ټکنالوژي

ایسوس (Asus) خپل پیاوړی خو ارزانه ټبلېت معرفي کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د تایوان هیواد پيژندل شوی کمپنۍ ایسوس نن خپل پیاوړی او غښتلی ټبلېټ چې زېن پډ ایس ۸.۰ (Zen Pad S 8.0) نومول شو معرفي کړ. څنګه چې د دغې ټبلېټ له نوم څخه هم ښکاري دغه ټبلېټ ۸ انچه ډسپلې او ۱۵۳۶*۲۰۴۸ پکسله ریزلوشن لري.

هغه ځانګړتیاوې چې دغه ټبلېت د نړۍ په پیاوړی ټبلېت بدلوي د څلور هستې لروونکی پروسېسر او ۴ ګیګابایټ رېم لرل دي. په دغه ټبلېت کې سي (C) ډوله یو ایس بي پورټ (USB Port) کارول شوی.

د ایسوس زین پډ ایس ۸ (Zen Pad S 8.0) ځانګړتیاوې:

– اته انچه ایل سي ډي ډسپلې او ۱۵۳۶*۲۰۴۸ پکسله ریزلوشن. د دغه ټبلېت سکرین له ګوریلا ګلاس ۳ څخه جوړ شوی.

– څلور هستې لروونکی اینټل ایټم ذي ۳۵۸۰ (Intel Atom Z3580) ډوله ۲.۳ ګیګاهرتز پروسېسر.

– څلور ګیګابایټ رېم

– ۶۴ ګیګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا چې تر ۱۲۸ ګیګابایټ اضافي میموري هم قبلوي.

– اته میګاپکسله اصلي کامره

– پنځه میګاپکسله مخکینی کامره

– یوازې ۶.۶ ملي متره پنډوالی او ۲۹۸ ګرامه وزن

– د سي (C) ډوله یو ایس بي پورټ څخه ملاتړ کول

– ډي ټي ایس (DTS) سپیکرونه

له شک پرته دغه ډول ټبلیټونه ډیرې اوچتې بيي لري خو دغه کمپنۍ غواړي خپل نوی ټبلېټ په مناسبه بیه کاروونکو ته وړاندې کړي. ایسوس کمپنۍ اعلان کړی چې خپل دغه ټبلېټ به د یوازې ۲۹۹ امریکايي ډالرو په بیه نړیوالو بازارونو ته وړاندې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x