختر محمد منصور (حفِظه الله تعالی) باندي له غلطو ګمانونو څخه ځان وساتی ديو څو خلګو په خبرو مه خطاوزی چي هغه درته وايي چي دا داسي دی او داسي دی ان شاء الله تعالی زما پر نوي امیرالمؤمنین باندي یقین دی چي دی به د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمة الله علیه) له وینو سره خیانت نه کوي ان شاء الله تعالی دی به د هغه نیمګړي ارمانونه پوره کوي الله تعالی جل جلاله دي ټولو مسلمانانو ته اتحاد ور په برخه کړي. آمین ثم آمین

طالب الدعاء:شبیراحمد حماس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x