fbpx
کابل ښار

په ټولو ولایتونو کې د جمعې او شنبې ورځې رخصتۍ تایید شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډې په اونۍ کې د دوو ورځو رخصتي (جمعه او شنبه) باندې نن بحث وکړ او تایید یې کړې.

تر دې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د اونۍ رخصتي د پنجشنبې او جمعې په ورځ وه. دا لا څرګنده نه ده چې د پنجشنبې او جمعې پر ځای د جمعې او شنبې رخصتیو څخه د ګډ حکومت څه هدف دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر ریاست څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د ګډ حکومت د کابینې اونیزې ناسته پرون وشوه.

د خبرپاڼې له مخې د کابینې په ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو، شهدا و معلولین وزیر تر دې وروسته د جمعې او شنبې ورځې د رخصتۍ وړانديز وکړ.

سرچېنې لیکلي چې د کابینې جلسې د یاد وزارت طرحه تایید کړه.

څو کاله وړاندې هم د جمعې او شنبې د رخصتۍ کولو رسمي هڅه وشوه خو وروسته یواځې د پلازمېنې کابل لپاره په دوو ورځو رخصتیو (پنجشنبه او جمعه) توافق وشو.

دا لومړی ځل دی چې په ټولو ولایتونو کې د جمعې او شنبې ورځو په رخصتۍ توافق کیږي.

avatar
8 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
yousuf
میلمه
yousuf

له یوی ورځي او بلی ته د نړی سره په کفریت کې سیال له اسلامه او مسلمانانو آزاد، خپلواك او آباد افغانستان…
ای د کفر دلاری لارویانو او غوښتونکو الله مو په ځمکه دننه کړه!

جمیل انوري
میلمه
جمیل انوري

دګډ حکومت هدف دادی چې یهودیت اواسلام سره ګډ کړي ،

عبدالحق حنفی
میلمه
عبدالحق حنفی

دجمعی او شنبی رخصتی خوداسی معنا ورکوی لکه څوک چه یو دولت ته اسلامی جمهوری وایی اودا له لمر نه هم روښانه ده چه داسلامی او جمهوری کلمی تر منځ څومره توفیرده اوداسلامی کلمی مرجع له کمځایه ده دجمهوری کلمی مرجع له کځایه ده

م.طاهر
میلمه
م.طاهر

سلامونه او نیکی هیلی! که چیری دوه ورزی رخصتی اعلانیژی په یوه اونی کی نو زمونژ مسلمانانو لپاره پنجشنبه او جمعه باید وی .اول خو پنجشنبه اکثرا نیمه ورز رسمیات وه او خلکو ورسره عادت اخیستی وه. بله مهمه خبره زما په اند د شنبی ورزی رخصتی اعلانول ده چی دا ورز په حقیقت کی د یهودانو مبارکه ورز ده.د دی ورزی تاکنه له یهودیت سره ارتباط لری او کنه زه نه پوهیژم خو د نن.اسیا له ویب سایت نه هیله کوم چی په دی برخه کی له اروندو کسانو سره د شریعت په رنا کی بحث او هیوادوالو ته… نور لوستل »

خالد افغان
میلمه
خالد افغان

زما نظر شخصي ده اصل خبره دا ده چې یهود له نصاراوو څخه مخکې راغلي زموږ دوه سرې هم د ي د یهود په د رناوي لمړۍ جمعه شنبه رخصتي دوهم دا چې نصاراوو ته د عزت په خاطر يو څو کاله وروسته به شنبه يکشنبه رخصتي کړي نور څه وايي .

اونخیوال وردګ
میلمه
اونخیوال وردګ

په بیعقلی کې مفکر د خپل بادار بل ارمان هم پوره کړ
الله ج د دنجیب په لاره روان کړی

عبدالحق حنفی
میلمه
عبدالحق حنفی

دشنبی د ورزی رخصتی یی دبرتانوی تازه نفسو عسکرو په استقبالیه کی یهودیانوته اهداکړه داخو نو دقر آن پاک فیصله ده چه څوپوری تاسو د یهودو شعائر پلی نکړی له هغو به یهود له تاسونه راضی نشی اوس خو نو دوه سری حکومت دیهودو رضا غواړی نه دالله جل جلاله نعوذو من الذالک

نعمت الله
میلمه
نعمت الله

السلام علیکم
آفرین په تاسو دغه ژیر خط (دکفارو لاره )تعقیب کری خامخا ددوزخ یو کندی ته رسیژی.