نړۍ

ایران وايي د بغدادي پټنځای یې کشف کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): ایراني چارواکي وايي چې دوی د «کره ثبوتونو» په مټ توانیدلي تر څو د داعش ډلې مشر ابو بکر بغدادي پټنځای معلوم کړي.

ایراني چارواکو ویلي چې امریکا په سیمه کې خپلې پروژې لري نو ځکه د بغدادي د اصلي پټنځای په اړه خلکو ته دوکه ورکوي.

د ایران مذهبي مشر «علي خامنه یي» نظامي مرستیال تورن جنرال «یحیی صفوی» نن د پنجشنبې په ورځ په ډاګه کړه چې ابوبکر بغدادي د امریکا په یوې پوځي اډه کې اوسیږي او د داعش د نورو مخکښو کادرونو په ګډون د امریکایانو له خوا لارښوونې او روزنې ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړې چې په دې اړه کره شواهد او قاطع دلایل په لاس کې لري.

«مونږ داسې کره او موثق استخباراتي معلومات لرو چې د داعش ډلې مشر ابو بکر بغدادي دامریکا په پوځي اډو کې اوسیږي او روزنه ترلاسه کوي».

یحیی صفوي په خپلو خبرو کې د داعش ډلې په رامینځ ته کولو کې د امریکا رول ته هم اشاره کړې او زیاته کړې يې ده چې امریکایانو وروسته له هغه د داعش ډله رامینځ ته کړه چې په افغانستان کې یې ماتې وخوړه. خو ویلي یې دي چې «مقاومت کوونکي ولسونه» به د امریکا داعشي پلان خنثی او له ناکامۍ سره مخ کړي.

باید وویل شي چې وړمه ورځ د دوبۍ د پولیسو مرستیال قومندان «ضاحي خلفان» هم څرګنده کړې وه چې امریکا او لویدیځو هیوادونو ته د بغدادي ځای ځایګي معلوم دی، خو په خبره یې، د «ویجاړونکو پلانونو» د عملي کولو په خاطر یې پر ضد ګام نه اوچتوي. خلفان په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي و: «زه باور لرم چې امریکايي استخبارات د بغدادي له میشت ځای باخبره دي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی دیوبندي

په افتداکي می ناری کړي داده امریکاخلګ دي چانه راسره منل خواوس حقایق درکړل شول چي داعش داسلام ذد خلګ دي دادیهودوپروسه ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x