خبرتیاوی او پیغامونه

د کوچنی نیکمرغه اختر په مناسبت د خواخوږی د ادبی او کلتوری ټولنی د مبارکی پیغام

akhtar Paighamنیټه: ۱۳۹۱-۵-۲۸
۲۰۱۲-۸-۱۸
عجمان – د عربو متحده امارات

ګرانوهیوادوالو او د نړی مسلمه امت ته د کوچنی اختر د رسیدو په مناسبت د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د مشرتابه او ټول غړو لخوا مبارکی او نیکی هیله وړاندی کوم.
درنو مسلمانو وروڼو!
روژه د الله (ج) لخوا هغه فرض دی چی مسلمانانو ته د صبراو د خپلو همنوعانو د حال څخه د خبرتیا په خاطر پرامت مسلمه حکم سوی ده ترڅوچی مسلمانان پر خپل نفس حاکم ٬ د خوراک او څښاک څخه دډډی ترڅنګ دژوندانه په ټولو اړخونو کی د حرامو پر نه کولو اطاعت٬ د جګړو په ډګرکی د وینوپرتویولو بندیز اودوروری په فضاکی عبادت کول دی.

خو په خواشینی سره په دغو څو وروستیو لسیزو کی پرا سلامی هیوادونو باندی د استکباری قوتونو لخوا په بیلوبیلوشکلونو جګړه او وینه تویدل تحمیل سوی چی زموږ په ګران هیواد افغانستان کی څه د پاسه دریولسیزو بهرنی او کورنیو جنګونو زموږ مسلمان ولس ته غیر د مرګ او ژوبل تیا څخه بل څه ندی پری ایښی چه لاتر اوسه پوری دوام لری او هیڅ بهرنی هیواد او څار ګری اداری نه غواړی چی په افغانستان کی صلح او پخلاینه ترسره سی ځکه چی بهرنیان خپل اهداف او مقا صد لری چی د خپلو هیلو د رسیدو لپاره په افغانستان کی قومی، ژبنی، مذهبی او سمتی بی اتفاقی را منځ ته کړی او غواړی چی اوبه خړی او ماهیان ونیسی.
اوس زموږ پرهیواد څخه بر سیره په عربی هیوادونو کی هم د ورځی په لسګونو مسلمانان وژل کیږی آرام او سو کاله ژوند ئی دوینوپه حمام بدل سوی دی.
ګرانوهیوادوالو!
موږ باید د خپل اسلام د لوی قانون قرآن عظیم الشان پر حکمونو باندی عمل وکړو د سولی او پخلاینی لپاره په خپله لاس په کار سو ترڅو چی د وینو تویدل بند او افغان مسلمان ولس چی په غرونواوصحراوکی په ډیرو ستونزو او ربړونو شپی سبا کوی خپلود کورنیو تودیو غیږو ته راستون اوارام ژوند پیل کړی ځکه چه بهرنیان په افغانستان کی دسولی د راوستلواراده نه لری .

دهیواد ګرانوروحانیونو٬ ملی شخصیتونو، کراموعالمانو، د قوم مشرانو سپینږرو٬ روڼ اندو، میرمنو او ځوانانو !  
راځی تول په یوه ږغ د جګړی د ټولوافغانی اړخونو د او بهرنیو پوځونو څخه وغواړونور د افغانانو وینه تویول بس کړی  اوپریږدی چی افغان مظلوم ولس د امنیت او سولی په فضا کی ژوند وکړی.
د وخت څخه د ګټی په اخیستولو سره یووار بیا د کوچنی اخترپه مناسبت مبارکی ټول افغان مسلمان ولس او د نړی مسلم امت ته وایو.

په افغانستان کی د سولی او ر ښتنی اختر په هیله

په درنښت
الحاج غرزی خواخوږی
د ټولنی مشر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x