نظــر

ناټو په غیر مستقیم ډول د نشه یی توکو په قاچاق کی ښکیل ده

د ناټو ځواکونه د تاریاکو په قاچاق کي ښکېل ديګرانو لوستونکو په دا تیرو څو ورځو کی د افغانستان او تاجکستان پر پوله باندی د خونړی جګړو پرله پسی خبرونه اوریدل . ددی جګړو اصلی علتونه د تاجکستان د بدخشان په غرونو کښی د اسماعیلی جنګسالارانو د نشه یی توکو د قاچاق مخنیوی وو چی د تاجکستان واکداراونو زیات کوښښونه وکړه اما ونه توانیدل چی د خاروع دښار او د بدخشان دغرونو قاچاقبران تر خپلی قبضی لاندی را ولی .

د تاجکستان حکومت د افغانستان په شمال کی د ناټو ځواکونه چی هلته جرمنی سرتیری ځای پر ځای دی ، تورن کړیدی چی هغوی و تاجکستان ته د افغانستان نه د نشه یی توکو په راوړلو کښی ښکیل دی . جرمنی سرتیری دا تورونه بیځایه بولی او وایی چی که افغانان تریاک او نور داسی نشه یی توکی د افغانستان نه تاجکستان ته وړی ، دا ددوی شخصی تجارتی معاملی دی او زموږ دنده دا نده چی د افغانانو په تجارتی معاملو کښی مداخله وکړو .

د نړی رسنی شاهدان دی چی په تیرو کلونو کښی د ناټو ځواکونو په افغانستان کښی د نشه یی توکو په مقابل کی مبارزه پیل کړی وه او په زیاتو ولایاتو کښی یی د افغانستان امنیتی ځواکونو په مرسته د کوکنارو حاصلات له منځه وړل ، داځکه چی ناټو او بیا مخصوصاً امریکا په دی یقین وه چی د افغانستان نه و ټوله نړی ته تریاک او نور نشه یی توکی صادریږی ، چی د یوی خوا په افغانستان کی ددولت د مخالفینو اقتصاد پیاوړی کوی او د وسلو د رانیولو توان پیدا کوی اوله بله پلوه په غربی نړی کی ځوانان په نشه اخته کیږی . اوس بیا داسی اظهارات کوی چی موږ د افغانانو په تجارتی معاملو کښی مداخله نه کوو. دا نظر  د ناټوځواکونه ته څنګه پیدا شوی دی ؟

کوم وخت چی امریکا او ورپسی ناټو افغانستان ته ورغله ، ډیر ژر پوه شوه چی افغانستان ته د ناټو د مهماتو ترانسپورت د ستونزو نه خالی نه وو ځکه چی افغانستان داسی لاری نه لرلی چی د هغوی مهمات دی په اسانه و افغانی هیواد ته وروړل شوی وای . نو ځکه امریکا په ډیره لنډه موده کښی په زیاته بیړه د تاجکستان او افغانستان پر پوله د پنج پر دریاب یو پل د ۳۶ میلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت جوړ کړ . ددی پل نه فقط د ناټو ځواکونو د استفادی حق درلود او ملکی کسانو اجازه نه لرله ، تګ او راتګ پر وګړی . اوس لس کاله وروسته څنګه چی ناټو په خیال کی لری په کال ۲۰۱۴ کی له افغانستان نه ووزی او کوښښ کوی چی د عامه خلکو اقتصاد خراب نه شی ، نو امریکا او ناټو و ملکی کساونو ته اجازه ورکړه چی ددی پل نه استفاده وکړی او خپل تجارت له همدی لاری نه د تاجکستان سره پیاوړی کړی . ددی موقع نه په استفاده د افغانستان پخوانی هغه جنګسالاران چی اوس مهال د افغانستان په شمالی ولاتونو کښی تر کال ۲۰۱۴ وروسته و هغو ورځو ته انتظار باسی چی که ناټو له افغانستان نه ووزی او دوی د افغانستان د تجزیی احساسات بیا را وپاروی ، پوره تیاری نيسی او ځاونونه په وسلو سنبالوی . نو ځکه هغوی ددی پل له لاری د افغانستان نه و تاجکستان ته نشه یی توکی د قاچاق په توګه وړی اوهلته یی په بدل کی وسلی اخلی او په افغانستان کی یی ذخیره کوی . د ناټو هغه ځواکونه چی پدی منطقه کښی دنده تر سره کوی چی زیاد یی جرمنی سرتیری دی ، د پنج پر پل باندی د عامه خلکو کنترول نه کوی . هغوی وایی زموږ دنده د امنیت ساتل دی نه د قاچاق کنترول . ددی جواب احمقانه اړخ خو دادی چی ناټو له یوی خوا ددولت د مخالفینو بر ضد جنګیږی او کوښښ کوی چی وسله لرونکی کسان له منځه یوسی او له بله پلوه د نشه یی توکو قاچاق نه بندوی . دوی باید په دی ځای پوه وی چی د نړی په هر ګوټ کی چی جنګی منطقی وی ، همیشه نشه یی توکی د وسلو په مقابل کی بد لیږی .

