نظــر

طالبان او د ملا محمد عمر مجاهد مرګ… درسونه او عبرتونه

دکتور احمد موفق زيدان – اسلام اباد کې د الجزيرې تلويزوني شبکې بېرو چيف

د سترو مشرانو او قايدينو ژوند او مرګ زموږ ټولو لپاره د عبرت وړ وي او موږ بايد د دوی د مرګ له امله د دوی او خپل ژوند په هدف او مسير فکر وکړو.

د قايدينو په ژوند کې فکر او نقد د عبرت او درس اخيستو په معنا دی.
تنزاني متل وايي، چې د جنګيالي سړي دوه سترګې وي. په يوه يې تېرې زمانې ته ګوري او په بله د خپل ژوند راتلونکي ټاکي اوڅاري.

سياست د ژورې پوهې او پراخ نظر لوبه ده.

د داسې يو زعيم او قايد له مرګه خبر شو، چې د زمان او مکان په توګه يې شخصيت ډېر اغېزمن و. القاب له اسمانه راکوزيږي، مګر اغېز او اثر يې په پيل او پای کې د خپل کار او کردار له امله څرګنديږي.

د طالبانو د غورځنګ مشر زعيم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په داسې وخت کې له نړۍ سترګې پټې کړې، چې وروسته يې داسې نښې او تاريخ پرېښود، چې هېڅوک ترې سترګې نه شي پټولای. داسمه ده، چې د ملا محمد عمر مجاهد اهميت نن سبا نه پېژندل کيږي، مګر ډېر ژر به هغه ورځ راشي، چې تاريخ د ملا محمد عمر رحمه الله حق ادا کړي.

د ملا محمد عمر مجاهد د ژوند تر ټولو زرين وخت هغه دی، چې د خپلې يوې پرېکړې له امله يې د اسلامي نړۍ ټول ملاتړ راخپل کړ او د ټولو مسلمانانو توجه يې ځانته واړوله؛ هغه د اسامه بن لادن د ملاتړ او ساتنې پرېکړه ده. ارواښاد ملا محمد عمر د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف هغه غوښتنه په سختو الفاظو رد کړه، چې له نوموړي يې د اسامه بن لادن د سپارلو غوښتنه کوله.

له هغې وروسته د امريکا په مشرۍ ټولو جګړه ييزو او استخباراتي قوتونو د طالبانو د غورځنګ پر ضد جګړه پيل کړه او له همدې ځايه د طالبانو د سياست او کړنلارې د څار او ارزونې اهميت معلوميږي او دا چې ما ملا محمد مجاهد عمر ليدلي، د طالبانو لوړپوړي مشرانو سره مې ناسته پاسته کړې او دغه مرحله بايد د عراق، شام او يمن له حالاتو سره مقايسه کړو. دا په داسې حال کې، چې د اسلامي نړۍ کې د يرغلګرو پر ضد وسله وال پاڅون تر اوسه روان دی.

له دې ځايه د افغاني تاريخ ځينې مهم پړاونه د پام او څېړنې وړ دي، چې پر جهادي او انقلابي مزل ځانګړی اغېز لري او دا کارونه د افغانستان د پراخ جهادي بهير مهمه برخه ده. سفيان بن عيينه رحمه الله فرمايي: «کله چې امر بالمعروف کيږي، نو د مسلمان ملا قوي کيږي او له منکره، چې منعه وکړي، نو د منافق پوزه سپېره کيږي.»

۱- ملا محمد عمر مجاهد پر دې وتوانېده، چې د افغانستان جهاد د ډلو او تنظيمونو له تنګې کړۍ د امت په نوم جهاد ته وغزوي. د نوموړي دا پرېکړه يو ځانګړی تاريخي ګام بلل کيږي. د طالبانو اسلامي غورځنک د علماوو او قبايلي مشرانو يوه ستره غونډه راوبلله او له اوږدو سلامشورو وروسته يې ملا محمد عمر مجاهد خپل امير وټاکه. ملا محمد عمر به د خپل کار او فعاليت په ترڅ کې يې له علماوو مشورې غوښتې.

نوموړی د ابن مسعود رضي الله عنه په نصيحت عمل کوونکی انسان و. « لا يزال الناس بخير ما أخذوا عن أكابرهم وأمنائهم وعلمائهم، فإذا أخذوا من صغارهم وشرارهم هلكوا.»

خلک به تر هغو پورې په خير روان وي، چې له خپلو مشرانو، امانتدارو او علماوو رايه اخلي او کله يې چې له کشرانو او شريانو رايه اخيستل پيل کړه، نو بيا هلاک دي.

ملا محمد عمر مجاهد له نورو افغان مشرانو په دې جلا او ځانګړی و، چې دی د تکفير او پر نورو د خيانت تورونه د لګولو خوی يې نه درلود؛ حتا پر هغو خلکو يې هم له تور او تهمت لګولو ډډه کوله، چې دی ورسره په جګړه کې و. خبرې به يې ډېرې کمې کولې، دی په دې وتوانېده، چې د خپل غورځنګ لپاره داسې يوه کړنلاره وټاکي، چې هر څوک پر دې خبره پوه شي، د افغانستان جهاد له تنظيمي او ګوندي فکره د امت پراخ فکر ته واړوي.

