ټکنالوژي

یو ځل بیا د سوني د سمارټ فون تصویر او ځانګړتیاوې افشا شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۳۱مه ۱۳۹۴ل): د سوني کمپنۍ راتلوونکی غونډه به د ایفا ۲۰۱۵ (IFA 2015) په نړیوال نندارتون کې د سیټمبر په دوهمه پيل شي او دغه کمپنۍ به دغې غونډې کې خپل دوه سمارټ فونونه اکسپریا زي ۵ (Xperia Z5) او اکسپریا زي ۵ کامپکټ (Xperia Z5 compact) نندارې ته وړاندې کړي. خو له غونډې وړاندې یو ځل بیا د دغې کمپنۍ د راتلوونکی سمارټ فون تصویر افشا شوی.

دغه جاپانۍ کمپنۍ هر کال د ایفا (IFA 2015) په نړیوالې غونډې کې خپل بازار ته وړاندې کیدوونکي تولیدات معرفي کوي او دا ځل هم غواړي دغې غونډې کې خپل دوه راتلوونکي سمارټ فونونه کارونکو ته معرفي کړي.

خو له غونډې وړاندې د یو له دغو سمارټ فونونو تصویر افشا شوی کوم چې د دغې سمارټ فون د ډیزاین او هارډوییر ځینې ځانګړتیاوې په ډاګه کوي.

د ټکنالوژي د برخې څیړوونکو او پاڼو د راپورونو پر بنسټ دغې سمارټ فون کې د ګوتې نښې وړتیا ځای پر ځای شوی او د پاور او غږ کنټرولولو تڼۍ يي د ښي اړخ په لاندینی برخه کې موقعیت لري.

دغه سمارټ فون ۴.۷ انچه ډسپلې او ۷۲۰*۱۲۸۰ پکسله ایچ ډي (HD) ډسپلې لري. اته هستې لروونکی سنپ ډراګن ۸۱۰ (SnapDragon 810) ډوله پروسېسر په کې کارول شوی.

دغه سمارټ فون به هم له ۳ ګیګابایټ رېم سره نړیوالو کاروونکو ته وړاندې شي. هیره دې نه وي چې له دې وړاندې د سوني کمپنۍ ځینې سمارټ فونونه له سختو ماتو سره مخ شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x