د تاجکستان حکومت وایی زموږ دهیواد نه د افغانانو د هیروئینو او تریاکو د بدلون مرکز جوړ شوی دی . د افغانستان نه و تاجکستان ته هیروئین او تریاک راوړل کیږی او له دی ځای نه و ټوله نړی ته صادریږی . د تاجکستان ولسمشر امام علی عبدالرحمن د ناټو نه غواړی چی هغوی ددی قاچاق مخنیوی وکړی . ناټو د هغه په جواب کی وایی ، موږ نه غواړو په افغانستان کی د مخدره موادو پر ضد مبارزه وکړو او خپل مناسبات د افغانانو سره خراب کړو . له بله پلوه ناټو پدی نظر شوی ده چی د افغانانو اقتصاد پر نشه یی توکو ولاړ دی او غربی نړی نه غواړی په افغانستان کی په خپلو اخیرو کلونو کښی د افغانانو اقتصاد ور ضعیف کړی چی له دی پلوه به ناټو ته د وتلو په وخت کی له زیاتو ستونزو سره مخامخ شی . جرمنی سرتیرو د خپلو مشرانو له خوا امر تر لاسه کړی دی چی د افغانستان په کورنیو چارو کښی مداخله ونه کړی اوهر څه چی په افغانستان کښی پیښیږی ، هغوی هغه ټوله نادیده و ګڼی او ځانونه شاته کړی . ځکه هغوی وایی د نشه یی توکو قاچاق د افغنانو تجارتی معاملی دی او موږ د مداخلی حق نه لرو . د تاجکستان حکومت بیا په بل نظر دی ، هغوی وایی ، د ناټو ځواکونه مخصوصاً جرمنی سرتیری چی د نشه یی توکو او وسلو په قاچاق کی مداخله نه کوی معنی یی دانده چی و دی قاچاق ته د افغانانو د تجارتی معاملو نوم ورکوی ، بلکه دوی پخپله په غیر مستقیم ډول پدی قاچاق کی ښکیل دی . په کومه اندازه ، په څه ترتیب ، له کومه پلوه ، چاته څه مقدار پیسی رسیږی ، دا تر اوسه چاته معلومه نده . واقعیت خو داسی دی چی داده نشه یی توکو او وسلو قاچاق فقط او فقط د ناټو ځواکونو په موافقه تر سره کیږی . جرمنی سرتیری چی وایی د نشه یی توکو قاچاق د افغانانو تجارتی معاملی دی او موږ د مداخلی حق نلرو ، دکال ۲۰۰۸ د بوداپست پر موافقه تکیه کوی . پدی موافقه کی راغلی دی چی د ناټو ځواکونه اجازه نلری د کوکنارو حاصلات له منځه یوسی . دا کار د افغانی امنیتی ځواکونو دنده ده . دوی فقط دا وظیفه لری چی د نشه یی توکو قاچاق مخنیوی وکړی . اما جرمنی سرتیری اوس په هغه موافقتنامه هم عمل نه کوی او د دی قاچاق محنیوی نه کوی .

ناټو اوس په دی عقیده شوی ده چه د افغانستان حکومت تر هغه چی فکر یی کیږی زیاد کمزوری دی او تر وس یی تیروتلی ده چی د کوکنارو د کرنی مخنیوی وکړی . په نړی وال ډګر کی همیشه تروریزم اونشه توکی یو له بل سره تړی دی . د تروریزم په مقابل کی مبارزه همزمان  د نشه یی توکو سره مبارزه ده ، چی دا کار د افغانستان د حکومت تر وس وتلی خبره ده او ناټو په خپلو اخیرنیو سلګیو کښی دلچسپی نلری  نور په افغانستان بی نتیجی ځان ستړی کړی . نو ځکه تر کال ۲۰۱۴ پوری فقط شپی سبا کوی او هر څه ورته مهم ندی . ثابته خبره خو داده چی که دداسی قاچاقونو مخنیوی اوس ونه شی ،  تر کال ۲۰۱۴ وروسته به نوری لاری هم و لټول شی او د نشه یی توکو تجارت به په ډیره عادی توګه جریان ولری او په نړی کی به یی هیڅوک مخنیوی ونه شی کولای .

لیکوال : احمدالله رحمانی
17.08.2012

المان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x