fbpx
لطف الله خیرخوا، لیکوال

تاريخ مهم دی! (۲)

لطف الله خيرخوا

د نظام په اړه که د افرادو – وړ او نا وړ- مسئوليت په تاريخي لحاظ په هاغه کچه دی، چې په هر حال بايد د نظام د جوړښت او يووالي پام وساتي، همدا ډول نظام ته هم د څه ځانګړتياو د خپلولو اړتيا شته، چې خپل افراد ځان سره غېږ کې وساتلی شي.
نظام، چې څومره د کمزورتيا حالت کې د خپلو افرادو انسجام او روزنې ته اړ دی، د خپل قوت د ساتنې لپاره تر دې زيات د قوت حالت کې ورته اړ دی. همدا د قوت حالت دی، چې دښمن او سيال قوتونه د دې نظام د زوال خوبونه ويني او کوښښ کوي، چې له پښو يې وغورځوي.

که نظام د قوت پر مهال د کبر او غرور ښکار شي، زوال يې حتمي دی. نظام که څومره هم قوي وي، خپل هر فرد بايد ځان ته تابع وساتي. هغو اسبابو ته هيڅ ځای ورنه کړي، چې د انشعاب او مخالفت زېږوونکي وي. تاريخ شاهد دی، چې هر زورور او محکم نظام تر هغې په خپل حال پاتې کيږي، تر کومې، چې يې خپل افراد له وفاء نه وي اړولي.

وفاء نه اړول دا معنا، چې د خپلو افرادو په اړه مسلسله بې رُخي، بې عدالتي او اهمال د دې اسباب دي، چې يو څوک د نظام په خلاف لاس په کار شي. همدا ډول اهدافو سره لوبې کول د دې ستر سبب وي، چې زبردسته افراد د خپل نظام ړنګولو ته ژمن شي. احتياط په کار دی او له تاريخه عبرت اخيستل په کار دي!

په دې باب د امويانو د سقوط اسباب د يادولو وړ دي. مؤرخين په کې ډېر څه ليکي، خو موږ ته هغه مهم دي، چې په خپل کړکېچ کې راته په کارېدی شي. دې کې ځينې اسباب داسې هم شته، چې د مؤرخينو تر منځ متفق عليها دي، معنا مازې تاريخي انګېرنه نه ده، بلکې تاريخي حقيقت دی او په تمامِ دقت لوستل غواړي.

د امويانو پر ضد د انقلاب لومړی عامل د دوی انحصاري خوی و. دوی مهم پوستونه تر خپلې کورنۍ محدود ساتلي وو. کفايت، صلاحيت او ظرفيت يې معيار نه و، بلکې د اموي کورنۍ غړيتوب د ښې وړتيا ثبوت و. همدلته يې ويل مناسب دي، چې امويانو شوری هم بې ارزښته کړې وه. د خلافت دا مهم اصل، چې د راشده خلافت د رشد يو دليل ګڼل کېده، په دوه صورتونو يې بې ارزښته کړه. لومړی دا، چې علماء کرام او سپين روبي يې بيخي له صحنې بهر کړل. دوهم دا؛ که يې مشوره درلوده هم، نو بيا يې په کور دننه کوله!

د دوی ټول کوښښ دا ګرځېدلی و، چې څنګه اموي واک وساتي. طبعي ده، چې دې هڅه کې دوی يوازې کيږي، ځکه مخلص خلک اهداف ساتي، اشخاص نه او مغرض خلک، چې له ده بل ګټور وګڼي، د هغه شي. هغه خلک، چې اهداف يې مراعاتول ترې کېناستل.

دوی دومره خود انحصاره وو، چې د دوی اخرني واکمن «وليد الحمار» د خيرخواهۍ او نصيحت په کار ځينې مشران محبس کې واچول او همدا کار د دې سبب شو، چې د حمار له ژوند سره د امويانو واک ته د پای ټکی کېږدي.

درېيم سبب د بيت المال غلط استعمال و. د تاريخ او سيرت استادان بيت المال سره عادلانه چلن د راشده خلافت د رشد يو مهم لامل بولي. امويانو د بيت المال وارده نه څېړله، چې له کومه راځي. مامورين يې خوشې کړي وو، چې هر څه به يې زړه وغوښتل په خلکو يې حواله کول. خلک د امويانو له ټېکسونو تنګ شول. همدا ډول يې د بيت المال صادره نه کتله، چې دا مال څنګه او چېرته ځي. د اموي کورنۍ شهزادګانو خپل سهم درلود. د هشام خليفه پر مهال د ده ولي العهد «وليد الحمار» د ټولې دارالخلافې په انډول مصارف درلودل. هشام غوښتل دی له ځانه لرې وساتي او «ولاية العهد» خپل زوی ته ورکړي. په همدې ناکامه هڅه کې يې هغه ظلم وکړ، چې د دوی د زوال سبب شو.

څلورم سبب د دوی رفاه طلبي وه. نرم نازک ژوند يې خوښ و. د کورنۍ غړي يې لکه پاغوندې په بهانه وو. د کار خلک په کې کرار کرار ورکېدل، ان چې وليد الحمار خپله ټوله اموي واکمني د يوې وينځې له عشقه ځار کړه. دې کار په عامه ذهنيت کې د دوی په اړه نفرت زيات کړ او د دې سبب شو، چې دوی په ډېره بې رحمه بڼه له صحنې لرې کړی شي.

د دوی د دې نارواو په اړه به، چې هر چا څه وويل په بغاوت به يې تورن کړل او په مرګ يې محکومول. مشوره يې نه منله او په ټوله کې يې هغه اسباب خپله برابرول، چې خلک يې پر ضد لاس په کار شي او له واکه يې لرې کړي. د دوی ذهن، چې کبر او غرور نيولی و، په هيڅ نصيحت نه پوهېدل، سر يې پرې نه خلاصوه، بالاخره د زوال خولې ته ورولوېدل.

د اموي دورې کارنامې په سوونو جلدونو کتابونه نيسي. په علم او پرمختګ کې ټول خلک د دوی د دورې منت بار دي. دوی، چې څه دې امت ته ورکړي ډېر بې ساري او لامثاله دي، مګر د خپل بد پای په برکت يې ځينې مؤرخين د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله له دروې پرته لا خلافت نه بولي، بلکې ملوکيت ورته وايي او ځينې يې اموي سلاطين بولي.

تاريخ دغسې حساب کوي، ښه او بد ټول ساتي. امويان له خپلو شاهکارونو سره سره دغسې هم شول، چې د تاريخ ډېر کلک قضاوت يې رانيسي او محکوموي يې!
نور بيا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د