نړۍ

سپینه ماڼۍ: د بغدادي نایب «حاجي معتز» وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): سپینه ماڼۍ وايي چې «اسلامي دولت» ډلي دوهم کس حاجي معتز د دوی د ځواکونو په بمبار کې وژل شوی.

او زیاته کړې چې دنومړی موټر تیره سې شنبه (۱۸ اګست ۲۰۱۵) د موصل ښار په (المنصه) سړک باندي د امریکايي الوتکو په واسطه بمبار شو، چې له کبله یې نوموړی ځای پر ځای وژل شوی دی.

فاضل الحیالي چې په حاجي معتز مشهور دی، او د اسلامي دولت د ډلي سره د یو ځای کېدو وروسته یې خپل لقب ابو مسلم الترکماني ایښی، د نوموړي په اړه ګمان کیږي چې د «اسلامي دولت» (داعش) ډلي دوهم کس دی.

حاجي معتز په اړه ویل کیږي چې د صدام حسین په وخت کې د کمونیستي ګوند (البعث) مهم کس او په استخباراتو کې لوړ رتبه ضابط وو.
په عراق د امریکایانو د یرغل وروسته نوموړی د بوکا په نامه بندي خانه کې بندي شوی او له هغه ځایه د دغه ډلي د مشر ابوبکر البغدادي سره ملګرتیا پيدا شوی. نوموړی د بندي خانې څخه د خلاصون وروسته د «اسلامي دولت» د ډلي سره یو ځای شوی او ددغه ډلي په لوړ رتبه مشرانو کې شمېرل کیده.

باید وویل شي چې د نوموړي په اړه مخکې هم داسي اوازې خپرې شوي چې د امریکایانو په بمبار کې به وژل شوی وي، خو دا ځل د امریکا ولسمشریږي سپيني ماڼۍ هم د نوموړي مرګ تایید کړی، او ګمان کیږي چې په موصل ښار کې د یوه جاسوس په ذریعه لومړی د نوموړي موټر په نښه شوی او بیا امریکايي الوتکو بمبار باندي کړی.

د سپیني ماڼۍ ویاند نید برایس نن په خبري کانفرانس کې وویل چې د نوموړي سره یو ځای د «اسلامي دولت » ډلي د میډیا مسؤول ابو عبدالله هم وژل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x