هېڅکله يې د لوړ والي او کبر خوی نه درلود او تر اوسه مې ښه په ياد دي، چې کومه شپه طالبان کابل ته ننوتل، نو ملا محمد عمر مجاهد ټوله شپه لمونځونه کول او دوعاوې يې غوښتې، چې کابل دې له يو څاڅکې وينې تويدو پرته ونيول شي او دا خبره يو ډېر باوري سړي راته کړې ده.

۲- هغه مېړانه، سړيتوب، انسانيت او بې طرفي، چې ملا محمد عمر مجاهد له خپل جنګيدونکي دښمن سره وکړه، د افغانستان ډېری مخور او با رسوخه علما اړ شول، چې د ملا محمد عمر ملاتړ اعلان کړي او بله دا چې د افغانستان لر و بر څخه قوي مخورو سپين ږيرو، جهادي قوماندانانو او قومي مشرانو د خپل پلويانو په استازيتوب د ملا محمد عمر مجاهد ملاتړ او بيعت اعلان کړ.

په نړيواله کچه له اندازې زيات لېواله و، چې سيمه ييزو هېوادونو او نړۍ سره ښې اړيکې ولري. د ساري په توګه پاکستان، ايران، عربي نړۍ امريکا او اروپا سره يې د ښو اړيکو هڅه کوله.

د ملا محمد عمر مجاهد د حکومت د نسکورېدو پر مهال، چې پاکستان له نړيوال ايتلاف سره څومره همکاري او مرسته وکړه، نو ملا محمد عمر مجاهد د خپل اوږدمهالي او ژور فکر له امله پر پاکستان نيوکه ونه کړه؛ ځکه چې دی پوهېده، پر پاکستان نيوکه داسې ده، لکه سړی چې پر خپلو پښو په خپله ډزې کوې.

دی پوهېده، چې د پاکستان ستراتيجيک عمق، بشري، مالي او شرعي منابع او ديني مدرسې څه اهميت لري، حتا په خپل حکومت کې يې پاکستاني طالبانو ته له دې امله واک ورنه کړ، چې د ده افغان پاليسي ته زيان ونه رسيږي.

نوموړی د سيمه ييزو او نړيوالو ستونزو په درک ډېر ښه پوهېده او تر ټولو مهم دا، چې ده نه غوښتل، چې افغان کړېدلی ولس دې ډېر وځوريږي او تل په دې لټه کې و، چې د افغانانو ورځ روښانه او ژوند اسانه شي.

۳- له مهاجرينو سره د ملا محمد عمر مجاهد کړنلاره او چلندخو ټولو ته څرګند دی. دی هم د پخوانيو مجاهدينو په ګام روان و او ټول بهرني مجاهدين يې په خپل واک کې ساتلي و او هېچا ته يې اجازه نه ورکوله، چې ځانته ډلګۍ او ډلې جوړې کړي. دغو بهرنيو مجاهدينو ټولو د افغان طالب مشرانو په مشرۍ جهاد کې برخه اخيسته.
د ملا محمد عمر مجاهد بله مهمه کړنه دا وه، چې خپل حکومت او اداره يې له افغانانو جوړه وه؛ ځکه چې دی پوهېده، د افغان ولس اړتيا او غوښتنې يوازې خپله افغانان پوره کولای شي او ده هېڅکله دا تېروتنه ونه کړه، چې بهرنيان دې هم په خپل حکومت کې ورګډ کړي.

موږ تاسې هېچا هم داسې ونه ليدل، چې کوم بهرنی دې د افغانستان په قضا او نورو منصبونو ټاکل شوی وي او له همدې امله افغان ولس کې د طالبانو د نظام پلوي او مينه ډېره زياته وه او تر اوسه يې خلک ارمان کوي، چې کاشکې يو ځل بيا د طالبانو نظام راشي.

۴- ملا محمد عمر مجاهد په دې وتوانېده، چې دولس کاله ځان د نړۍ له استخباراتي او نظامي ځواکه داسې پټ وساتي، چې هېڅوک يې په پيدا کېدو ونه توانيږي، په داسې حال کې، چې نوموړی خپلو قوماندانانو او پلويانو سره په ډېره ماهرانه انداز په اړيکه کې و او خپل نظام يې له داسې يوې منظمې او خاموشه لارې کنټرولاو، چې چا يې تصور هم نه شو کولای.

اوس چې د نوموړي له مرګ وروسته ملا اختر محمد منصور د طالبانو نوی مشر ټاکل شوی، نو يو شمېر خلکو دا جرئت وکړ، چې د ملا اختر محمد منصور مشري سره مخالفت وکړي، دې وخت کې بايد موږ دا ومنو، چې ملا محمد عمر مجاهد کې دا شرعي او اداري رعب او هيبت و، چې هېچا داسې جرئت، حتا تصور هم نه شو کولای، چې د ده واک او امر چېلينج کړي او يا يې پر ضد راپورته شي.

د طالبانو لپاره اوس تر ټولو ستر ګواښ او ازمېښت دا دی، چې دغه عمري ميراث همدغه ډول روغ او سالم وساتي او د ملا محمد عمر مجاهد سياست او کړنلاره د عراق، شام او يمن انقلابيانو او پاڅونوالو لپاره هم د عبرت او تقليد وړ ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x