د زنجبیل چای؛ د بې شمیرو عامو ناروغیو تر ټولو غوره او بې ضرره درمل

نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۳۱مه ۱۳۹۴ل): د الله (جل جلاله) په فضل سره طبیعي بوټي بې شمیره روغتیايي ګټې لري او د بې شمیرو مهلکو ناروغیو مخه نیولی شي. په همدې اساس له نوو څیړنو سره د طبیعي بوټو نورې ګټې هم کشف کیږي. یوې نوې څیړنې ثابته کړې چې د زنجبیلو څخه جوړ شوی چای د ویټامین سي (Vitamin C) یو له غوره منابعو څخه دی.

دلته مو له ځینو هغو عامو ناروغیو سره چې د زنجبیل په مرسته يي درملنه ممکنه ده معرفي کوو:

کانګې
هغه خلک چې په سفر کې د کانګو کولو له خنډ او ستونزې سره مخ وي باید د سفر له پیل څخه وړاندې یو ګیلاس د زنجبیلو چای وڅښي کوم چې په ټول سفر کې انسان له کانګو څخه ژغورلی شي. د زنجبیل له یو ګیلاس چای سره له خپل سفر څخه خوند واخلئ.

د معدې وړتیا پیاوړی کوي
د زنجبیل چای د هاضمې نظام پیاوړی کولو سره په معده او بدن کې د غذايي مواد د جذبیدو وړتیا پیاوړی کوي. په ځانګړی ډول له ډیر خواړه خوړلو وروسته د زنجبیل چای مو خیټې ګیس ختموي او په خیټه کې د ګیس له امله پیدا شوی سوی هم له منځه وړي.

سوی له منځه وړي
زنجبیل د سوی پیدا کوونکي عناصرو د له منځه وړلو وړتیا لري چې له دې سربیره د زنجبیل د چای یو ګیلاس د سږو او پښتورګو درد هم اراموي.

د ساه اخیستلو ناروغۍ
د زنجبیل چای د سینې خرابوالی او سخت زکام لپاره ډیر زیات ګټور دی له دې سربیره له چاپیریال سره د حساسیت له امله پیښدوونکی د ساه اخیستلو ناروغۍ لپاره هم تر ټولو غوره درمل دی.

د وینې دوران غښتلی کوي
په زنجبیل کې شته ویټامینونه، معدني مواد او امینو اسید په بدن کې د وینې دوران پیاوړی او غوره کولو سره د زړه له زیات شمیر ناروغیو څخه مخنیوی کوي. د زنجبیل چای په رګونو کې پیدا کیدوونکی غوړ له منځه وړي او په دې ډول د زړه د حملې مخه نیسي.

د ښځو د ځانګړو ورځو لپاره ګټور دی
د زنجبیل چای ښځې د حیض په دوران له تکلیف څخه ژغوري. که چیرې ښځې د زنجبیل په ګرم چای لنده شوې ټوټه په خیټه کیږدي او له دې سره د زنجبیل چای له ګبینو سره ګډ او وڅښي نو دغه عمل يي د حیض له بې شمیره ناروغیو او تکلیفونو څخه يي ژغورلی شي.

د بدن دفاعي نظام لپاره ګټور دی
د زنجبیل چای په بدن کې د تکسید عملیي اندازه کمولو سره د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي او په دې ډول انسان ډیر لږ په ناروغیو اخته کیږي.

ذهني فشار کمولو کې مرسته کوي
د زنجبیل چای د انسان عصابو ته په سخت ذهني فشار پر مهال سکون او ارامتیا ورکوي او په دې ډول د ذهني فشار له امله د پیښیدوونکي ناروغیو څخه مخنیو کوي.

روغتیايي کارپوهانو په وینا کې چیرې د زنجبیل چای خوند نه درکوي نو په کې د لیمو او ګبینو له استعمال سره خوند زیاتولی شئ

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محب الله صافی
میلمه
محب الله صافی

ماشاء الله ډير شایسته معلومات دی وړاندی کړی دی له نن ټکي اسیا څخه ډيره زیاته مننه چی له هر څه معلومات وړاندی کوی الله دی دا ویب سایت نور هم په طریقی ورکړی