fbpx

دوستم له یوه بریده روغ وتلی

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې په هغه کاروان برید شوی چې د ولسمشر دوهم مرستیال او ټوپکسالار جنرال دوستم په کې و، خو هغه له بریده روغ وتلی.

د دوستم ډلګۍ جنبش ملي اسلامي مرستیال مسعود احمد مسعود ویلي چې د جنرال دوستم په کاروان د قیصار ولسوالۍ په دوآبي سیمه کې برید وشو، خو هغه ترې روغ وتلی.

هغه زیاته کړې چې د کاروان په موټرو او په ځانګړي توګه د جنرال دوستم ټانګ باندې څو مرمۍ لګېدلي خو چاته په کې تلفات نه دي اوښتي.

مسعود ادعا کړې چې په ځوابي برید کې یې ۴ طالبان وژلي او ۷ نور یې نیولي دي.

دا لا تر اوسه نه ده تایید شوې چې نیول شوي او وژل شوي کسان ملکي وګړي دي که وسله وال طالبان.

تر دې دمه طالبانو د برید په اړه څه نه دي ویلي خو د ولسي جرګې غړي او دوستم نېږدې ملګري عنایت الله بابر ویلي چې برید سیمه‌ییزو طالبانو کړی.

جنرال دوستم نېږدې یوه میاشت وړاندې فاریاب ته تللی او لوړه یې کړې چې تر هغه به کابل ته ستون نشي چې په شمال کې یې طالبان نه وي مات کړي.

طالبانو هم د دوستم ددغو څرګندونو په ځواب کې ویلي چې دوستمي ملېشو ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

د جنرال دوستم تر قومندې لاندې پیل شوي د «الماس» په نوم عملیاتو د ځانګړي پرمختګ په اړه لا تر دې دمه خبر نه دی ورکړی شوی خو زرګونه کورنۍ ددغه عملیاتو له کبله زیانمنې شوي او په کډه بارولو مجبورې شوي دي.

همدا راز په قیصار کې دوستمي ملېشو د ځايي خلکو کورونه چور کړي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې طالبانو بریدونه د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوي او ډيری ولسوالۍ د طالبانو لاسونو ته پرېوتي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مولوی دیوبندي
میلمه
مولوی دیوبندي

دوستمه ### ټینګه کړه دطالبانوڅخه ځان نشی خلاصه ولای