افغانستان

هلمند: طالبانو د ۳۱ عسکرو د وژلو او ۷ نورو د ژوندي نیولو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند موسی کلا ولسوالۍ چې له څو ورځو راهیسې د خونړیو نښتو شاهده وه، تېره شپه هم پکې شدیده جګړه تېره شوه.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو د موسی کلا د قصابانو په شېله سیمه کې د ملي اردو پر پنډغالي بريدونه وکړل چې تر نږدې سهاره يې دوام درلود.

طالبانو د بريد پخلی کړی دی او ويلي يې دي چې په دې جګړه کې يې ۳۱ عسکر وژلي او اوه نور يې ژوندي نیولي دي، چې دم ګړۍ دغه پنډغالی د دوی ترواک لاندې دی.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د وژل شویو عسکرو جسدونه لاهم د جګړې په ميدان کې پراته دي، د دوی په وینا له دې قرارګاه يې لسګونه ميله سپکه او درنه وسله هم تر لاسه کړې ده.

«په قرارګاه کې ددښمن ۲ شوبلې له دهشکوسره ، ۲۰ امریکایي ټوپکونه ، ۳ امریکایي ثقیلان ، ۲ راکټونه ، ۳ امریکایي درازکوف ، ۲ وسط هاوانونه ، یو اسپینجین توپ ، یو اکمالاتي کماز موټر، یوبلډوزر ، ۳۰۰۰۰ دېرش زره میده مرمۍ ، اونور ډول ډول مهمات مجاهدینو غنیمت کړل.»

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې د پنجشنې ماسختن هم بشپړ پنډغالی د دولتي ځواکونو له ګوتو ووت، چې مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلل.

یاده دې وي څو ورځې وړاندې هم د موسی کلا بازار ته څېرمه د نبو اکا کلي کې دولتي ځواکونو دوه پوستې طالبانو ته پرېښودې او په تېښته بريالي شول.

د موسی کلا امنيتي مسوولین وايي چې که مرکزي حکومت يې مرستې ته ونه رسېږي، ډېر ژر به د ولسوالۍ ودانۍ هم د طالبانو تر واک لاندې شي.

تېره ورځ د هلمند چارواکو د نوزاد د بیا سقوط خبر هم ورکړ، چارواکو ومنله چې طالبان په یوه میاشت کې دوه ځلې د نوزاد پر نیولو بريالي شول.

د دوی په خبره د نوزاد د بېرته نیولو هڅې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x