شعـــــرونه

بې خبره

سمیع الدین افغاني

نه  په خپل خیر  نه په ضرر خبر شول

نه د دښمن په چم ­ ، هنر خبر شول

ځوک یې تیر باسي کږه لار ور ښي ؟
کله د چم  مداح  له شر خبر شول ؟

چې سر یې خپل وی پل غلت پسې وړي
لدې جاهلو کور او کر خبر شول

چې یې په مکر او پلمو غولوي
کله په چم د پاړوګر  خبر شول

لویه فتنه په سرنوشت لوبې دي
مظلومان کله په اثر خبر شول

لا به تر څو د غفلت خوب ویني دوئ
کله جعلکار  له فتنه ګر  خبر شول

په خود غرض په ځان مغرورو باندي
د ناپوهي نن سمه او غر خبر شول

هلته به دوئ په سر کې عقل راشي
چې د مکار صیاد  له شر خبر شول

دوست په جامه کې یې بیا بیا تیر باسي
ساده ګان کله په اختر  خبر شول

———————————-
سمیع الدین افغاني
۱۸ – ۸ – ۲۰۱۵
م ۰ کال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x