نظــر

د ولسمشر پر ځای ما وژړل

لیکوال: محمدآصف خواتی

نن مې د نورو ورځو په څیر خپل کمپیوتر ولګاوه او د ځینو ویب پاڼو لوستل مې پیل کړل، په یوه پاڼه کې دا لیکنه تر سترګو شوه چې د ولسمشر اقتصادي سلاکار ښاغلی زاخیلوال په پلازمیینه کابل کې د خپلواکۍ د ۹۶ کالیزې په مناسبت په جوړه شوې ناسته کې ویلي « موږ د آزادۍ ورځ نمانځو، آزادي نه نمانځو، ځکه موږ آزادي نلرو۰۰۰ »

د نوموړي وینا هک پک کړم چې دا ښاغلي چې پدې وروستیو څوارلسو کلو کې  لوړ دولتي مقامونه لري دا خبره کوي ښایي کوم شربت یې څښلي وي او یا یې څه شی دود کړي وي۰

کله مې چې بلې ویب پاڼې ته مخه کړه نوموړي په ځینو رسنیو کې د ده د خبرو انعکاس غلط فهمي ښودلې ده، خو بیا یې هم د آزادې د نه لرلو خبره کړې او وایي « تر هغو ځانته آزاد نشو ویلی چې امنیت مو بهرني عسکر ساتي۰»

په بله پاڼه کې مې د ښاغلي عبدالجبار مطمئن د لیکنې په دې سرلیک « ولسمشره! راشه چې وژاړو» سترګې ولګیدې، لیکوال د ولسمشر د خوارۍ مظلومیت او بیوسۍ انځور کاږي او د نوموړي سره د یوه نږدې دوست په شان د زړه خواله کوي او مشوره ورکوي چې «دملت په وړاندې خپل مظلومیت، بې وسي او غربت بیان کړه، د وجدان دروند پیټۍ له غاړې وباسه ». لیکوال، ولسمشر ته د نوموړي هغه خبره هم  ور یادوي چې چا ترې پوښتلي و ستا او دکرزی څه فرق دۍ؟ ولسمشر په ځواب کې ویلې و «هغه ژاړي او زه نه ژاړم».

هو:کرزي د بهرنیو لښکرو له لوري د خپلو خلکو د ډله ئیزو وژنو له امله ژړل، د نوموړي ژړا ښودله چې هغه بیوسې او ناتوانه ولسمشر دۍ خلکو ته یې خپله بیوسي او ناتواني د ژړا له لارې څرګندول، دا هم دهغه یو هنر وو، په رښتیا سره چې پردیو کینولي مشران د سیاست په رمزونو او هنرونو ښه پوهیږي چې څه ډول ولسونه تیر باسي او خپل باداران راضي وساتي، هغه چا چې د متفکر جمهور نه د نوموړي او کرزي د فرق پوښتنه کړې وه  پدې ښه پوهیده چې نومونه او څیرې یې بیلې دي، ژستونه او اکټونه یې بیل دي نور هیڅ توپیر نلري، دوی د تیاتر د تمثیل کونکو په شان تمثیل کوي د هغې پرته د بل کوم هنر او نوښت د څرګندولو واک  نلري، د (ولسمشره! راشه چې وژاړو) د لیکنې ښاغلی لیکوال دهیواد د ولسمشر مظلومیت ویني بالاخره نوموړي ته دا سلا او مشوره ورکوي چې د خپل کړیدلي ولس سره ګډ په  چیغو چیغو وژاړه، زما له انده دا ښه وه چې ورته ویل شوې وای چې دناروغۍ په نامه خپله استعفی وړاندې کړه، دا ځکه چې که په بل نامه استعفي  وکړي ښایي هغوی چې ستر متفکر یې د طالبانو د واکمنۍ د را پرزولو وروسته هیواد ته راوستلی دۍ د غوسې لامل شي او ګوانتانامو یې ځای نشي۰

په بله پاڼه کې مې د ښاغلي عبد الخالق رشید (د هغې ورځې په ویاړ چې په آزادۍ پیل شوه او په غلامۍ ودریده) دلیکنې په لوستلو پیل وکړ، لیکنه په روم کې د اعلیحضرت  امان الله خان دا د لوړو انساني ځانګړتیاوو لرونکي  پاچا سره دیوه ایراني لیکوال (احمدنامدار) په مرکه څرخیږي، کله چې دمرکې په پای کې غازي امان الله  دایرانی لیکوال سره مخه ښه کوي اعلیحضرت ورته وایي : « سلام مې وایه ! لیکوال سره لدې چې موسکی شو ژړا ورغله : اعلیحضرته په چا؟ او اعلیحضرت په غیږ کې کلک ونیو په نیولي آواز یې ورته وویل : پر هغوی چې ژوند لري ، پر هغوی چې هیواد لري ، پر هغوی چې مینه لري او پر هغوی چې خپلواکي یې د غلامۍ په وړاندې وینه او مینه وي ۰۰۰ اعلیحضرت لیکوال په ډکو سترګو په خدای وسپاره ۰۰۰، د رنګ شیبې یې پر هغه پسې کتل او د هغه لنډ قدمونه یې له هغه سره د مینې په نامه یو یو څاره او پر هغې پسې یې کتل۰۰۰ لایې له سترګو پناه شوی نه و چې  له جیبه یې دسمال را ویوست او هغه یې سترګو ته ونیو!؟»

