واشنطن پوست: د جولايي په میاشت کې 38 امریکايي فوځیانو ځان وژنه وکړه

د امریکايي فوځ هوايي ځواکنن ټکی آسیا: د امریکايي ورځپاڼي واشنګټن پوسټ په یوه خبر کي راغلي چي د تیري جولايي میاشت په دوران کې 38 امریکايي فوځیانو خپل ځان په خپله وژلی، او دا میاشت د 2009 کال را وروسته د امریکايي ځانمرګو عسکرو لپاره تر ټولو وژونکې میاشت وه.

د 2009 څخه امریکايي فوځ دداسي پيښو معلومات د مطبوعاتو سره شریکه وي.

ورځپاڼه وايي که د امریکايي فوځ په منځ کې د انتحار دا لړۍ همداسي دوام ومومي، نو په دې سره به دامریکا فوځ په روان کال کې خپل 200 تنه روزل شوي عسکر له لاسه ورکړي، او دا شمېره د تیرو کلونو په پرتله ډیره زیات دی.

ددې قضیې سره د تعامل لپاره ټاکل شوی جنرال للوید اوستین وايي چي زه فکر کوم مونږ ددې (انتحار) مخه نیولای سو.

په خبر کي راغلي چي ۲۶ تنو فوځیانو د عسکري خدمت په دوران کې په فوځي یونیفارم کې انتحار کړی، او پاته ۱۲ تنو په مدني لباس کې انتحار کړی.

واشنګټن پوسټ په خپل راپور کي ویلي چي په افغانستان کې د جګړې پر مهال د جولايي په میاشت کې د دې شمېر په نیمي عسکر وژل شوي دي.

او زیاته کړې چي دا د امریکا د فوځ د جګ پوړو چارواکو لپاره یو ستر چلینج جوړ شوی، هغوی ددې لپاره چي خپل عسکر د انتحار څخه را وګرځوي ډیري هڅي کړي، خو داسي مالومیږی چي تر اوسه یې هیڅ بریا نه ده په برخه شوې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د