
د ګناهونو د مغفرت او بخښل کېدو اسباب (۴مه) او وروستۍ برخه
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد :
7 : دُعاګاني کول
دُعاء د ګناهونو د مغفرت لپاره يو ستر لامل دی چي انسان ئې د خپلو ګناهونو د بخښني لپاره له الله پاک څخه غواړي.
په ځانګړې توګه په هغو وختونو کي چي دُعاء پکي قبلېږي،لکه د شپې په نس کي، د جمعې د ورځي په آخري ساعت کي، د آذان او اقامت تر منځ او داسي نورځايونه …
همداراز د مومنانو خپلمنځي دُعاګاني چي دوی ئې يوه او بل ته کوي، د دغسي دُعاګانو د ژر قبلېدلو اميد هم زيات شته او ګناوي هم پرې بخښل کېږي.
۸ : د مرګ په وخت کي او ترې وروسته تکليفونه :
د قبر وارخطايي او تنګېدل، همداراز د زنکدن سختۍ، د قيامت د ورځي سختۍ، ګرمۍ، پرېشانۍ او نورو تکاليفو سره هم الله پاک مسلمانانوته بخښنه کوي.
د دې دا مطلب وي چي ګناهګارمسلمان ته د ده د ګناهونو سزا ورکول کېږي، نو الله پاک يې د دغو تکليفونو په تېرولو بخښي چي دومره سزا بس ده.
۹: د نبي عليه السلام شفاعت
دا هم د مغفرت يو ستر او عُمده لامل دی.
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم- وفرمايل : شفاعتي لاهل الکبائرمن امتي (رواه الترمذي ص:۷۰ج:۲ وابوداود ورواه ابن ماجة عن جابر\مشکوة المصابيح ص:۴۹۴ج:۲)
ژباړه : زما شفاعت زما له امت څخه د لويوګناهونو د خاوندانو لپاره دی!!
عن عوف بن مالك الأشجعي قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم أتاني آت من عند ربي فخيرني بين أن يدخل نصف أمتي الجنة و بين الشفاعة فاخترت الشفاعة وهي لمن مات لا يشرك بالله شيئا(رواه الترمذي ص : ۷۰ج : ۲و ابن ماجة\مشکوة المصابيح ص : ۴۹۴ج : ۲)
له حضرت عوف بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم- وفرمايل : ما ته زما د رب له لوري يو راتلونکی راغی، ما ته يې زما د نيم امت جنت ته د داخلېدو او شفاعت تر منځ اختيار راکړ؟ ( يعني په دې دوو کارو کي کوم يو خوښوې؟) نو ما شفاعت خوښ کړ او دا شفاعت د هغه چا لپاره دی چي څوک په داسي حال کي مړ شي چي د الله پاک سره شرک نه کوي!!
شفاعت يې په دې خوښ کړ چي دا ډېرعام دی .
همدا راز شفاعت د نورو نېکانو خلګو هم يو سبب دی.
۱۰: د الله پاک رحمت
د بنده ګناوي که هر څومره زياتي او ستري وي خو بيا هم د الله پاک رحمت ترې پراخ او ستر دی.
دا د مغفرت تر ټولو ستر لامل دی.
د مغفرت د اسبابو په حاصلولو کي ډېر کوښښ اړين دی، مخکي له دې چي دا موقع مو له لاسه ووزي.(تلک عشرة کاملة)
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام
——-
دریمه برخه په لاندي ادرس موندلای شئ:
مولوی صاحب عصمت الله عزام وروره کور دی ودان په علم او عمر دی برکت شه همیشه ښه ښه نصایح او دینی خبری رالیکه دسړی زړه ورسره ډاډه شی او ښه زدکړه هم تری کوی شو تاسی نیک علما دی الله ج نه خرابوی دتاسو له برکته مو حلال او حرام وپیژندل
مننه مولوی صاحیب