ددې جملو په لوستلو سره مې چې  د یاد دوو شوو دوو لیکنو اغیز پخپل قوت پروت و ما ته ژړا راغله او ښه مې وژړل چې پدې ډول د ولسمشر په ځای ما وژړل، زما نه یادیږي چې کوم وخت  دې ما داسې ژړلي وي، غازي  امان الله نه یوازې د وطن ، خپلو ملګرو ، خپلوانو او عزیزانو څخه لیرې والي ژړاوه بلکې د هیواد حالاتو هم ژړاوه چې پر ولس یې غله ، داړه ماران، پردي پال او د علم او پوهې دښمنان واکمن دي، هغه لدې کبله هم ژړل چې  د وطن د آبادې او د خپل ولس د ښیرازۍ لپاره یې ښې نخښې لرلې خو مکار انګریز ورته دسیسې او توطئې جوړې کړې، د وطن څخه تیښتې ته اړ شو او هغه نخښې یې پلې نشوي،  شاه امان الله خیال درلود چې کابل یې د پاریس ، لندن، برلین، روم  یا مسکو په شان ښکلا ولري، هغه پدې لاره کې لومړني ګامونه اوچت کړل او د دارالامان په شان ماڼۍ یې جوړه کړه، د هغه ځای ناستي نوموړی لاتې او ملحد اعلان کړ او د یحیی د کورنۍ لومړي واکمن پدې ماڼۍ د دارالفنون نوم کیښود خو ولس دا نوم هیڅکله هم ونه مانه او دارالامان هماغسې دارلامان پاتې شو او بیله شکه پاتې به وي، د اولس که هرڅومره په تیارو کې ساتل شوی دۍ ، کله ناکله  دنړیوالو استکباري شیطاني مرکزونو د توطئو او دسیسو په لومو کې لویدلی ، ځینې ځینې وختونه د دین او مذهب په نامه د هغوي د سپیڅلو  احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته شوې ده او پدې توګه تیر ایستل شوی دۍ خو یوه ځانګړتیا لري چې خپل خدمتګاران نه هیروي.

اعلیحضرت امان الله کله چې د هغه سره ایراني لیکوال دده د ژوند او هیواد په هکله مرکه کوله  ددې ستر میړني انسان په سترګو کې اوښکې لیدل کیدي ځکه چې په وطن یې پردی پال داړه ماران واکمن وو او د هیواد واکمن حالت یې د خواشینۍ وړ او راتلونکې یې تیاره  لیدله.

زموږ د هیواد نني چارواکي پدې ښه پوهیږي چې دوی واک نلري ، دوی د نورو د ارادې له مخې باید د دولت او د هیواد چارو لارښوونه وکړي، کله یې چې وجدان او ضمیر لږ شانتې را ویښ شي ناببره یې دخپلواکۍ د نلرلو خبره  له خولې راووزي او بله ورځ بیا دده له خبرونه غلط تفسیر را وباسي، متفکر جمهور دا نه وایي چې ولې کرزي ژړل؟ ښا یي متفکر ووایي چې کرزی د اړینې پوهې نه بې برخې و او د کوچنی ماشوم په څیر به یې چې د څو تنو د شهادت خبر واورید ژړا به ورغله او دی د نړۍ  ستر متفکر دۍ او ستر جګړه مار یې د لومړي مرستیال په توګه تر څنګ ولاړ دۍ چې همدا اوس اوس په فاریاب کې د خپلو خلکو په وړاندې جنګیږي،  د لسو، سلو تنو وطنوالو جنازه څه چې زرګونو افغانانو جنازې هم وویني چورت یې ندی خراب، څرنګه چې پدې ورځو کې د خپلواکۍ د ګټلو خبرې تودې دي چې باید همداسې هم وي، موږ ته په کار ده چې  د هیواد خپلواکۍ د لارې د نوم ورکو او څرګندو اتلانو نومونه او یادونه را ژوندي کړو او هغوی چې د پردیو پر مټ په هر نامه واک ته رسیدلي دي وغندو، دا یوه ملي ، اسلامي او وطني دنده او وجیبه ده.

د اعلیحضرت امان الله په اړه دیوې موضوع او یا په بله خبره د یوه واقعیت یادول اړین بولم چې هغه هغو کسانو ته د درس یوه بیلګه ده چې پردیو واک ته رسولو چارواکو په هکله سپین کاغذونه توروي، دا موضوع مې لوستې وه او هرڅومره مې چې پخپلو یاد داښتونو کې وپلټله ماخذ مې یې پیدا نکړ تر څو یې کټ مټ  را نقل کړم.

وایي هتلر کله چې غوښتل د خپلو نخښو د پلې کولو لپاره افغانستان هم خپل ملګری کړي په روم کې یې اعلیحضرت امان الله ته یو خط واستاوه او ده ته یې واک ته د رسیدو ټټر وهلی و چې البته خپل شرطونه یې هم ورته لیکلي وو. غازي امان الله د مننې په څرګندولو سره دې کار ته د غاړې د نه ایښودلو له امله بخښنه غوښتې وه.

دلته دغازي امان الله  دستر شخصیت جوهر څرګندیږي چې د پردیو پر مټ واک ته رسیدل یې ځانته عار او بې ننګې ګڼله، هغه پدې ښه پوهیده که څوک یوه چا ته د سلطنت او یا دهیواد د زعامت ژمنه وکړي هغه خپل شرطونه لري، د دې کار معنا دا ده چې ته خپلواک نه یې او واک د هغه چا سره دۍ چې ته د هغوی پر مټ واک ته رسیدلی یې او د هغوی پر مټ باید واک وچلوي چې دا د غلامۍ څرګنده نښه ده، لدې امله شاه امان الله په هغو کسانو سلام وایه چې خپلواکي یې د غلامۍ په وړاندې وینه او مینه وه.

ویاړ په خدای بخښلي ستر اتل غازي امان الله او د خپلواکۍ د لارې په ټولو اتلانو

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x