نړۍ

یمن: د سعودي اپاچي هلیکوپتر غورځېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي یوه اپاچي الوتکه چې په یمن کې د حوثي ملیشو په ضد په عملیاتو بوخته وه، را غورځېدلې، چې له کبله یې دو پيلوټان هم وژل شوي.

د جمعې په ورځ د سعودي په مشري د ایتلافي ځواکونو قومنداني اعلان وکړ چې ددوی یوه اپاچي جنګي هلیکوپتر الوتکه د سعودي په جنوبي سرحداتو کې په داسي حال کې غورځېدلې چې د حوثي ملیشو په ضد یې عملیات کول.

د ایتلافي ځواکونو قومندانۍ هغه دوه پیلوټان هم نومولي چې په دغه الوتکه کې وژل شوي، او ویلي چې د خپل هیواد څخه په دفاع کې هر یو علي بن محمد القرني او ناصر بن محمد وژل شوي.

که څه هم د سعودي فوځي سرچینو د پيښي نور جزئیات نه دي څرګند کړی، او ویلي چې د پيښي په تړاو ددوی څیړني دوام لري، خو د دې تر مخه چې سعودي اعلان وکړي، د حوثي ملیشو یو مشر قومندان رسنیو سره په خبرو کې ویلي وه، ددوی ځواکونه وتوانېدل چې د ځمکي څخه په هوا ویشتونکي میزایل د سعودي یوه هلیکوپتر الوتکه په نښه او را نسکوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x