شعـــــرونه

زما اختر – قاري حبیب

talib fighterشپه ده توره تروږمۍ ده
دسړې ځمکې په فرش مې
په چانټه باندې سر ایښی
څه په خوند باندې ویده وم
چې ناڅاپه مې ترغوږ شو
د چورلکو غږ راویښ کړم
نېخه  کومه خوایې  مخ ده
دبیسیم ګوشۍ مې غوږ کې
دملګرو هم غږ ورک ده
خدای دې نه کړي  هسې نه چې بیا چاپه وي
دبنګنو غږ خو نشته  خدای به خیر کړي
دچورلکو غږ هم ورو ورو کراریږي
خدای به خیر کړي خدای خو ډیر زیات مهربان دی

{mp3remote}http://nunn.asia/images/mp3/Akhtara-Habib2.MP3{/mp3remote}

………………………………………..
دانن شپه څومره اوږده شوه
څه عجبه خاموشي ده
په دیار باندې  ګونګۍ خپسه ناسته
نه کوم اور چیرته بلیږي
نه اعلان دپیشلمي نه د ډول غږ شته
دسپیدو ستوری راوخوت
د رودغاړو دمرغیو غاړې اورم
دراغه  ساړه نسیم مې خوب اوتر کړ
ډیر وختي مې بیګانۍ سړه پتیره
له  اوبوسره غړپ کړ ې
خو دخلکو لا غږ ورک ده
چې روژه یې هیره کړې او که څنګه ؟
رښتیا !
نن داختر شپه ده . . .
…………………………………………………….
دلوګیو غړوسکي ځي داسمان لورته
کور په کور نغري تاوده دي
دجومات ترمخ دخلکو بیروبار دی
لمر نن بل ډول ځلیږي
په سپېرو مړاوو څېرو دکلیوالو
داختر نښې ښکاریږي
زما نظر لا پرې یخ نه وو
چې ناڅاپه مې ترغوږ شول په بیسیم کې
د دیار په خوا ټانګونه  در روان دي
ترصد والا یوازې همدا ووېل
نور نو نه مطلبېده ، چې نور څه وایي . .
………………………………………………………………
له دیاره لږ ورلاندې
د راده دشنو سنځلو په ګڼ کڅ کې
بیا میدان دغزا تود دی
لور په لور مرمۍ وریږي
په خړ ټانګ باندې دسرو لمبې تاویږي
ترې دودونه پورته کیږي
پورته کیږي له لوګیو داختر سره ګډیږي
خدایه څه رنګین اختره ده
هلته هم دخوښي اور ده
دلته هم دفتحې لړې
آخ
خدایه بل ټانګ یې هم وویشت
دغزا میدان نور هم پسې تودیږي
دزلمو  رسا وارونو ته سلام دی
برندې سترګې هسکې غاړې
ملاتړلي قهریدلي
په لوی زړه  په لوړ ایمان په متین عزم
په ټانګو باندې ورځغلي
که هرڅو یې په سینو مرمۍ لګیږي
خو دننګ له میدان نه راپه شا کیږي
د دوز خ په لایقانو
یې په دې دنیا اور بل دی
په غلیم یې ګډ اجل دی
که هرڅو یې اسلحې دې زنګ وهلې
د راکټ مرمۍ نمجنې
خو دزړه ښیښې یې سپینې لکه لمر دي
دایمان په نور پریوللې
راشئ وګورئ چې څنګه یې سرټیټي
دمادي تخنیک زامن کړل
دادی چیغې یې شوې پورته
ورو ورو ځان تیاروي دتیښتې لور ته
که خدای کړه نن به هم مات ځي بیرته کورته
………………………………………………………………….
دټپي اشنا په وینو مې لاس سره دي
لږ ورآخواته د ګڼو ونو منځ کې
دوه نور هم دشهادت په خوب ویده دي
په سرو وینو کې خیشته دي
تورو خاورو کې پر اته دي
خلکو ستاسو هم اختر دی
تاسو هم لاسونه سره دي
مونږه هم لاسونه سره دي
…………………………………………………….
دبرکلي هدیره کې
په شهیدو مزارونو
وروستۍ خاورې هم انبار شوې
دوړې کیناستې کراره  کراري شوه
یو سپین ږیری سلګو واخیست
یا الله ته یې قبول کړې
داختر په لویه ورځ یې
له درست کلي دکافر مخه کړه  غبرګه
اوس به بیا په کلي کور په کور ماتم وو
اوس به بیا دبې پتیو  ننداره وه
اوس به بیا دناموسونو تلاشي وه
سره کافر به په هرکور کې وو لویدلي
دتور سروصندوقونه راسپړلي
دناویانو زر به  ورک وو
ډک له اوښکو به دپیغلو وو سترغلي
ماشومان به وو په چیغو ژړیدلي
ژړیدلي  ترهیدلي
له اختر څخه وتلي
اوس به بیا ټول نارینه وو  لاستړلي
افرین په دې زلمو شه
چې کافر یې په دې پوی کړ
چې ددې کلي زلمي څه پسونه  نه دي
چې رسۍ کړه ورپه غاړه
 او چې کومه خوا دې خوښه وي هغه خوایې روان کړه
دا وطن دزمرو کور دی
چې دیوه ناموس لپاره
سل سرونه ورکوی شي
خو خپل کلي خپل حریم ته
سور کافر پریښودی نه شي
. …………………………………………………
مازدیګر ده لمر له غرو سره لګیږي
مارغان ورو ورو له باغونو راټولیږي
د رود غاړو ګڼو ونو ته ستنیږي
عجیبه مې زړه سیراب دی
په کافر مې سینه یخه
دملګرو زیارتونه مې ټول کړي
نه دچایم پوروړی
نه دچا په اوږو باریم
نه دچا تر درانه پیټي لاندې ستړی
په وجدان مې هیڅ بوج نشته
نه دچا دغلامۍ مې
شته په غاړه ځنځیر پړی
له الله سره مې کار ده
دهیچا منت بار نه یم
نه په چا ځان بارومه
سپیږه ځمکه مې توشک ده
سر په کاڼو لګومه
د چینې یخې اوبه راته زمزم دي
اې دخدای دلویې ځمکې
رنګا رنګه انسانانو
زما اختر مو دادی  ولید
آیا ستاسو به هم داسې
ځل بلي رنګین اختر وي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

قاري حبیب

دکوچني اختر لومړی ورځ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x