افغانستان

«کابل له اسلام اباد سره پر اړيکو بیاکتنه کوي»

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): کابل يو ځل بيا اسلام اباد سره د اړيکو په بيا رغولو فکر کوي.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی سلاکار فرانز مايکل ملي بن وايي، چې کابل يو ځل بيا اسلام اباد سره د اړيکو په رغولو فکر کوي.

افغان ولسمشر اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي برعکس پاکستان سره ډېرې خوږې اړيکې پيل کړې وې، مګر له څه مودې وروسته دغه اړيکې پيکه او وروسته په ناندريو او تورونو بدلې شوې.

له تېرې يوې مياشتې راهيسې افغان حکومت او مدني ټولنې په زغرده پاکستان د افغان جګړې او هېواد کې د روانو چاودنو لامل بولي او اشرف غني پاکستان ته غير مستقيم ګواښونه هم کړي دي.

د اشرف غني له څرګندونو وروسته کابل کې ځینو ملايانو د پاکستان پر ضد د جهاد فتوا ورکړه او د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د پاکستان پر ضد پراخ لاريونونه وشول.

د افغانستان د يادو فعاليتونو او څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت افغان سفير جانان موسی زی وروغوښت او سخت احتجاج يې ورته وکړ.

د افغانستان او پاکستان اړيکې ورځ تر بلې د ترينګلتيا پر لور روانې دي، مګر افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی سلاکار ملي بن ويلي، چې د لنډمهالي تاوتريخوالي سربېره افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان سره د اړيکو د بيارغولو په لټه کې دی او په دې اړه يې خپل ايتلافي حکومت چارواکو سره سلامشورې پيل کړي او هڅه کوي، چې د خپل حکومت ګډونوال دېته راضي کړي، چې پاکستان سره اړيکې بیا ورغوي.

ملي بن وايي، چې د طالبانو د پرله پسې بريدونو سربېره اشرف غني پاکستان سره د ښو اړيکو له امله له سخت داخلي فشار سره مخ و، مګر کابل کې له وروستيو بريدونو او چاودنو وروسته دغه فشار نور هم زيات شو او اشرف غني اړ شو، چې پر پاکستان افغان سوله کې د نه همکارۍ تور ولګوي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي سلاکار اسلام اباد کې يوه غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د پاکستان او افغانستان د بې باورۍ او تورونو ګټه د دواړو حکومتونو دښمنانو او مخالفينو ته رسيږي او د رسنيو له لارې دې ستونزو ته هوا ورکول، د ګټې پر ځای دواړو هېوادونو ته زيان اړوي.

ملي بن پر پاکستان او افغانستان دواړو ټينګار کړی، چې د خپلمنځي اړيکو ساتلو لپاره بايد دواړه هېوادونه نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

تر دې دمه د افغان حکومت کوم رسمي مقام د دغه اروپايي چارواکي د څرګندونو په باب څه نه دي ویلي. که ولسمشر غواړي له پاکستان سره پر اړیکو بیاکتنه وکړي، دا به د افغان حکومت په بهرني سیاست کې بل بدلون وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x