نظــر

مونږ اوسنی اشغال نه تأییدوو، تقبیح کوو یې

 عبید الله محبوب

او نه یې د تیر  اشغال نه د آزادۍ د ورځې تجلیل (۲۸-زمري) په دومره جوش او خروش د اوسني استعمار تر چتر لاندې ستایو .

بلکی د تیرو اشغالګرانو په وړاندې د خپلو نیکونو تیر تاریخ، حماسه، قرباني، ایثار او اثار خپل اوسني او اینده نسل ته وړاندی کوو او ورته ښایو چې ستاسو نیکونو او پلارونو تیرو امپراتوریو او اشغالګرانو ته چې د اوسني اشغالګرانو پلرونه او نیکونه وه څرنګه د ماتې او شکست درسونه ورګړي دي.

او اوسنیو اشغالګرانو ته ښیو چې کومو افغانانو ستاسو پلرونو او نیکونو ته د ماتې او عبرت کوم درسونه  ورکړی وه او ستاسو له پلرو او نیکونو څخه یې د دې وطن ازادي د ایمان، جذبې، غیرت او د مټو د قوت  په زور اخستې وه، دا د هماغه افغاني نیکونو او پلرونو وطن دې.

اوس هم د دې  وطن په بچیانو  کې د هماغو مشرانو، پلرونو او نیکونو وینه، حماسه، قرباني او د وطن د ازادې جذبه د بدن په رګونو کې چلیږي،اوس هم په دی وطن کې په ازادۍ او قربانۍ مین خلک اوسیږي.

اوسني اشغالګر دی دا فکر او سوچ له زهنه وباسي چې دا څو ایمان پلورونکي، وجدان پلورونکي، وطن پلورنکي او فکري غلام خلک ورسره دي نو مونږ به د دې وطن اشغال ته ادامه ورکړو او تل به په دی وطن زمونږ راج او سلطه وي.

په فارسۍ کې یو متل دې چې:

(این خیال است و محال است و جنون است).

نن ورځ (۲۸ – اسد) چې په افغانستان کې  د انګلیس د امپرتورې د نړیدو ورځې سره سمون خوري او د افغانستان د تیرتاریخ د اوسپنیزو انسانانو یاد پکې پروت دې په اوسني وخت مونږ ته دا درس نه راښیي چې دا ورځ دی  یواځې د تجليل او جشن ورځ وي، او نه مونږ ته درس راکوي چې دا ورځ دی مونږ په میلو جشنونو او اتڼو تیره کړو.

که چیرته مونږ افغانان په دی خبره اتفاق کوو چې مونږ  د هماغه نیکونو او پلرنو زامن یو چې په خپل ځان، وطن، عزت او ناموس یې د اشغال سلطه نه قبلوله نو بیا مونږ پخپله دعوه کې دروغژن او په ناحقه یو ځکه چې زمونږ نیکونو او پلرونو د اشغال د چتر تر سیوری لاندې اتڼ او جشنونه نه کول.

اتویشتم د زمري  په اوس وخت کې چې  هیواد یو ځل بیا د هماغه اشغالګرو د ځامنو او کړوسو د تسلط تر سیوری لاندې پروت دې مونږ ته دجشنونو او اتڼ پر ځای د خپلو اجدادو او پلرونو په څیر د آزادۍ د لاسته راوړلو لپاره د فکري، قلمي، قولي، علمي، عملي، او فزیکي مبارزې او مجاهدې درس او عبرت راکوي.

عبید الله محبوب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x