افغانستان

ننګرهار: امنیتي ځواکونو ۱۰ کورونه نړولي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې دولتي امنیتي ځواکونو پر ولسي مېشت ځایونو برید کړی دی، چې دروند مالي زيان يې اړولی دی.

د ملي اردو عسکرو د حصارک ولسوالۍ په ناصرخېلو سیمه کې د طالبانو د پټنځايونو په پلمه د ولسي خلکو کورونو په نښه کړل، چې ۱۰ کورونه يې ویجاړ او یو موټر يې تخریب کړ.

د ناصرخېلو اوسېدونکي وايي چې په پېښه پنځه تنه ټپیان شوي، خو شپږ کورونه بشپړ ویجاړ او څلور نور یو څه زیانمن شوي دي.

د دوی په خبره د اردو عسکرو د طالبانو د پلټنې په نامه د دوی کلي کې تلاشي وکړه، نږدې غرمه مهال يې په کلي کې طالبان پیدا نه کړل او ولسي کورونه يې په نښه کړل.

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دې بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو دولتي سرچينې عموما د داسې پېښو په مهال وايي چې طالبان له همدې کورونو پرې ډزې کوي، مګر د ناصرخېلو د اوسېدونکو په وينا د ملي اردو تر بريد وړاندې په سیمه کې یو ډز هم نه دی شوی.

د ملي اردو له لوري په داسې حال کې د ولس په کورونو د درنو وسلو ډزې کېږي، چې څو ورځې وړاندې هم د اردو عسکرو په زابل کې یو شپونکی لسګونه مرمۍ وویشت.

دغه شپونکی چې د طالب په تور نیول شوی، خو د اردو یو دري ژبی عسکر يې تاييدوي چې له خپلې رمې يې تر غونډۍ را اړولی او ظابط مخکې يې درولی دی، خو قومندان يې امر کوي چې ځای پر ځای يې ووژنئ.

د پوځي شنونکو په قول د اردو عسکرو له لوري د داسې کړنو پرلپسې تکرار پر دوی څه پاتې ولسي باور هم بشپړ له منځه وړی، چې ګټه يې د دولت وسله والو مخالفينو ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x