افغانستان

د ولسمشر لومړي مرستیال له پاکستان سره د اړیکو پرېکېدو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال، جنرال دوستم په خپلو تازه څرګندونو کې غوښتنه کړې ده چې له «پاکستان سره دې سفارتي او دیپلوماتیکي اړیکې پرې» شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال چې له څه مودې راهیسې د هېواد په شمال کې دی، له هغې وروسته له پاکستان سره د اړیکو د پرېکېدو غوښتنه کوي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي.

په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني او اجراییه رييس عبدالله عبدالله د ګډ حکومت له تشکیل وروسته د پخواني حکومت پر خلاف له پاکستان سره اړیکې په کم سارې ډول خوږې شوې. د دغو خوږو اړیکو ځای هغه وخت بېرته تورونو ونیو، چې یوې درنې چاودنې د کابل شاه شهید سیمه کې ګڼ کورونه په کنډوالو بدل کړل.

ولسمشر غني په خبرې غونډې کې وویل، نور له پاکستانه د منځګړيتوب تمه نه کوو. ولسمشر د پاکستان له خوا د سولې په نامه ناستو ته د پای ټکی کېښود.

د ولسمشر له خبري کانفرانس وروسته، د دوستم خبرې د حکومت وروستی دریځ دی، چې د پاکستان په تړاو یې څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد مختار

خره مې ډیر لیدلي وه، خو داسې برګ خر مې د ګل میر په پاده کې هم نه وه لیدلی، چې دا څه بلا ده؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x