افغانستان

د لوګر ولایتي شورا رييس: طالبان د زده کړو بهیر څاري

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): پرون ځینو رسنیو راپور خپور کړ، چې په لوګر کې ملي امنیت ادارې د ښوونځیو شپږ امرین په دې تور نیولي چې له طالبانو سره يې په ناسته کې ګډون کړی و.

نن د دغه ولایت د شورا رييس، حسیب الله ستانکزي د دې پېښي له پخلي سره وویل: «روابط په دې معنا نه دي چې هغوی [آمران] دې له طالبانو سره په فعالیتونو کې لاس ولري. طبعاً، هغوی به یې غوښتي وي».

د ولایتي شورا د رييس په خبره، طالبان په دغه ولایت کې د ښوونې بهیر سره رابطه لري.

ستانکزی زیاتوي، چې څه موده وړاندې په دغو سیمو کې امتحان اخیستل شوی و، طالبانو له دوی څخه غوښتي و چې په دغسې مراسمو کې باید دوی خبر کړل شي.

د ولایتي شورا رييس وايي: «طالبان د خپل حاکمیت په سیمو کې ځي عملاً د استادانو حاضري ګوري، څارنه کوي چې استاد شته کنه، متعلمینو ته درس ورکوي کنه، موږ د هغوی له دې کار سره کوم مشکل نه لرو».

په ډېرو هغو سیمو کې چې طالبان واکمن دي، د ښوونې او روزنې بهیر فعال دی او د طالبانو له لورې يې څارنه کېږي. په ډېری سیمو کې دا چاره د ولسونو د خوښۍ لامل ګرځېدلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x