افغانستان

طالبانو د پاکستانۍ رسنۍ راپور درواغ وباله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د امت ورځپاڼې هغه راپور دروغ بللی چې په کې ملا اخترمحمد منصور ته منسوب یو پیغام خپور شوی و.

امت ورځپاڼې د اګست د میاشتې په اتلسمه په یوه راپور کې ویلي وو چې ملا اخترمحمد منصور د ای ایس ای د پخواني مشر جنرال حمیدګل په مړینه غمرازي او خواخوږي ښودلې ده.

امت ورځپاڼې ویلي وو چې ملا اختر محمد منصور د جنرال حمیدګل د مړینې په پیغام کې ویلي وو چې د ملا محمد عمر مجاهد په مړینه يې یو لاس غوڅ شوی و او د جنرال حمیدګل په مړینه یې بل لاس غوڅ شو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته رالېږل شوې خبرپاڼه زیاتوي چې د دوی مشر د جنرال حمیدګل په مړینه هېڅ څه نه دي خپاره کړي.

طالبانو پر رسنیو غږ کړی چې خپل رسالت درک کړي او یواځې هغه څه خپاره کړي چې واقعیت وي.

دوی امت ورځپاڼې ته په اشاره کې ویلي چې د خپلو «شومو اهدافو» لپاره باید دومره ګستاخي ونه کړي چې ناویلي خبرې پسې وتړل شي.

مجاهد ویلي چې جنرال حمیدګل د روس سره د جهاد پر مهال د مجاهدینو سره نېږدې همکار پاتې شوی و او دوی ټولو هغو اشخاصو ته چې د شوري یرغل په خلاف یې د افغانانو د داعيې او جهاد ملاتړ کړی وي، د قدر په سترګه ګوري.

د ای ایس ای پخوانی مشر جنرال حمید ګل د اګست پر ۱۵مه د مري ښار په یوه پوځي روغتون کې د دماغي سکتې له کبله د ۷۹ کلونو په عمر ومړ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

پاکستان کی خو سلگونه رسني او د هغو په رأس کی پاکستانی فوج، حکومت او استخبارات د افغانانو له مجبور حالته همداسي بهره برداري کيي، دداسي بهربرداريو رد د يوي رسني د خبر په رد نه رد کيژي، بلکه د دوی د نظام دوه مخی شیطانی پاليسي چی د افغانانو او افغانستان په ارتباط یی طرح او تر اجرا لاندي نيولي ده باید رد کرل شي او په وراندي یی د تولو افغانانو په ملتيا د ایستادگی لاری چاري ولتول شي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x