پکتیکا: خبریالانو له ولایت سره پریکون اعلان کړ

راپور: خانزاده تراب – پکتیکا

د پکتیکا ولایت د خپلواکو ژورنالیستانو ټولني، د رسنیو استازو او سیمه اییزو خبریالانو ددغه ولایت له ولایتي ادارې سره د ځینو ستونزو له امله د زمري په نهه ویشتمه نیټه پریکون اعلان کړ.

د پکتیکا ولایت د خپلواکو ژورنالیستانو ټولني له ولایتي ادارې سره د پریکون خبرپاڼه وروسته له هغه خپره کړه چې د زمري په ۲۸ دافغانستان د خپلواکي په جوړه شوې غونډه کې خبریالان د چارواکو له لوري له بد چلند سره مخامخ او د وسایلو اجازه ورنکړل شوه.

د افغانستان د ازادي په ویاړ جوړي شوې غونډي ته د ورتګ پرمهال خبریالان د تالاشي د ټولو قوانینو له مراعتولو سره،سره د ځینو چارواکو له خوا تهدید او په سپکو الفاظو وګواشل شول.

د پکتیکا ولایت د خپلواکو ژورنالیستانو ټولني، د رسنیو استازو، سیمه ایزو خبریالانو او یوشمیر مدني ټولنو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ولایت مقام سره پریکون اعلان کړ، چې هیڅ یوې غونډي او پروګرام ته د نه ورتګ پریکړه یې وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي چې تر هغه وخته به هیڅ خبریال ددولت له کړنو څخه راپور خپور نه کړي ترڅو چې یې ستونزو ته د حل لار نه وي لټول شوې.

په پکتیکا ولایت کې د خپلواکو ژورنالیستانو د ټولني مشر سیف الرحمن شهاب له خِرد انلاین سره په خبرو کې وویل چې، په دې ورستیو کې د پکتیکا د ولایتي ادارې له لوري خبریالانو او رسنیو ته معلومات په خپل وخت نه ورکول کیږي، او په یوه او بله بهانه ځان تیرباسي.

شهاب زیاتوي: ((چارواکې ترهغه وخته معلومات نه شریکوې تر کوم وخته چې یو خبر خبري ارزښت لري او باید نشر شي.))
نوموړی وایې چې په ځینو عامو غونډو کې له بلني سره، سره له خبریالانو سره بد او سپک چلند کیږي، او په بدو الفاظو ګواښل کیږي.

د خپلواکو ژورنالیستانو د ټولني مشر وایې چې هر خبریال باید د غونډي پرمهال له خپلو وسایلو څخه ګټه واخلي اما په ځینو غنډو کې د یادو وسالیو د استعمال اجازه هم نه ورکول کیږي.

شهاب وایې: (( له نوې ټکنالوجې څخه د اسانتیا په خاطر ځیني خبریالان له خپل ګرځنده مبایل څخه د تصویر اخستلو او له اړوندي رسنۍ سره د معلوماتو د شریکولو او اړیکو نیولو په موخه کار اخلي چې د چارواکو له لوري پرې بندیز لګیږي او اجازه نه ورکول کیږي.))

د نوموړي په وینا چې ددغو ټولو ستونزو د حل لار په خپله برخه کې د هر چارواکې په سم ډول د مسولیت اداکول دي.
سیف الرحمن شهاب وایې له ولایت سره به دخبریالانو دغه پریکون تر هغه وخته دوام وکړي ترڅو چې یې ستونزو ته د حل لار او غوښتنو ته یې مثبت ځواب نه وي ویل شوی.

په دغه ولایت کې د مېلمه سیمه اییزي رادیو یو تن خبریال محمدالله همتیار هم په پکتیکا ولایت کې له تیرو دوو میاشتو راهیسي د ژورنالیستانو پر وړاندي د چارواکو بد چلند او د معلوماتو نه شریکول تائیدوي.

همتیار وایې چې معلوماتو ته د لاسرسي ستونزه د پخوا په پرتله خورا زیاته شوې او چارواکې له خبریالانو او رسنیو سره معلومات پر خپل وخت نه شریکوي.

نوموړی زیاتوي چې د رسنیو له اساسي دندو څخه خلکو ته د نویو معلوماتو او اطلاعاتو رسول دي چې په خپل وخت یې له خلکو سره شریک کړي اما په پکتیکا ولایت کې چارواکې په خپل وخت له رسنیو سره معلومات نه شریکوي، چې دغه کار له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

محمدالله همتیار وایې: (( د معلوماتو د نه شریکولو ترڅنګ په ځینو غونډو او پروګرامونو کې خبریالانو ته د تصویر او ویدیویې کلیف د اخیستلو اجازه نه ورکول کیږي.))

د یادولو وړ دی چې د کارونو د اسانتیا لپاره ځیني خبریالان له خپل ګرځنده مبایل څخه د کامرې او تصویر اخیستلو په موخه کار اخلي چې د ځینو چارواکو لخوا په غونډو کې اجازه نه ورکول کیږي او خبریالان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د