افغانستان

روزګان: خاص روزګان کې اته اربکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې چاودنې اته اربکيان وژلي او ګڼ نور يې ټپیان کړي دي.

د روزګان د امنیتي مسوولینو له قوله په خاص روزګان کې د اربکيانو د قومندان ملاصمد دوه زامن او د هغو شپږ نور ملګري په چاودنه کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د روزګان د امنیه قومندان توريالي عبدياني په وینا چاودنه طالبانو کړې ده او په وينا يې د اربکيانو تر مېشت ځای لاندې يې د تونل له لارې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي و.

عبدیاني د ټپي اربکيانو په اړه څه نه دي ويلي، خو دا يې ومنله چې په چاودنه کې د اربکي قومندان دوه زامن هم وژل شوي دي.

د خاص روزګان د اوسېدونکو په وینا ملا صمد چې په سیمه کې د اربکيانو مشري کوي په ظلم کې خورا مشهور دی.

د دوی په وینا د ده د دوو زامنو په انتقام کې ښايي ګڼ بې ګناه کلیوال له منځه لاړ شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x