نړۍ

جرمني: افغانانو قرآن کریم ته توهینونکی ایرانۍ مهاجر ډبولی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د جرمني په منځنۍ ولایت تورنګن کې تیره چهارشنبه یوه ایراني مهاجر د مهاجرینو د ساتني په یوه مرکز کې د قرآن کریم توهین کړی چې له کبله یې په وړاندي د نورو مهاجرینو له خوا سخت غبرګون را پاریدلی، او نوموړی یې ډبولی.

د مهاجرینو د مرکز چلونکي منتظمینو ویلي چې تیره چهار شنبه یوه ایراني تبعه مهاجر په قصدي او توهینونکي ډول د قرآن کریم څو صفحې د نورو مهاجرینو په مخ کې څیرلي، چې له کبله یې یو شمیر افغاني او صومالي مهاجرینو پر نوموړي برید کړی، او سخت یې ډبولی، چې له کبله یې د قرآن توهینونکی ایرانی مهاجری د مرکز د ساتونکو پناه ته ځان ورکړی.

ویل کیږي چې هلته هم یو شمیر افغانان پسی رسیدلی، او د ساتونکو د منع کولو سربیره یې نوموړی سخت ډبولی دی.

دغه مرکز چې «مونږ ټول سره شریک یو» په نامه یادیږي، د چارواکو په وینا ۱۸۰۰ غیر قانوني مهاجرین په کښي استوګن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

دا بې ناموسه یې باید مردار کړی وای، ځکه اوس به حتماْ دا د جرمن زوی په دې کار سره د مهاجرت اسناد ترلاسه کړي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x