نړۍ

ترکيه کې پارلماني ټاکنې بيا ترسره کيږي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان وايي، چې د تېر جون مياشتې د اوومې نېټې له پارلماني ټاکنو وروسته د ايتلافي حکومت هڅې بريالۍ نه شوې او د راتلونکي نومبر مياشت په لومړيو کې به يو ځل بيا پارلماني ټاکنې ترسره کيږي او د اړتيا په صورت کې به د پارلمان غړي او نور کسان د لنډ مهاله حکومت چارې سمبالوي.

اردوګان تېره ورځ د جمعې له لمانځه وروسته استنبول کې د رسنيو استازو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دوهم دور ټاکنې به د راتلونکي نومبر په پيل کې ترسره کيږي او دی به په راتلونکو لنډو ورځو کې د پارلمان له رييس سره د اړينو ګامونو د اخيستو په موخه وګوري.

د ترکيې باروي سرچينې وايي، چې ولسمشر اردوګان د عدالت او پرمختګ ګوند له مشر او د ترکيې صدر اعظم احمد داود اوغلو څخه د ايتلافي حکومت د جوړولو غوښتنه کړې وه، مګر د اګست ۲۳مې نېټې سره د نوي حکومت د جوړېدو نېټه پای ته رسيږي او حکومت اړ دی، چې پارلماني ټاکنې له سره وکړي.

الاناضول خبري اژانس د ترکيې د ټاکنو خپلواک کميسيون د چارواکو له قوله ليکلي، چې د ايتلافي حکومت د نه جوړېدو په صورت کې له شپېتو تر نوي ورځو يو دوهم ځل پارلماني ټاکنې کيږي.

راپورونه وايي، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د دوهم ځل ټاکنو مسوده سياسي ګوندونو ته وړاندې کړې او له هغوی يې د خپلمنځي سلا مشورو او وړانديزونو غوښتنه کړې ده.

د روان کال جون مياشتې په اوومه نېټه د ترکيې پارلماني ټاکنو کې واکمن عدالت او پرمختګ ګوند بشپړ اکثريت ترلاسه نه شو کړای او د ايتلافي حکومت د جوړولو د پرله پسې هڅو يوازې يوه ورځ پاتې ده.

د عدالت او پرمختګ ګوند مشر احمد داود اوغلو تر سبا ناوخته مهلت لري، چې د ولسي ديموکرات ګوند مشر کمال کليغدار اوغلو، د ولسي غورځنګ مشر دولت بهتجلي سره د ايتلافي حکومت په جوړېدو سلامشورې پای ته ورسوي او که دغه هڅې بې پايلې شي، نو يو ځل بيا به د پارلماني ټاکنو اعلان کيږي.

ترکيه کې د دوهم ځل پارلماني ټاکنو اعلان په داسې حال کې کيږي، چې د ترکيې امنيتي حالات د اندېښنې وړ دي.

ترکيې له څو چاودنو وروسته د دغه هېواد سرحدي سيمو کې د کردي ياغيانو او داعش پر ضد پوځي عمليات پيل کړي او کېدای شي د دغو عملياتو په عکس العمل کې د پارلماني ټاکنو په غونډو او جلسو کې چاودنې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x