ټکنالوژي

سامسنګ خپل ۱۲ انچه ډسپلې لروونکی ټبلېټ له وینډوز ۱۰ سره وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۳۱مه ۱۳۹۴ل): د ټکنالوژي برخې یوې مشهورې پاڼې چې د ټکنالوژي د کمپنیو معلومات افشا کوي خپل یوې اجتماعي پاڼې کې لیکلي چې سامسنګ کمپنۍ غواړي خپل ۱۲ انچه ډسپلې لروونکی ټبلېټ د مایکروساف له وروستی اپریټنګ سیسټم وینډوز ۱۰ سره کاروونکو ته وړاندې کړي.

د ځینو افشا شوو معلوماتو پر بنسټ سامسنګ کمپنۍ په دې اړه د مایکروسافټ له کمپنۍ سره هوکړې ته رسیدلې او په دغه ټبلېټ يي له وړاندې څخه کار هم پیل کړی.

وروسته له هغې چې د مایکروسافټ کمپنۍ وروستی اپریټنګ سیسټم د زیات شمیر کاروونکو توجه په جلبولو بریالی شو زیات شمیر کمپنۍ غواړي خپل تولیدات له دغې اپریټنګ سیسټم سره وړاندې کړي.

سامسنګ کمپنۍ هم یو د نورو کمپنیو په څیر غواړي خپل راتلوونکی ټبلېټ کوم چې ۱۲ انچه ډسپلې لري له وینډوز ۱۰ سره نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي. د سامسنګ کمپنۍ دغه ټبلېټ به وکولی شي د مایکروسافټ کمپنۍ له سرفیس پرو ۴ (SurfacePro 4) سره رقابت وکړي.

مایکروسافټ کمپنۍ به ډیر ژر سرفیس پرو ۴ نومې ټبلېټ خپل له پیاوړو سمارټ فونونو سره نړیوالو بازارونو ته وړاندې او له نورو کمپنیو سره رقابت پیل کړي.

د سامسنګ کمپنۍ دغه ټبلېټ به ۱۲ انچه ډسپلې او ۲۵۶۰*۱۶۰۰ او ۲۴۰۰*۳۸۴۰ پکسله ریزلوشن ولري. په دغه ټبلېټ کې به اینټل کور ایم (Intel Core M) پروسېسر او ۴ ګیګابایټ ریم ځای پر ځای شوی وي او د دغې کمپنۍ د نوټ ۵ (Note 5) په څیر د ایس پېن (S Pen) په نوم یو قلم هم لري.

دغه ټبلېټ به د وینډوز ۱۰ اپریټنګ سیسټم سره کارول کیږي. ۶.۲ ملي متره پنډوالی لري او وزن یي یوازې ۶۰۰ ګرامه ده او دا چې دغه ټبلېټ به کله نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي څه نه دی ویل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x