نظــر

د افغانستان د امنیتي ځواکونو ډير په زړه پورې شعار دئ (خدای ، هیواد ، دنده )

کونړ: د افغانستان ملي اردویعنې دا چې د خدای اوامر ورته تر هرڅه ډير مهم دي ، د خپل هیواد د ملي حاکمیت ، خپلواکۍ او ملي نوامیسو د ساتلو لپاره د ځان قربانولو ته هم چمتو دي او خپلې دندې ته چې بیا هم پورته موارد په کې شاملیږي ژمن دي .

واقعیت دئ چې د هر هیواد ملي امنیتي ځواکونه او فوځ د هغه هیواد د ملي حاکمیت ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو او ارزښتونو د ساتلو دنده پر غاړه لري چې په دې برخه کې د خپل ژوند قرباني کولو ته هم حاضریږي له همدې امله خلک خپلو امنیتي ځواکونو ته په ډيره درنه سترګه ګوري حتې امپراطوران او ولس مشران ورته د تعظیم سر ټيټوي .

په ريښتیا هم چې په دې وروستیو کې یو شمیر افغان فوځيانو او امنیتي ځواکونو ،او پولیسو خپل شعار ته خپله ژمنتیا په عمل کې ثابته کړه . پر هغه چا ېې د خپلو وسلو جوجورې خالي کړې چې د هغوی د خدای ، هیواد او دیني ، ایماني او ملي دندو دوښمنان ؤ  او هر ځل ېې هغوی ته داسې مرګ ژوبله واړوله چې ظالم او تیري ګر چارواکي به ېې تر مرګه هیره نه کړي .

څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر وویل په افغانستان کې پر بهرنیو د افغان فوځيانو د بریدونو زیاتیدا سخت اندیښمن کړئ . هغه بې چاره حق لري چې اندیښمن شي ځکه اوس اوس ېې ماغزه خلاصیږي چې له څو ایمان پلورو پرته ټول افغانان په بیه اوډالرو نه شي پيرلئ .

هغه څو تنه چې پيرل شوي یا پلورل شوي هغوی هم ورو ورو د خپلې لوېې او ملي تیروتنې په اړخونو پوهیږي .

څه موده وړاندې مې له یوه تن سره خبرې وشوې چې ویل ېې څو کاله وړاندې مې د ملي اردو په لیکو کې دنده تر سره کوله خو اوس مې پریښې .

پر بهرنیو د افغان ځواکونو د بریدونو د لامل په اړه مې ترې وپوښتل د بيلګې په توګه ېې یوه کیسه راته وکړه چې زه ېې هم له تاسو سره شریکوم .

نوموړي ځوان چې لهجې ېې مالومیدل د افغانستان د ختیځ اوسیدونکئ ؤ وویل د وردګو ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې مو دنده درلوده او یوه کلي ته څيرمه د یوې غوڼدۍ په سر مو قرارګاه وه چې له موږ سره په ۵0 میترۍ کې د بهرنیو ځواکونو یوه قرار ګاه هم وه .

یوه شپه بهرنیو ځواکونو زموږ قوماندانانو ته وویل چې په بیړه ځانونه برابر کړو ځکه له موږ لاندې په څو سوه میترۍ کې یو وړوکئ کلئ ؤ او بهرنیو ځواکونو ویل چې جاسوسانو ېې خبر ورکړئ چې دې کلي ته یو پخوانئ طالب چې کابو یو کال له سیمې تښتیدلئ ؤ بیرته راغلئ او باید وېې نیسو .

زر زر مو ځانونه چمتو او کلئ محاصره کړ ، بهرنیو ځواکونو زموږ قوماندان ته وویل چې موږ د سیمې امنیت ونیسو او په خپله ېې د کور دروازه ماته کړه او انګړ ته ورننوتل ،

 له دې امله چې د کور دیوالونه ټيټ ؤ او شا او خوا وړې پوښتې (غونډۍ) وې موږ  ته د کور منځ مالومیده .

بهرنیو ځواکونو کور لټ په لټ کړ خو لکه چې میلمه طآلب زموږ له راتګ وړاندې پښې سپکې کړې وې او څه په لاس ورنه غلل .

بهرنیو ځواکونو د کور ښځې او ماشومان د انګړ په یوه کونج کې درولي ؤ چې له ویرې لړزیدل .کله چې هغوی خپلې موخې ته ونه رسیدل نو غوښتل ېې واړه ماشومان او ښځې د سپيو په واسطه تلاشي کړي خو چې سپئ به ورنږدې شو ماشومانو او ښځو به چیغې او کوکارې پيل کړي ، څو ځله داسې وشول او حتې سپي یو ماشوم او یوه میرمنه وډاړل او زخمي ېې کړل .

زموږ یو ملګري چې د بهرنیو ځواکونو دې جنایت ډير قهرولئ ؤ او په خپل رینجر کې دهشکې ته ولاړ ؤ له قوماندان ېې وغوښتل چې له بهرنیو د دې جنایت د بندولو غوښتنه وکړي خو قوماندان جرئت نه درلود.

په همدې ترځ کې مو سختې ډزې تر غوږ شوې او ومو لیدل چې د سپيو څښتنان بهرني عسکر په وینو کې ورغړیدل یوه او بله خوا شوو که ګورو د دهشکې والا افغان عسکر پر بهرنیو دوهم باړ هم وچلاوه او جګړه ونښته دریو نورو افغان عسکرو هم د دهشکې والا عسکر ملاتړ وکړ خو موږ چپ ولاړ ؤ د بهرنیو ځواکونو له پوستې ېې په افغان عسکرو ډزې پیل کړې چې په دې منځ کې الوتکې را ورسیدې او لومړۍ ېې په جګړه کوونکو افغان عسکرو بمباري وکړه او شهیدان ېې کړل او بیا ېې زموږ په مرکز هم بمبار وکړ چې پنځه تنه افغان عسکر که څه هم هیڅ ګناه ېې نه وه کړې هلته ووژل شول .

د نوموړي په وینا که چیرې د مرکز (قرارګاه )عسکرو د خپلو افغان ملګرو مرسته کړې وائ نو ښايي بهرنیو ځواکونو ته ډيره مرګ ژوبله اوښتې وائ ځکه په قرارګاه کې موږ پر مختللي توپونه او وسلې درلودې .

هغه وايي له همدې نښتې وروسته ما د وجدان د عذاب  امله دنده پريښوده او پوه شوم چې زه د خپل هیواد او نوامیسو د ساتلو جوګه نه یم بلکې یواځې د ۲۲۰ ډالرو لپاره اردو ته راغلي یم ځکه وجدان مې ملامتوي چې په هغه ورځ مې د خپلو ملګرو مرسته ونه کړه .

ډآکتر عماد الدین پژمان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x